زموږ په ټولنو کې ډېرې خبرې د دین خلاف کېږي، خو ځینې یې لکه افراطیت او تندلاري، د دین د اساسي ارزښتونو خلاف وي. زموږ اسلامي امت ته قرآن کریم د وسط امت خطاب کړی، او فرمایلي یې دي چې: و جعلناكم أمتاً وسطاً. ما تاسې یو منځلاری امت ګرځولي یاست.
په دین کې ځای ځای د منځلاریتوب بلنه شوې. په دیني اصطلاحاتو کې عدل یا منځلاری د صالحتوب او دیني منلتیا یو وصف دی. ځکه خو صحابه وو ته عدول ویل شوي. د دې خبرې بله معنا دا ده چې په دین کې میانه رو سړی سم سړي ته ویل شوی.

دین په هر څه کې خلک مینځلاریتوب ته را بللي، مثلا، د مال د خیرات په اړه ویل شوي چې و لا تجعل یدک مغلولة إلى عنقك و لا تبسطها كل البسط… مه لاس په غاړه پورې تړه، او مه یې يو مخ پرانیزه. د لگښتونو او مصارفو په اړه وایي چې و الذين اذا انفقوا لم يسرفوا و لم يقتروا، مومنان هغه دي چې کله لګښت کوي، نه اسراف کوي، نه خستوزي کوي. د

د تګ په اړه ویل شوي و اقصد في مشیک، یانې د چټک او ورو رفتار ترمنځ رفتار کوه، د غږ په اړه ویل شوي چې  واغضض من صوتک. غږ ورو ساته. د  لمانځه په اړه ویل شوي چې وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَٱبْتَغِ بَيْنَ ذٰلِكَ سَبِيلاً. مه لمونځ په زوره وایه، او مه یې ورو وایه، د دواړو ترمنځ لاره غوره کړه.

خلاصه دا چې اعتدال او نه افراط د دین په یوه حکم کې نه، بلکې د دین په ټولو احکامو کې روح او اساسي ارزښت منل شوی دی. پورته مو چې څه مثالونه یاد کړل، دا په فردي چارو کې د افراط پر ممانعت را څرخي، نو چې په فردي چارو کې افراط په دې حد کې منع وي، په ټولنیزو چارو، او د مسلمانانو د ټولنې د برخلیک په کچه خو افراط تر ټولو بد او ناوړه شی معرفي شوی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم حضرت معاذ رضی الله عنه ته د لمانځه په اوږدولو په قهر شو، او ورته یې وویل چې، ای معاذه، آیا ته خلک په فتنه کې اچوې؟

پیغمبر صلی الله علیه وسلم وایي، هلک المتنطعون.. له حده تېرېدونکي افراطیان هلاک شو..

پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ځانګړې توګه په دیني چارو کې له افراطه سخت ممانعت کړی او دا یې د پخوانیو امتونو د تباهۍ لامل بللی دی.

لکه چې په فردي چارو کې افراط فرد تباه کوي، په سیاست او ټولنیزو چارو کې افراط ټولنه تباهۍ ته برابروي او د دې کار غوره نمونه هغه اسلامي ټولنې دي چې د افراطي ډلو لخوا د هلاکت او بربادۍ حد ته رسول شوي.

هغه ورځ یوه ملګري را ته ولیکل چې ته ولې جهاد نه کوې، اسلامي نړۍ په اور کې سوځي. ما وېل درنه وروره، د اسلامي نړۍ هغه برخې په اور کې سوځي چې ستاسې د جهاد په نامه د افراطي ډلو بې هدفه جګړې پکې روانې دي. دا که افغانستان دی، که پاکستان دی، که نایجیریا ده، که سومالیا ده، که عراق دی، که سوریه ده او که بالي یا نور ځایونه دي. په کومو ځایونو کې چې افراطي ډلې کم فعالیت لري، هلته خلک هم د دیانت او هم د دنیا له لحاظه په غوره حالت کې دي.

دا چې افراطي ډلې له کومه شوي، غواړم په دې اړه د تبصرې له لارې د افراطي تربیې د مخنیوي پر اهمیت ځغلند نظر واچوم.

دا یو تریخ حقیقت دی چې د نړۍ اکثره خوارجي تروریستي ډلې د اخوان المسلمین له بطنه را وتلي. د مصر الجماعه الاسلامیه، د پاکستان لشکر طیبه او جیش المجاهدین، نړیواله القاعده، د سوریې او عراق خوارج، د افغانستان د ټالیبانو ایډیالوژيکه هسته…

جمعیت الاصلاح ته ورته اخواني ډلې د نورو افراطي ډلو را پیدا کېدلو ته لاره برابروي.

اکثره بیا داسې کېږي چې له لویو ډلو زېږېدلي نوي ډلې لومړی خپلې مور ته ټک ورکوي، او له منځه یې وړي.

مثلا، د افغانستان د تنظیمونو زېږېدلیو شاګرانو لومړی خپل پالونکي تنظیمونه ختم کړل. د مصر الجماعه الاسلامیه لومړی پر اخوانیانو د کفر فتواوې پورې کړې. د سوریې داعش لومړی د النصر ګېډه ور څیرې کړه. د پاکستان اکثره وژل شوي سیاسي ملایان یې خپلو شاګردانو ووژل. شیخ حسن جان خپل شاګرد مړ کړ، مولانا شېراڼي ته خپلو شاګردانو کمینونه ونیول، فضل الرحمان د خپلو شاګردانو لخوا هدف شو. که یې یو کلیوال مثال ورکړم، د غزني ټول لوی ملایان، لکه مولوي عبدالباري، مولوي فضل الرحمان، مولوي نورالحق اخندزاده، مولوي عبدالحکیم او ګڼ نور خپلو شاګردانو ووژل. د قاري بابا د ملګري جګړن معراج الدین له قوله قاري بابا د هماغو ټالیبانو په لاس ووژل شو چې همده به ساتل او پنډول.

دا ځکه چې دوی خپل شاګردان په دې نیت زهرجن روزي چې نور پرې وچیچي، خو دغه شاګردان یوه ورځ دومره زهرجن شي چې خپلو استادانو ته ټک ورکړي.

دې ښکارې ته ښاغلي ډاکټر یوسف قرضاوي په خپلو آثارو، غالباً په “ظاهرة الغلو في التكفير” کې اشاره کړې. البته، هغه د اخوان المسلمین د شاګردانو د یاغي کېدلو لامل د مصر د حکومت استبداد ګڼلی، خو دا یې بیا وروسته په نورو آثارو کې ویلي چې د خوارجي افکارو په رامنځته کولو کې د اخوان المسلمین د مخکښ استاد سید قطب د آثارو غښتلی لاس و.

افراطیت لکه سپرم داسې دی. همداسې وړوکی شی وي، د ټولنې رحم ته داخل شي، ټولنه پرې بلاربه شي، رحم یې وپړسېږي، خېټه یې وپړسېږي. تفاوت یې دومره دی چې د سپرم بچوڼی په طبیعي او اسانه شکل زېږي او افراطیت بیا لکه د ځینو حشراتو، په تېره د تازانو غوزه غوندې ده چې کله وزېږي نو د مور خېټه یې دوه ځایه شي، مور یې مړه شي،او زوی یې نړۍ ته راشي.

د دې لپاره چې سبا مو د خوارجو له تاو او تاوانه په امن وي، د نن پر تربیې ټینګ پام وساتئ. د افراطیت روزونکي استادان تم کړئ. په تېره سیاسي افراط تلقینول د راتلونکي پر لاره ماینونه اېښودل دي.

By Editor2

12 thoughts on “له اخوانیت سره د احتیاط ضرورت”
  1. ګوره وروره په دین که تشدد په با طل پرستو باندی، یو ستر اصل دی ، مثال، قران په صراحت وایی (په کفارو با ندی سختی وکړی) او نور داسی په لسها وو نصوص شته دی، ا و مونژ نه شو کولی چه هر ځه په خپل طبعت جوړ کړو- مننه

  2. یو سه موده مخکی کی دی په خپله پانه لیکل چی :

    وه زما شمالی واله وروره زه اوس پوهه شوم چی ته تر ما خه افعان یی

    او

    وه زما شمالی والا وروره زه اوس پوهه شوم چی ته تر ما خه مسلمان یی

    او

    ما په شمال کی داسی جوماتونه ولیدل چی د پشتنو په سیمه کی هم ننشته

    سنگه اوس هم په خپل زاره نظر ولار یی او که تغیر دی کری؟

    او په یو وخت کی خو خپله هم اخونی وی اوس سنگه یی او که تغیر شوی یی؟

  3. که ریښتیا ووایو نو زمونږ سید جمال الدین د لومړی ځل لپاره د افراطیت او رادیکال اسلامی خوځښت بنسټ مصریانو ته کیښوده.‌ سید جمال په دی نه پوهیده چه د قرار په وینا به دا سپرم د څومره ټولنو خیټی ورڅیری کړی.

  4. قرار صیب
    اسلام اسلام وی منځلاریتوب او افرا طیت پکی نشته که یو څوک د اسلام ټول احکام په ځان تطبیقوی دیته افراط ویل نا جایز دی
    او د اسلام ځیینی احکام منل او ځینی نور یی نه منل او یا تری نکار کول او یا چی بل مسلمان ی کوی هغه په افرطیت تورنول فکر کوم یو غیری منطقی کار دی
    یو څومثالونه تا ذګر ګړی چی هغه سیاسی دی نه مذهبی د ګندی خلګو وژنه او یا مخالفت ددی معنی به نه وی چی ګنی دا په دین کی فراط دی که داسی وی کمونستانو هم ترکی چی پلار به یی ورته ویل د بالښت لاندی مړ کړ
    او بیایی نور په کوم ډول یو بل سره وخوړل
    چی دلته خو نه دین وه او نه هم ددین افراط او نه یواځی داخلک په دین پوهیدل بلکه ددین سره خو یی داسی پخه دښمنی وه چی د یهودو او نصرانیانو به هم دومره نه وه
    بل مثال به په خارج کی او یا هم دننه پهافغانستان کی د هغو خلکو در کړم چی وایی ره معتدل مسلمان یم افراطی نه یم
    په یو پارټی کی د یو کس چی لږ غوندی ظاهرآ په سنتو برابر وه .ږیره یی پریښی وه او په هغه پارټی کی یی شرابو بوتل لاس کس نیولی وه او څښل یی نو یو کس ورته وویل یاره دا څه کوی ؟ دی ږیری او دی قواری ته دی وګوره او دی شرابو ته نو هغه ځواب ورکه مړه پریږده زه مسلمان یم خو معتدل یم څه افراطی نه یم چی اوس به شراب هم نه څښم ، ګډابه هم نه کوم
    یو بل د سترګو لیدلی حال چی په لندن کی د یو پنجابی نه می واوریدل چی یو افغان فامیل می ولید چی زنانه یی پداسی لباس کی ووه چی د انګریزانو او نورو خارجیانو هم یو څو ګوتی وړاندی وو
    داچی دا سړی ما پیژانده نوورته می وویل یاره تاسو خو افغانان یی زمونږ نه هم تاسی په دین او ستر کی ډیر مخکی یی
    دا څه وینم نو دی افغان راته کړل
    مونږ دومره افراطیت پسی نه ګرځو
    نوقرارصیب الله دی وکړی چی خفه شوی نه وی هدف می د چا خفه کول ندی وظاهت کول دی
    بیا هم بښنه غواړم

  5. قرار صیب ددی سره موافق یم چی افراطیت په دین کی نشته. اما داسی هم باید نه وی چی د نه افراطیت په تکل کی د اصل دین نه ووځو. ستا د لیکنی نه یو بل تعبیر هم کیدی شی هغه داچی که د یو اصل نه فرع وځی او په فرع کی مشکل پیدا کیږی نو مشکل بیا په اصل کی دی.1
    که په اخوان المسلمین پدی محکومو چی ولی افراطی ډلی تری بیلی شوی نو اسلام باید هم محکوم شی چی ولی اخوان المسملین تری را وتلی دی.

  6. Qarar saib!
    Dheyra shkwelaey aw modalela likena dey kerhey da. Poheydel prey de kamzori aqel khawend ta asaan kaar ne dai. Ifraat aw tafrit Allah tala mardud ganheli di. Zmong ifratiano le zanuno de marg melayekey jorhey kerhi di. Mazhabi ifratiano ta mo kho marg de Allah hekom shkari, kho pe dey ye feyker ne dai kerhai chey Allah paida kerhai ye le hagha zhwenda chey Allah warkerhai,mahrum kerhai dai. Zong mazhabi ifratiano khdaye pe khpel las key akhistey aw de Allah de makhluq de taba kawelo wasila ye gerzaweley da.

  7. قرار صاحب که همدا اخوانیانو د سید جمالی الدین افغان نظریاتوڅخه الهام نه وی اخستی نن به ستا او زما نوم هم تاجکستان او ازبکستان مسلمانانو غوندی قرارکوف او عرفانوف وو همد ا د جهاد ثمره ده چی ستاسی نه مجید قرار جوړ کړو که سیدجمال الدین دومره غټه هستی نه وی ایران به د خپل ځان دعوه نکوله

  8. د قرار صیب منظور له افراط او تفریط نه ځان ساتل دی که هغه ښی لاسی وی او که چپ لاسی. په پښتو کی متل دی چی وایی نه دومره خوږ شه چی و دخوری او نه دومره تریخ شه چی ایسته دی واچوی. نه دومره اوږده ږیره چی یهودان او سکان یی لری او نه مطلق له اسلامه منکر. نه دومره بیغرته لکه پنجابیان چی هیرا منډیی جوړی کړی او نه دومره پرهیزګاره چی ښځه او بچیان له کوره وتلو نه منع کړی. نه دومره اوږد کمیس چی که یو اسراییلی درپسی منډی کړی او ته منډه وانه شی اخیستلی او پړ مخی وغورځیږی. اونه دومره بیحجابه چی خلک د تماشی وکړی. دازمونږ افغانانو خپل لباس ، دود دستور او اخلاق له واقعی اسلام سره مطابقت کوی اوکه هغه مراعات شی نو هرڅه به سم وی. په چترالی پکول هم څوک نه مسلمان کیږی. په غربی دریشی اغوستلوهم څوک نه کافریږی. اسلام د سولی او وروری دی. زما په نظر معتدل اسلام د نړۍ تر ټولو غوره دین او د ژوند لارښوود دی.
    اسلام به ذات خود ندارد عیبی
    هر عیبی که هست در مسلمانی ماست

  9. هاشم جانه ته خو والله چی بلا یی ډیر په قهر یی. د خلیفه عطا په شان اول مسواک ووهی او بیا د نوم واخلی. مګر داسی هم نه ده . له اخوانیانو پخوا هم د اسلام دین موجود و او بیله اخوانیانو به هم د اسلام سپیڅلی دین موجود وی. ځینی کسان دومره افراط کوی چی دا خپل مبارک دین د نورو له پامه وربد کړی. زمونږ پیغمبر اخوانی نه وو بلکه زمونږ د ټولو مسلمانانو محبوب رهبر و. څلور واړه یاران هم اخوانیان نه ول خو د دوی مبارکو له برکته نن د اسلام دین د نړۍ دوهم لوی دین دی او له اخوانیانو مخکی هم ډیر جید او پوه عالمان تیر شوی دی ، البته په اخوانیانو کی هم ډیر د قدر وړ او د اسلام مبارک دین ته خدمتګاره کسان شته. اصلی مسلمان چاته ښکنځلی نه کوی او دا سره کفر ټاپه په هرچا نه لګوی.

  10. د افغانستان واکمن سیاستوال که له افغان ولس سره ښه کوي باید چې د جمعیت اصلاح په نامه افراطیونو د فعالیتونو مخه ونیسي. دوی همدا اوس د پاکستان له جماعت اسلامي سره مستقیم او له آی ایس آی سره غیرمستقیم تار لري چې په راتلونکي کې کېدای شي د افغان وطن د مور په بدن د لړم بچي وګرځي.

  11. سلامونه
    قرار گله په قلم د بركت شه، او الله ج د د روژي په بركت لژ منطق په پشتونو كي زما په شمول پيدا كي امين.
    په پشتو كي متل دي چه د ليوني په شا كي ونه شنه سوه ويل يي سوري ته به يي كينم، موژ افغانان دا ٤٠ كاله د شرق او غرب په تيره د اسلامي هيوادونو له بركته په اور كي سوزو چا زره هم ونسوزاوه او موژ بيا هم د مسلمان ورور خطاب ورته كوو لژ بايد په گريوان كي سر تيت كو، د اسلامي پلورنزايونو او پلورونكو موژ افغانان او افغانستان قهقرا ته وري يو الله ج د دوي تباه او نابود كي لكه نمرود او فرعون امين…
    راتلونكي دولت او حكومت ته ارينه ده چه ماشومان ته سمه پاليسي غوره كي له وركتون نه بيا تر ١٢ تولگي پوري تول په يو چوكات كي مكاتبو لار سي او په مكاتبو كي ورته اسلامي علوم زده سي هم به افغانستان په امان وي او هم جهان ،كه داسي و نسي نو د پشتونو زوانان به له د هم بدبخت وي او د پنجاپي او انگريز د سوي لرگي به يي او پشتون به د پولي په دوارو خواوو كي د پشتون په لاس حلاكوي او په كلونو به په بدبختي كي ژوند تيروي..
    تاسي ورونو لژ پشتني سيمي ته زير سي چه موژ سومره خوار زار او بدبخته يوو د افراطي افكارو له لاسه هغه كه په دين كي موژ كوو او كه په فرهنگ كي…. نو پكار ده چه بنستيز بدلون راولواو له خپلو كورنيو نه يي پيل كوو او د افراط په زاي منزلاريتوپ غوره كوو……
    په هيله د يووالي او سمسور افغانستان

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *