تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو له لومړني لیسته ایستل شویو کسانو نن په خپل منځ کې یو ايتلاف اعلان کړ.

دې ايتلاف، چې پر ځان یې «د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي ژمنتیا» نوم ایښی، وویل د دوی هدف یوازې په انتخاباتي بهیر کې د ستونزو اواری، د فساد پرضد مبارزه او افغانستان ته د سولې راتګ دی.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره له ۲۷ کاندیدانو څخه ۱۷ محروم کړل او ویې ویل چې د هغوی اسناد نیمګړي ول.

اوس د انتخاباتي شکایتونو کمیسون د حذف شویو او دغه راز په ابتدايي لیست کې د شاملو کاندیدانو په اړه څېړنې کوي.

ټاکل شوې وه چې د راتلونکې شنبې (د لړن ۲۵مه) نهايي لیست اعلان شي خو د شکایتونو کمیسون نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې نهايي لیست به تر ټاکلې مودې څو ورځې په ځنډ خپور کړي.

 له بلې خوا ملګروملتو د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د درېم پړاو د بشپړېدو هرکلی وکړ.

د رای ورکوونکو د دې پړاو تر پایه ټولټال درې ملیون تنو ته د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکي کال د انتخاباتو لپاره رای کارتونه ورکړای شول.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې وویل: په درو پړاوونو کې درې ملیونه او اووه زره شپږ سوه ۸۶ تنو نومونه ثبت کړي چې څه باندې درېمه برخه یې ښځې دي.

2 thoughts on “له ابتدايي لیسته ایستل شویو کاندیدانو ايتلاف جوړ کړ”
  1. دوستانودوهمه ډله ولسمشرۍ ته په۳کټګورۍ کې موجوډی۰یوه ډله لکه دښوونځی چپراسیان،خاص دشهرت لپاره دی.یوسپین سر رۍ له امریکاتازه درغلۍ. قسم پخداي څې دیوه غاښ په تداوی ځما دانشورنس نه د۳غاښو دالر ایستلي وه.امریکا دجریمې پس لایسنس قیدشو.دوهمه ډله دغاټونهنګانوپه ګټه تیرږی،اویوڅوجب ته هم ورلیږي. دریمه ډله له ښې پوهې اودپوره تعلیم سمبال غړي.مګردمسلحو میلیونرانودمقابلې توان ورکې نه وینم۰درناوۍ

  2. ډ یر غرضدار ایتلا فونه وشول ولی به نتیجه شول دغسی نور نور به هم بی نتیجی وی هسی ستړی دی او ستړی جوړوی

ځواب ورکول AMARKHIL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *