زلمی وم. کال دوه مې کېده، پېښور ته مهاجر شوی وم. کله کله به مې خيبر بازار کې يونيورسټي بک ايجنسي ته سر ورښکاره کاوه. له ورځو نه يوه ورځ مې په کې د کتابونو ټول کې “د وطن وير” باندې سترګې ولګېدې. خوا کې يې “لېونی باد” ايښی وو. دواړه مې را ونيول. د وطن وير د ښاغلي “م. پاسني” د غزل نما نظمونو، قطعو، څلوريزو او ټپو ټولګه وه او لېونی باد يې د ادبي او هنري نثرونو. د دواړو محتوا سياسي او ټولنيزه وه او د شورويانو خلاف د جهاد او مقاومت کلکه ننګه په کې شوې وه. د وطن وير د سريزې آخر کې دا بيت راغلی وو:

لوړ تخيل يې د شاعر مه ګڼه،

د زړه د وينو فواره ده آشنا.

د وطن وير مې چې هغه وخت ډېر لوستی، ځينې فردونه يا نظمونه يې را ته اوس هم ياد دي؛ مثلا:

ژر به مو استاده کوم پردي دفتر ته کښېنوې،

درسته فلسفه که دې د ژوند داسې برهمه وي.

سرې بلا نه خلاص شې خو په توره ګوره وا نه وړې،

ای غازي افغانه بايد تېغ دې تل دو دمه وي.

يا:

د لکونو انسانانو پاکو وينو،

ايله څو د امارت ازغي راشنه کړو.

روس مو جرړې د ژوندو باسي، خو زموږ بيا،

دا جهاد دی چې مړه شوي بېرته مړه کړو.

يعنې کله احمدشاه غازي غندلی،

کله کرکه د امان له نامه وکړو.

کوم احمق به د خپل فخر څلی وران کړي،

بس يو موږ يو چې هر څه کړو، وايو ښه کړو.

يا:

که دا د زيد او، د عمرو جنګ وای،

د ملا حق وو چې مو سرهنګ وای.

په ګردانونو د صرف مير کې،

کاشکې د توپ نوم، يا د تفنګ وای.

دې ټولګه کې د استاد ليکلي لنډۍ هم راغلې دي؛ مثلا:

که د آمو وېش دې خوښ نه ش،

د وينو سېل مو سره ښه جلا کوينه.

د لېوني باد محتوا هم وګڼئ چې د وطن وير وو. د هېواد سياسي او ټولنيزې ستو نزې او مسألې يې په کې تحليل کړې وې. د ليکنې طرز يې دا وو چې هر مضمون يې پر يوه نکل يا روايت اډانه کړی وو.

نه پوهېدم چې دغه “م. پاسنی” څوک دی. له ورځو نه يوه ورځ يو نری نروچکی، لوړ دنګ سړی چې زما په منګ دوه زلمي هم ورسره وو، د افغان ملت ګوند د ثقافت او تبليغاتو څانګې ته راغلل. تر ډېره يې د څانګې له مشر مرحوم استاد عبدالجليل وجدي سره د هېواد د حالاتو باره کې خبرې وکړې. وجدي صاحب به پسرلی صاحب باله. د بېرته تګ په وخت کې يې وجدي صاحب ته له کڅوړې دوه کتابونه راوکښل او وريې کړل. دا هماغه کتابونه وو چې ما له بازاره رانيولي وو. وجدي صاحب چې ورته د کتابونو د چاپ له کبله مبارکي وويله نو راته معلومه شوه چې هغه “م. پاسنی” دغه ښاغلی دی. دوی چې ولاړل نو له وجدي صاحب نه مې د دوی د نامه پوښتنه وکړه. ويې ويل چې محمد صديق نومېږي او ورسره دواړه زلمي يې زامن دي- امان الله او اسد الله.

تر هغه وروسته نو استاد پسرلی که هره ورځ نه وو، يوه يا دوې ورځې پس خو خامخا د افغان ملت فرهنګي ادارې ته راته. دې شپو ورځو کې هلته د مهاجرت په عالم کې ښاغليو زمرک عابد او شيخ غلام الله رحمتي په نومونو چا د “المسلمون” په نامه يوه جريده خپره کړه چې ټارګېټ يې زياتره افغان ملت ګوند او نشنليزم وو. استاد پسرلي د افغان ملت په دفاع کې رساله وليکله. نوم يې وو، “د المسلمون سوغات.” رساله باندې د ليکوال نوم “مجاهد” ليکل شوی. د دې رسالې تر خپرېدا وروسته المسلمون خپل نوم بدل کړ. مطلب دا چې “المسلمون” ناپديد شو. “شعار مبارز” يې تأسيس کړ او له “افغان ملت” يې څه نا څه مخ واړاوه. د دې رسالې د ليکلو طرز هم د “لېوني باد” په شان وو. د رسالې په آخر کې يو غزلنما نظم هم راغلی وو چې ځينې بيتونه دا دي:

چې روسانو يې جرأت د خپرولو،

هېڅ ونه لېد د ماسکو په کروفر کې.

آفرين يې د غلام په شخو سترګو،

چې ښکاره يې خپروي په پېښور کې.

کله ځان په نشنليزم پورې مښي،

کله ګډ وي د کوربه په خير و شر کې.

غواړي جوړه دلته بله هنګامه شي،

چې روسان بېغمه څملي په خيبر کې.

مجاهدو وروټو وغړوئ سترګې،

چې د روس بړېڅی کوم دی په لښکر دی.

يو اخبار د يوه تنظيم په وس کې نه وي،

چې ښکاره يې داسې ووېشي معبر کې.

مصارف يې که د روس له جېبه نه وي،

جمع و خرڅ دې چا ته وښيي دفتر کې.

استاد پسرلی او زامن يې مرحوم امان الله ساهو او اسد الله غضنفر به معمولا د افغان ملت دفتر ته راتلل. له بده شامته، دغه وخت کې د افغان ملت د ګوند جريدې (استقلال) کې د ملي شخصيت او ديني عالم عبدالوکيل صداقت خلاف اعلاميه خپره شوه. د اعلاميې متن او خط دواړه د افغان ملت د مرحوم مشر شمس الهدی شمس دي. اعلاميه کې هغوی باندې تور پورې شوی وو چې له کوم عرب شيخ نه يې د مهاجرو افغان ملتيانو په نامه پيسې اخيستې او دوی ته يې نه دي ورکړي. اعلاميه کې راغلي وو چې ښاغلی صداقت د دوی غړی نه دی. ښه مې ياد شي، استاد پسرلی چې پر دغه ورځ د افغان ملت دفتر ته راغی او استقلال جريده کې يې دغه مطلب ولوست، زښت زيات خفه شو. جريده يې له مځکې وويشته او له مرحوم وجدي سره خدای پامانۍ کې يې له افغان ملت نه سخته بېزاري وښوده. وجدي صاحب که ورته هر څومره عذر وکړ، ګټه يې ونه کړه. تر هغه وروسته بيا استاد فقط يو ځل د افغان ملت محضر ته راغی چې هغه هم د پاپا غلام محمد فرهاد د فاتحې په مناسبت برابر شوی وو. استاد د پاپا مرثيه هم ليکلې وه. يو بيت يې راته يادېږي:

فدای همت فرهاد کوهکن گردم،

که هر چه ساخت درين کوهسار شيرين ساخت.

تر دې وروسته، استاد د “مشعل” په نامه جريده تأسيس او خپره کړه. د وطن اصلي او اساسي مسألې يې په کې طرحه کړې. پخواني پاچا محمد ظاهر شاه باندې يې، چې روم کې جلاوطن وو، غږ وکړ چې دغه د وطن او ولس تر ټولو لوی سپين ږيری دې د وطن په نجات کې خپل نقش ولوبوي. دغه جريده د ډېرو کمو ګڼو تر خپرېدا وروسته د کوربه هېواد د مقاماتو له لوري توقيف کړی شوه. ځکه چې دغه وخت کې پخواني پاچا باندې د استاد غږ د ملت غږ وو او د ملت غږ چا نه اورېده.

له جهادي تنظيمونو او ګوندونو څخه د نارضايتۍ له کبله لا هماغه وخت د سمت، سيمې او قوم په کچه هلې ځلې پيل شوې. د شمال، جنوب او څه او څه په نومونو تحرکات شروع شول. د مهاجرو له پاره د خراسان په نامه يو کيمپ جوړ شو. مرحوم استاد خليل الله خليلي د “عيار خراسان” او پوهندوی سيد مخدوم رهين د “اشک خراسان” په نومونو کتابونه وليکل او خپاره شول. دې سلسله کې د “مشرقي اتحاد” په نامه يوه ټولنه جوړه شوه چې په همدغه نامه يې جريده هم خپره کړه. استاد پسرلي ورسره همکاري شروع کړه. دوی هڅه کوله چې د قومي شوراګانو او ټولنو له پياوړتيا سره د وطن په کچه واقعي وحدت او اتحاد ته لار برابره شي. مګر د افغانستان قضيه کې دخيلو کورنيو او بهرنيو قدرتونو دغه وړ تحرکات ودې ته ځکه نه پرېښودل چې د خپلو سټراټيجيو په ګټه يې نه ګڼل. البته، استاد خوا د “مشرقي اتحاد” له ملګريو هم ډېره ژر خوابدی شو. د دوی د خوابدۍ وجه دلته هم هماغه اعلاميه وه چې د مرحوم صداقت خلاف استقلال کې خپره شوې وه او په مشرقي اتحاد کې د افغان ملت ګوند د نفوذ له کبله دغه اعلاميه هلته هم کټ مټ خپره شوه. جګړن صاحب نورالله خان، مرحوم مدير عبدالغفار کوټوال او ښاغلی قاضي ذرشاه د دغه ګوند غړي وو او دوی له مشرقي اتحاد سره کار کاوه.

همدغه وخت کې عزيزالرحمان الفت ترور کړی شو. د هغه له ترور سره روڼاندي سخت ووېرېدل. د الفت په وير کې ليکلي مطالب هغه وخت زياتره په مستعارو نومونو خپاره شوي دي. تر شهيد الفت وړاندې د پښتني تجارتي بانک پخوانی رئيس جنت ګل غروال اسلام آباد کې ترور کړی شوی وو. مګر د عزيز الفت له ترور سره د مهاجرت محيط کې يو ډول بد سکوت حاکم شو. استاد پسرلی هم نېغه په نېغه له سياسي هلو ځلو ډډې ته شو؛ د دوی باور دا شو چې:

نه زوړ منطق چلېږي دلته، نه زاړه فکرونه،

ځيرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي.

استاد هم سنګر بدل کړ. “سپېدې” ادبي مجله يې شروع کړه. مياشت په مياشت به خپرېده. تقريبا دوه کاله وچلېده. استاد خليل الله خليلي، ډاکټر عبدالحکيم طبيبي، عبدالوکيل صداقت، حبيب الله رفيع، محمود فاراني، عبدالرزاق پالوال، شهرت ننګيال، عصمت قانع، محم آصف صميم، محمد عارف غروال، عبدالمتين تسکين، فضل ولي ناګار، محمد زبير شفيقي، شاه محمود پتنګ امان الله نصرت، امان الله ساهو ، اسد الله غضنفراو ګڼو نورو شاعرانو او ليکوالو به ورسره همکاري کوله. دې مجلې کې معمولا لنډې کيسې، خاطرې، ادبي ټوټې، شعرونه او داسې نور مطالب خپرېدل. د سپېدې د هرې ګڼې په سر کې به د قرآن شريف د څه برخې تفسير وو چې د استاد مشر زوی قاضي فيض الله مخلص به ورته ليکه. دغه راز، د سپېدې ادبي مجلې د نشر و اشاعت تر څنګ، استاد پسرلي “د افغانستان د مهاجرو او مجاهدو ليکوالو او شاعرانو جرګه” جوړه کړه. نور ليکوال او شاعران هم ورسره ملګري شول. د پېښور په اردو ساينس بورډ کې به کله کله سره غونډېده او فقط مشاعره به يې کوله. د جهادي تنظيمونو اړوند ليکوال او شاعران به ورته له ډېرې خوارۍ او مهارت سره راوستی کېدل. خو له دې امله چې افغانانانو کې د بدۍ او نفاق زړي کرل شوي وو؛ د افراطي او تفريطي سياستونو او متخاصمو مفکورو په لومو کې د کېوتي ولس روڼانديو هم خپلو کې سره مورچې نيولې وې. د دوی سره يوځای کول ګران کار وو. ځکه خو د افغانستان د مهاجرو او مجاهدو شاعرانو او ليکوالو هغه جرګه هم لږه موده کې په نه خبره تس نس شوه. مګر استاد پسرلي چې کوم ګران کار ته اوږه ورکړې وه، هغه يې جاري وساته.

بر مو د مهاجرو او مجاهدو ليکوالو او شاعرانو د جرګې د تس نس کېدا خبره وکړه. کيسه داسې وه چې له ورځو نه يوه ورځ د هېواد سياسي او اجتماعي شخصيت، شاعر او ليکوال مرحوم محمد هاشم زماني له استاد رفيع سره جرګې ته راغی. خپلې شعري ټولګې، قطبي خرس او مېږی د پيل په … کې، يې هم ورسره راوړې. د هغه باره کې مشهوره وه چې د مترقي ډيموکراټ ګوند، شعلۀ جاويد، غړی دی. د هغه له راتلو سره لکه انفجار چې وشي، د دغې ورځې غونډه د جرګې آخرۍ غونډه شوه. زموږ روڼانديو چې هغه وخت په خپل ټول کې د مرحوم زماني غوندې د يوه درانه مشر د زغم ظرفيت نه درلود، نو د پيرانو، حضراتو، ملايانو او اخوانيانو به لا خدای زده چې څه حال وو!

د مهاجرو او مجاهدو ليکوالو او شاعرانو د جرګې له درېدا سره سپېدې مجله هم چې تر دې وخته غالبا ۲۱ ګڼې خپره شوې وه، پر ټپه ودرېده. د استاد پسرلي ځينې ملګري لکه استاد رفيع، صميم، ننګيال، غروال او توريالی ځاځی د افغانستان د اسلامي ملي محاذ له مرستيال ډاکټر فاروق اعظم سره ملګري شول. د هغه په مالي مرسته يې د افغانستان د جهادي څېړنو مرکز جوړ کړ. قلم مجله يې خپره کړه. د شهيدانو يوه لنډۍ بوچۍ تذکره يې چاپ کړه. نوم يې وو “مړه يې مه بولئ، ژوندي دي”. مګر استاد فقط خپله شاعري کوله؛ کيسې او خاطرې يې ليکلې؛ د وطن پر آواره شاعرانو او ليکوالو سربېره يې د کوزې پښتونخوا له شاعرانو او ليکوالو سره اړيکي پالل او د هغوی غونډو او محفلونو کې به يې برخه اخيسته.

د اردو ساينس بورډ تالار کې د هغه ځای ادبي ټولنو، مثلا: سرحد ادبي جرګې، ننګيال ادبي جرګې، رحمان ادبي جرګې، ساهو ليکونکيو مرکې او نورو هم غونډې کولې چې استاد به له خپلو ملګريو او شاګردانو سره په کې برخه اخيسته. دلته نو له الحاج سلطان محمد دردمند، پروفيسر محمد الله خليل، محمد اسلم رهبر، مولانا شيرشاه ترخوي، قمر زمان قمر طايزي، ډاکټر شيرزمان غمژن ثم طايزي، قمر زمان قمر (چې استاد به قمر طايزي ته په کتو دی تور قمر باله) غازی سيال، آيت الله خټک، اسير منګل، سعيد رهبر، حيران خټک، زبير حسرت، خان بهادر حسرت، فريد صحرايي، مشتاق مجروح، نيمروز قيس، نوشيروان عادل، ګوهر رحمان راز، شمس الرحمان شمسي….سره پېژندګلوي وشوه او په دې توګه د کوزې پښتونخوا له ګڼو ادبي محافلو سره اړيکي جوړ شول او دغه اړيکي استاد پسرلي او ملګريو يې تر آخره ښه په کلکه وپالل. استاد به د کوزې پښتونخوا تر لرې لرې کليو او بانډو پورې د هغوی ادبي محافلو ته بلل کېده او ورته به.

رښتيا، دغو کلونو کې د استاد پسرلي او پوهاند قلندر مومند مرحوم ډېر نژدې اړيکي جوړ شول. او د دغو اړيکيو په ټينګولو کې د نوميالي ژورنالسټ سلطان محمد صابر لوی لاس وو. صابر صاحب د کوټې وو او په ۱۹۸۰يمو کلونو کې يې پر کوټې سربېره پېښور کې هم د “هېواد” په نامه اونيزه چلوله. د هېواد دفتر پېښور صدر بازار کې د پوليسو تاڼې ته مخامخ دوهم پوړ کې وو. د هېواد دفتر د مهاجرو او مقامي ليکوالو لوی دمه ځای وو. په تېره بيا د هرې جمعې پر ورځ به پسرلی صاحب او قلندر صاحب هلته ورتلل. ښاغلی امان الله ساهو، عصمت قانع، اسد الله غضنفر، محمد آصف صميم، پروېش شاهين، زکريا ملاتړ، غلام فاروق چشتي، … به د هېواد دفتر ته د سلطان صابر، استاد پسرلي او پوهاند قلندر مومند لېدو ته راتلل. عصمت الله څاروان، سيد محی الدين هاشمي، شمس الحبيب مجتهد او نثار احمد اکسير دوی به تيار د هېواد ادراه کې کار کاوه. څاروان خبرونه او مطالب تصحيح کول او د دې نورو درې سرو کار د مطالبو خطاطي وه. هغه وخت لا کمپيوټر سيمې ته نه وو راغلی يا دا چې استفاده ځنې نه وه عامه شوې. بس ښه تود بانډار به جوړ وو. د ادب او سياست بېلابېلو اړخونو باندې به کرۍ ورځ بحثونه او کله کله جنجالونه کېدل. جنجالونه به زياتره د افغانستان پر مسأله او يا هم “پټه خزانه” باندې د قلندر صاحب د تيسس باره کې وو. استاد پسرلي او پوهاند قلندر مومند وويل چې دغه خواره واره بحثونه بايد سره منظم شي. هماغه وو چې هېواد ادبي جرګه جوړه شوه او تر دې وروسته نو د هرې جمعې د ورځې شاوخوا دوه ساعته د هېواد ادبي جرګې غونډې ته ځانګړي شول. د غونډې ګزارش به اسد الله غضنفر ليکه چې ځينې يې غالبا هېواد اونيزه کې خپاره شوي هم دي. له دې سره جوخت، به استاد پسرلی او ملګري يې د ساهو ليکونکيو مرکې ته، چې قلندر صاحب يې مشر وو، هم ورتلل. مرکې به اونۍ کې يو ځل د “انقلاب” ورځپانې دفتر کې غونډه کوله. دغه دفتر د پېښور ښار فردوس سيمه کې وو. له قلندر صاحب سره د پسرلي صاحب د خبرو اترو او بحثونو موضوعات به پر ادبي هغو سربېره سياسي او اجتماعي هم وو. دوی به د خدايي خدمتګار تحريک، نيشنل پارټۍ او پښتانه ليډرشيپ پر مسأله هم غږېدل. دواړو به ځينې ځای د نظر اختلاف درلود. هېره مې دې نه شي چې انقلاب ورځپاڼې د “انقلاب” په نامه يوه مجله هم خپروله. دغه وخت يې د يوې ګڼې مطالب ما خطاطي کړل. په هغو د استاد پسرلي يوه مقاله هم وه چې د مرحوم سيد رسول رسا پر “باغ و راغ” شعري ټولګه يې ليکلې وه. مګر هغه مجله ګومان کوم تر ننه هم بيا چاپ نه شوه.

استاد په ۱۹۹۰ کې د ايشيا فاونډيشن، په مالي مرسته “د افغانستان کلتوري ټولنه” جوړه کړه؛ بېرته يې سپېدې خپرې کړې. وايي چې د دغې کلتوري ټولنې د جوړېدا او د سپېدې مجلې د بېرته احيا له پاره د مالي امکان برابرولو کې مرحوم پروفيسر رسول امين ډېر نقش درلود. د سپېدې پر چاپ سربېره، کلتوري ټولنې د افغانستان د معاصرو ادبياتو سيمينار جوړ کړ چې د مقالو ټولګه يې ورته هم خپره کړه. مشاعرې، مناثرې او د کره کتنې غونډې يې جوړې کړې. تر کال دوه فعاليت وروسته دا پړاو هم پای ته ورسېد. خو د خوشالۍ خبره دا وه چې د کوزې پښتونخوا له ادبي جرګو او مرکو سره اړيکي د پخوا په څېر ښه تاوده او مزبوت وو. او ځوانان مو پيرمحمد کاروان، مصطفی سالک، سيد شاه سعود، حنيف خليل، بازمحمد عابد او ګڼ نور د دې جوګه شوي وو چې يو ادبي غورځنګ دې وچلوي. د ۱۹۹۴ په سپټمبر کې يې د استاد په مشرۍ افغان ادبي بهير جوړ کړ. پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار، استاد حبيب الله رفيع، محمد آصف صميم،… به هم غونډو ته منظم راتلل. دغه راز، استاد سعدالدين شپون، پروفيسر ډاکټر محمد رحيم الهام، سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار، مرحوم نصرالله حافظ، مرحوم محمد دين ژواک او نور به هم چې کله پېښور کې وو، د بهير غونډو ته راتلل. پر دوی سربېره، د بهير غونډو ته به د کوزې پښتونخوا له ګوټ ګوټ څخه شاعران او ليکوال راتلل. دلته به علمي او ادبي مباحثې کېدې. پروېش شاهين، سيال کاکړ، دروېش درانی، اباسين يسفزی، محمود اياز، بارکوال مياخېل، اقبال فنا، سعيد رهبر، زبير حسرت، همايون همدرد او نور به ورته راتلل. عاصي هشنغري مرحوم خو به دغه غونډې قطعا نه قضاء کولې. اوس نو ځوان ليکوال، شاعران او روڼاندي د استاد د هلو ځلو له برکته پاخه شوي وو. د دوی په زحمت او د استاد په رشادت افغان ادبي بهير د هېواد دننه او دباندې هره خوا جرړې وکړې او وغوړېد چې دا دی اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ښه شور او ځوږ سره روان دی.

قصه خوانۍ کې مې له تاج کتبخانې سره کار کاوه. ښاغلی فضل ولي ناګار او محمد آصف صميم دوی راغلل. د حزب اسلامي له لوري جوړې مشاعرې کې د ګډون بلنه يې راکړه. هم مې زړه کېده، هم مې ساړه. له حزب اسلامي او جمعيت اسلامي نه داسې وېرېدم لکه هندو له کلمې. خو د استاد پسرلي په ډاډ ورغلم. هر څوک چې به يې د شعر اورولو يا وينا له پاره ورباله نو د غازي، مجاهد، اسلام جار او په اسلام قربان لقبونه به يې ورته تر نومونو مخکې يادول. هېڅ مې ورته له زړه نه وځي چې له استاد پسرلي او ما سره يې له اپارټايد نه کار واخيست. فقط په لغړو نومونو يې شعر اورولو ته وروبللو. چې بېرته ځنې راتلو نو له استاده مې لار کې له موږ سره د شوي تبعيض باره کې پوښتنه وکړه. استاد وخندل، راته يې کړه چې نثاره معلومات يې زموږ باره کې کره وو. رښتيا، کله چې د مازيګر جمع تياره شوه، نو استاد هم ورسره جماعت کې شريک نه شو. استاد ووې که هغوی يې پېژني، دوی ته يې هم نبيره معلومه ده.

سهار وو، له بي بي سي مې واورېدل چې ترهګرو تېره شپه د افغانستان لوی مفکر او فلاسفر پوهاند ډاکټر سيدبهاؤالدين مجروح ترور کړی. ورغلم استاد پسرلي ته. که کاته مې ډېر زيات خفه وو. جنازې ته يې ورغلو. پلار يې استاد شمس الدين مجروح لکه غر ولاړ وو درناوي کې. استاد برهان الدين رباني هم راغی. د خلکو د غونډې له ځايه به دوه دوه نيم سوه مټره لا لرې وو، چې د عصت قانع سترګې ورباندې ولګېدې، نو د خلکو په ټول کې بيا تر هغه نېغ لاس پر نامه ولاړ وو چې څو يې رهبر راغی او کېنساست. استاد پسرلي به ويل چې پوهاند مجروح د علمي جهاد يو مزبوت سنګر وو او غليمانو د افغانانو د مبارزې او جهاد دغسې يو سنګر نړولی دی. د هغې د هغې قصيدې هغه يو بيت مې اوس هم په ياد دی چې د پوهاند مجروح په وير کې يې ليکلې ده:

په سيد پسې دوهم فخر افغان وو،

چې شو وړاندې د علمي جهاد سنګر ته.

استاد دغه وخت له پاچاخان مرحوم نه د افغانستان د جهاد باره کې د دوی د دريځ له کبله سخت خفه وو. فکر کوم چې د خپل خفګان ټس يې ځنې برني بيت کې ايستی دی.

د استاد برهان الدين رباني فقيد د واک پر مهال استاد سخت حساس شو. د هغه په وړاندې يې بيا د ښاغلي حکمتيار ننګه د وخت اهمه اړتيا وګڼله. او کله چې طالبانو د استاد رباني د واکمنۍ کمپله ورټوله کړه، لږه موده وروسته د استاد پسرلي زوی امان الله ساهو ناڅاپه وفات شو. د مرحوم ساهو غم استاد ډېر زهير کړ. پېښور ورته اور شو. مهاجرت يې ختم کړ. بېرته وطن ته راغی او کابل کې مېشت شو. دلته نو بيا پر کاله ناست وو. ډېر کم به محافلو ته ته. زياتره به له خپلو لمسيانو، هيلې او ورينې سره مسخول وو. البته، دوستان او شاګردان يې چې زيارت ته ورتلل نو د پخوا په څېر به يې پر ادبي پرمختياوو سربېره، د وطن د حال احوال باره کې ځنې پوښتنې کولې. وروستيو لسو دولسو کلونو کې يې د خپلو دولس نيم سوو غزلو ټولګه (غزلبڼ)، د نظمونو ټولګه (د لمر کجاوه)، ناولونه (کوچی ملا، بخملي صحرا، … چاپ کړل.

پروسږ کال ښاغلي حليم فدايي د استاد پسرلي د غزلبڼ د مخکتنې په نامه د کابل سټار هوټل يوه تالار کې د خپلو فرهنګي فعاليتونو نندارتون جوړ کړی وو. ما ته په کې هم د مقالې اورولو وينا شوې وه. مګر چې څوک به هم د خبرو له پاره سټيج ته ورغی نو د غزلبڼ پر ځای به يې د ښاغلي فدايي حسنات بيان کړل. د چای له پاره د وقفې پر مهال مې وغوښتل پسرلی صاحب وګورم. خو چې سترګې مې پسې يوه خوا بله خوا واړولې، په نظر نه راغی. ښاغلي نصرت الهام راته کړه چې د خپل غزلبڼ يوه نسخه يې ترخ کې ورسره واخيسته او غلی ووت. د الهام سترګو کې زموږ د قدردانۍ دغه انداز ځلېده. مګر پخپله د استاد له خولې مې دې باره کې کله څه وانه ورېدل.

زه به زياتره د استاد زيارت ته ورتلم. خو تېر يوه کال کې مې، يوه ټرافيکي پېښه کې، د لاس د ماتيدا له کبله کم ورغلم. تر وفات يې مياشت نيمه مخکې مې ولېد. څېره کې يې د اضطراب نخښې نښانې جوتې وې. زهير شوی وو. که څه هم چې دوی د پخوا په شان له پوره تمکين سره مجلس کاوه؛ مګر ځواني او شباب خو نو مدام نه وي؛ بنيادم آخر پرېوځي. ډاکټر منقاد الرحمان رودوال راته ټيليفون وکړ، ويې ويل چې د استاد لېدو ته به ورځو. مګر افسوس چې تر څو ورتلو، هغوی څلور سوه بستريز روغتون کې داخل شوي وو. له اسد الله غضنفر نه مې د استاد حال احوال واخيست او ورته مې وويل چې د بلاک، خونې او بستر شمېره يې راکړي. راته يې وويل چې ان شاء الله ښه دی. ورتګ ته مې يې حاجت نشته؛ څوک نه ورپرېږدي. ګومان کوم چې غضنفر صاحب زما له پاره ورته د چا د نه ورپرېښودا خبره وکړه. ځکه چې سخته واوره اورېدلې وه، هسې نه چېرته وښويېږم. ده لا د ژمي سر کې راته ويلي وو چې ګرځېدا راګرځېدا کې بايد ډېر احتياط وکړم چې چېرته ونه لوېږم او لاس باندې مې د طبيب کړې خواري ابته نه شي. ما سره هم له دې بابته پوره وېره وه. بس په ټيليفون به مې د استاد حال احوال اخيست. آخر يې د علاج له پاره هند ته يووړ. وايي چې د ګور شپه نه په کور کېږي. هلته يې روغتون کې پور پرې کړ. انا لله و انا اليه راجعون.

پور

بېګا يې له هسکه پرتم پرېوتی وو،

بېګا يې په ستوريو کې هم يو کم وو،

بېګا يې سپوږمۍ هم بيا تندر نيولې وه،

بېګا يې رانه بيا خوب ايسار کړی وو،

بېګنۍ شپه هم ډېره درنه وه،

او ډېره اوږده تېره شوه.

سهار مې بيا د بېګنۍ شپې انځور سترګو سترګو ته کېده،

لا مې سم سهي کړی نه وو چې،

چې کاغې مې د کاله پر بام غاړه تازه کړه،

زړه ته مې بدري ودرېده،

خدايه خير مې ووې،

او له دې سره جوخت مې ټيليفون وکړنګېده:

– بلې!

– پلاره، خبرونه دې واورېدل؟

– نه. څه خاص خبره وه ويسه؟

– بس د خدای امر دی، استاد دې بېګا په روغتون کې پور پرې کړی؛ پسرلی بابا درته يادوم.

حواس مې شل په شله شول،

فقط همدومره وپوهېدم چې له پښو مې مځکه تښتېدلې ده!

ښاغلي غضنفر ته مې ټيلفون وکړ. خبرې راته ورسره ګرانې وې. مګر د هغه په غږ کې د پخوا په شان متانت او اطمينان وو. وطن ته د راتګ او دلته د استاد د جنازې د مراسمو باره کې معلومات يې راته ډېر عادي راکړل. الله تعالی دې پر استاد ورحمېږي.

د روان کال د حوت پر ۱۵مه نېټه د استاد د جنازې مخې ته خواجه رواش هوايي ډګر ته ورغلم. ګڼ کسان راغلي وو او د استاد د جنازې د حاملې الوتکې د کوزېدا په انتظار ويرجن ولاړ وو. مازيګر شاوخوا څلور بجې د استاد جنازه په هوايي ‌ډګر راکوزه کړی شوه. چې بختور وو، د استاد د جنازې بازوګانو ته يې اوږې ورکړې. مګر زه د دې کار جوګه نه وم. په سبا مو د کابل عيدګاه کې د استاد د جنازې لموڼځ وکړ. د استاد جسد له هغه ځايه شهدای صالحين ته انتقال او هلته خاورو ته وسپارل شو. پر څلي يې پر ملاصاحبانو سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال نبي فراهي، شاعر او ليکوال محمد حسن حسام، د پوهنې وزارت استازي کبير حقمل او استاد حبيب الله رفيع خبرې وکړې او ټولنه کې يې د استاد پر نقش او نفوذ رڼا واچوله. ښاغلي فراهي وويل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پتېيلې وه چې استاد ته به د دوی د خدمتونو د درناوي له پاره مډال ورکوي خو مرګي بيړه وکړه. فراهي د استاد د آثارو د چاپ ژمنه هم وکړه. دغه راز، ښاغلي حقمل وويل چې د پوهنې وزارت به د استاد د يوه اثر پر چاپ سربېره کابل کې يوه لېسه هم د هغوی په نامه يادوي. په آخره کې ښاغلي غضنفر د ټولو مننه وکړه او په سبا يې د کابل عيدګاه کې د فاتحې اعلان وکړ.

د استاد پسرلي د جنازې او فاتحې مراسمو ته د هېواد له ګوټ ګوټ نه د دوی دوستان، مينه وال او شاګردان راغلل. د يادونې وړ ده چې ښاغلي حسام په هند کې هم د استاد پوره پوره خدمت وکولی شو.

په آخره کې د خپلو دې خورو ورو يادښتونو لمن د استاد له دا لاندې بيتونو سره راټولوم:

نه به پسرلی وي، نه يې غم، د پسرلي شعره،

خدای زده چې د چا د زړه له پاره ته به پاتې يې.

خپل فکر و خصلت يم په ژوندوني په دار کړی زه،

پورته بې تنابه لکه ستوری ځړېدلی يم.

راغلم جهان ځای د اوسېدو نه وو،

کډه په ژېړي مازيګر بېرته وړم.

One thought on “له استاد پسرلي سره د وطن وير آشنا کړم/ نور الحبیب نثار”
  1. استاد نور الحبیب نثار ډیره ښایسته مقاله لیکلې ده. د نومیالي استاد پسرلی له ژوند او هڅو سره یې مونږ ښه آشنا کړي یوو. او کوم شعرونه چې په دې مقاله کې ځای شوي دي ډیر هنري دي. د مقالې نثر هم ډیر روان دی. زموږ خلک داسې مقالو ته ضرورت لري

ځواب ورکول khoshal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *