تاند- له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې پخوانی ريیس ډاکتر عزیز الله لودین د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن /یکشنبه/ د امریکا په متحدو ایالتونو کې ساه پرې کړه.
ډاکتر لودین د زړه د ناروغۍ د درملنې لپاره د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ امریکا ته تللی و. ټاکل شوې وه چې نن یې په یوه روغتون کې جراحي عملیات وشي خو اجل پرې وار مخکې کړ.
عزیزالله لودین، چې په پاک نفسۍ مشهور و، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رييس او د ولسي جرګې د منشي په توګه هم کار کړی دی.
نوموړی په ۲۰۱۱ میلادي کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ريیس وټاکل شو خو سره له دې چې د ځینو فاسدانو پر ضد یې اقدام وکړ خو په حکومت کې د فساد پر ضد د جدي ارادې د نشتوالي له کبله بریالی نه شو چې فاسد عناصر محاکمې ته ولېږي.
ښاغلي لودین د ۱۳۹۳ لمریز کال – حمل (۲۰۱۴ مې) د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځان د کاندیدولو لپاره له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې له ریاسته استعفا وکړه.
الله تعالی دې فردوس جنت ورته په برخه کړي.
الله پاک د خدای بښلی لودین ته ښایسته جنتونه ورپه نصیب کړی کورنۍ او نورو دوستانو ته یی د زړه صبر ورکړی.
زما په ګمان د کرزی په حکومت کی چی په فساد کی یی لاس نه لره همدغه خدای بښلی لودین صاحب وو.
هغه ده هر څه ترینه پاتی شول، یوه ټوټه کفن پرعاړه لاړ که خاین او رشوت خور وای موږ هم نوم اخیست د دوا پر ځاب به مو ښیری ورپسی کولی.
روح یی ښاد
May Allah rest his soulin peace.
دغه یو پاک انسان هم له مونږه خدای پاک واخیست ډېر ډېر پرې غمجن شوم
اللله پاک دجنتونه ورکړي
یو چا د خوشخبرۍ په توګه وویل چی عطاالله لودین مړ شویدی، خو بدبختانه چی هغه نه بلکه عزیزالله لودین سیب وفات شوی وو