تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷ مه: د لندن پولیسو دوه افغانان د یوې پورن سټارې او د اسلام نفي کوونکې مېرمنې د برمته کولو په تور نیولي دي.

بریټانوي ورځپاڼو خبر ورکړی چې ۵۴ کلن محمد پتمن او ۴۹ کلن دریا خان ساپي غوښتل چې د ښاغلي پتمن هغه ۲۵ کلنه لور ترور کړي چې له خپل مېړه سره په سلواکیا کې د جنسي فلمونو شرکت سره کار کوي.
دا دواړه پرون په لندن کې د انګریزي ایف بي آی په نوم مشهورو بریټانوي پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د بریټانیا د دغې پولیسي ادارې این سي ای ویاندوی دفتر وايي، په دغو دواړو کسانو پسې سلواکي پولس ګرځېدل: (( دوی د هغې مېرمنې او میړه د وژلو پلان جوړ کړی و چې اتریش کې اوسېدل او په سلواکیا کې یې له یو شرکت سره کار کاوه، خو ددوی پر پلان له پوهیدو وروسته د سلواکیا پولیس د دواړو د نیولو په لټه کې وو.))

پولیسو ویلي، د دغو دواړو نیول شویو کسانو له ټلیفوني تماسونو څېړلو وروسته یې معلومه کړه چې دغه دواړه په څه ډول د دغې مېرمنې او میړه د وژلو پلان جوړوي.

دغه ښځه او مېړه چې په افغانستان کې یې له بهرنیو ځواکونو سره پخوا کار کاوه، د پناه غوښتنې د پروګرام له لارې اروپا ته رسېدلي وو او په ۲۰۱۷ کال کې سلواکیا ته تللي او یهودیت ته اوښتي وو.

د این سي ای د تحقیقاتو رئیس متیو پرفکټ وايي، دواړو میړه او ښځې په سلواکیا کې د جنسي فلمونو کار ته مخه کړه، عکاسي به یې کوله او کله کله به لوڅو فلمونو کې هم راڅرګندېدل: (( دغه دوه تورن کسان به د پنجشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شي، تر څو د جرم له ثابتېدو وروسته سلواکیا ته وسپارل شي.))

دا په لندن کې د خپل نوعیت اوله پیښه ده خو پولیسو د اداکارې نوم نه دی په ډاګه کړی.

One thought on “لندن: د لوڅو فلمونو د یوې افغانې اداکارې د ترور د پلان په تور دوه افغانان نیول شوي”
  1. افغانستان د نړۍ په پېژندل شوي دوه ښځینه ستورۍ لري یوه بریشنا بهار ده چې د افغانستان په سینما کې هم وتلې ستورې ګڼل کېده او اوسمهال په مهاجرت کې له افغانستان بهر ژوند کوي دوېمه پورن سټار یا هم د لوڅو فلمونو انجلۍ ده او یاسمینه بهار نومیږي په کابل کې زېږېدلې او زیات لوڅ فلمونه لري د غربیانو په اند یوه ادارکاره او هنرمنده ده
    دواړه په ویکیپیډیا کې هم خپلې پاڼې لري

ځواب ورکول zakria rahimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *