نژدې دوه میاشتې مخکې، په کانټنینټل هوټل کې د افغانستان د ټولو والیانو ګډه غونډه وه او بحث پر دې و، چې والیانو ته دې دا واک ورکړل شي ، چې پرمختیايي پروژې د والیانو په سلامشوره او دخلکو دضرورتونو پربنسټ وټاکل شي.

غونډه تر ماسپښینه اوږده شوه. زما هدف پکې دا وه، چې دوه- درې والیان سره یوځای د راډیویي بحث لپاره کینوم. د بحث یو ګډونوال مې، د لوګر والي ارسلا جمال( چې اوس راسره نشته) شو او دویم میلمه مې د لوګر د یوه ګاونډي ولایت والي شو.

ښاغلي جمال، له مرکې وړاندې د لوګر لپاره د خپلو پروګرامونه په اړه ډیر څه راته وویل. بحث مو خلاصیدو ته ور نژدې شو، چې د ده ضروري کار پيدا شو، په اشاره یې ویل، چې باید لاړ شم. ما ورته ویل سمه ده. دی لاړ.

د مننې په ډول مې له مرکې وروسته ورته زنګ وواهه. ویل یې:

–  داسې سړي سره دې کینولی وم، چې بحث کول ورسره ګران دي.

ما ورته ویل ولې:

–  خو هره خبره یې د جنګ غوندې ده او زما ارام بحث خوښیږي.

دی رښتیا هم ډیر ارام او دروند شخصیت و.

خپله شخصي شمیره یې راکړه. ویل یې: که د لوګر په اړه هرډول پوښتنه وه، که شپه وه او که ورځ زنګ راوهه، مالومات یې درکوم.

د اختره په اوله ورځ، له قربانۍ وروسته مې هسې د عادت له مخې تلویزیون چالان کړ. اوس نو له خبرونو داسې معتاد شوې غوندې یوو، که اختر او رخصت هم وي، بیا مو زړه صبر نه کړی، چې خبرونه وانه ورو.

د تلویزیون په لاندې متن کې بیړنی خبر لیکل شوی وه.

–  خدای خیر کړې، د اختر اوله ورځ هم لکسې له بیړنیو خبرونو خلاص نه شولو.

پر پرده لیکل شوې وه : (( د اختر په لومړۍ ورځ، دلمانځه پرمهال د لوګر والي ارسلا جمال په جومات کې چاودنې وژلی او ۱۵ نور ټپیان دي.))

د هغې د مرکې ټولې خبرې مې سترګو ته نیغې ودریدې.

په تیلیفون کې مې کتل، شمیره او نوم یې راسره ول. خو دی نور له دې فانۍ نړۍ کوچیدلی وه. اوس یې په فیسبوک کې یواځې تصویرونه ګورم.

چې دی نه وي، شمیره به یې څه کړو، هغه به هم ډیلیټ کړم.

جنګه! بس دی نور، الله دې په سوله بدل کړ. د سر او کار سړي ټول وخوړل. ډیرې میندې دې بورې کړې، ډیر بچي دې بې پلار کړل. بې برخلیکه شول. سوالګر شول. ارمانونه یې خاورې شول.

نور بس دی

One thought on “له ارواښاد جمال سره د مرکې یوه خاطره/ حفیظ الله معروف”
  1. معروف صیب ستا ددی احساس نه مننه چه د محترم مرحوم والی صیب په باره کی دی هغه سه راسره شریک کړه چه د چا به باره کی لیکل زموږ د زړه لپاره یو سه تکل راکوی ، خدای دی وبخشی او روح دی شاد وی لیکن مونږ او تاسی ته پکار دی چه د خپلی ټولنی لپاره همداسی خدمت وکړو چه د خلکو په زړونو ،فکرونو او خاطرو کی د تل لپاره ژوندی پاتی شو

ځواب ورکول عبدالولی اصف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *