ولسمشر غني
تاند- په ارګ کې ولسمشر اشرف غني له یو شمیر سیاستوالو او جهادي مشرانو سره د جمعې په ورځ په غونډه کې د ای ایس ای د تفاهم لیک مساله وڅیړله.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې په وروستیو کې اعلان وکړ چې د پاکستان له پوځي استخباراتي ادارې یا ای ایس ای سره یې یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی. تر دې اعلان وروسته ګڼو افغان سیاستوالو د رسنیو له لارې د دې سند له لاسلیکیدو سره مخالفت وکړ.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یوې اعلامیې په خپریدو سره وویل چې دا سند د افغانستان پرضد دی. خو حکومتي چارواکو روښانه کړه چې دا سند د یوې مسودې په بڼه لاسلیک شوی دی.
د حکومتي چارواکو د دې خبرې سربیره انتقادونه زیات شول او د ولسې جرګې یو شمیر غړیو هم دا سند د افغانستان د ملي ګټو ضد وباله.
تیره ورځ په ارګ کې د غونډې پر مهال ولسمشر اشرف غني ژمنه وکړه چې د پاکستان له ای ایس ای استخباراتي ادارې سره به په لاسلیک شوې مسوده کې بدلون راوستل شي.
د ارګ د غونډې پر مهال یو شمیر کسانو د مسودې پر کلماتو هم انتقاد وکړ، مثلا هلته ویل شوي وو چې ازادي غوښتونکي. په غونډه کې ځینو وویل چې د افغانستان د حکومت مخالفه وسله والو ته په هیڅ دول دغه صفت نه شو ورکولی، نو باید بدل شي.
البته دا روښانه نه ده چې د ازادي غوښتونکي کلمه د پاکستاني وسله والو لپاره هم په سند کې استعمال شوې ده چې په بلوچستان کې جنګیږي که نه دا کلمه یوازې د افغانستان د حکومت مخالفانو ته کارول شوې ده.
د افغانستان جمهور رییس ژمنه وکړه چې د سیاستوالو له غوښتنې سره سم به په مسوده کې تغییرات راولي.
افغانستان پخوا هم له پاکستان سره د استخباراتو په برخه کې ځیني ګډې تفاهمنامې لاسلیک کړې وې، خو د وروستۍ یوې بشپړ جزییات نه دې خپاره شوي څو وکتل شي چې په دقیق ډول کومې برخې یې د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې دي. د افغانستان د ملي امنیت ادارې مخکې ویلي وو چې د دې نوي سند ټول جزییات له رسنیو سره نه شو شریکولی.
5 thoughts on “له آی ایس ای سره په لاسلیک شوې مسوده کې بدلون راوړل کېږي”
  1. مونږ په هیڅ صورت ددی تړون او هغه هم د افغانستان دایمی دښمن سره طرفدار نه یو او مونږ یی غندو

  2. زه پدی نه پوهیږم چی دا نورو هیوادونو څرنګه زمونږ مشران داسی محاصره کړیدی چی همیشه خپلی خوښی ورباندی تحمیلوی او زمونږ مشران بیا هم خاموش وی او د هغوی په خوښه کارونه کوی ولی دا وطن ورباندی ګران ندی همیشه یی د څو روپو په بدل کی د نورو غلامی اختیار کړیده داسی یو تریخ رهبر پیدا نشو چی په ټوله معنا افغانستان او افغانانو ته ژمن وی

  3. کوم سند چې ولسمشر یې د بدلون ژمنه کړې. هغه بیا په خپله مخه تللی
    ولسمشر ویلي وو، چې د تذکرو په لایحه کې به تغییر راولي. ولاړه الله یې د مل شي.
    دا تړون به همداسې لاړ شي!!!

  4. چې سوک دخپل کور حفاظت نشي کولې نو ګاونډیان خو به ترې خامخا ناوړې فایده اخلې,
    د افغانانو مشران خپل وطن نشې جوړاولي ځکه خو بې واکه یو.
    په خاصه توګه هند نه غواړې چې مونږ په ارام شو.

ځواب ورکول Patriot ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *