تاند – له اسراییلو سره د پاکستان پټې پوځي همکارۍ د عربي نړۍ په وړاندې د دغه هېواد په پالیسۍ کې جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

د ټایمز اف اسرییل ورځپاڼې د راپور له مخې، د تېرو درې لسیزو په بهیر کې، اسراییل او پاکستان د افغانستان د مسئلې په هکله د موقف د همغږۍ او د نظامي معلوماتو د تبادلې له پاره یو له بل سره دوستانه اړیکې لرلې. د دغه هېواد په بهرنۍ پالیسۍ کې هغه وخت تغیر راغی چې پاکستان په ۱۹۸۰مو کلونو کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د مداخلې پر وخت له اسراییلو سره له نژدې څخه کار وکړ. په ۱۹۷۰ کې د فلسطینیانو پر ضد له بریالیو عملیاتو څخه وروسته پاکستاني جنرال ضیاءالحق ته د هغه د ترسره کړیو خدمتونو په ویاړ د اردن ترټولو لوړ مډال ورکول شو.

جنرال ضیاءالحق هغه څوک وو چې هغه عملیات یې په هغه وخت کې په اردن کې رهبري کړي ول. ویل کېدل چې په هغه جنګ کې له ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پورې فلسطینیان وژل شوي ول،‌ په داسې حال کې چې یاسرعرفات ادعا وکړه چې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۵۰۰۰ کسانو پورې رسېدلی وو. هغه عملیات د اردن د پاچا حسین په مستقیم امر ترسره شوي ول. اسراییلي جنرال موشي دایان د پاچا حسین په هکله وویل، «حسین په یوولسو ورځو کې هومره فلسطینیان ووژل چې اسراییلو به په شلو کالونو کې وژلي وای.»

د تور سپتمبر له عملیاتو څخه وروسته،‌ جنرال ضیاء د اسراییلو دولت ته ډېر په زړه پورې شخص وګرځېد. په هغه وخت کې، ضیاء د پاکستان په اردو کې یوازنی کس وو چې اسراییلو پرې باور کاوه او کولی یې شوای چې د هغه له هېواد سره ښې سیاسي او نظامي اړیکې جوړې کړي.‌ د افغانستان په جنګ کې،‌ اسراییل یو له هغو ډېرو مهمو هېوادونو څخه وو چې له پاکستان سره یې د وسلو او افغان مجاهدینو ته د روزنې د ورکولو مرسته وکړه. د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) له پاکستان سره مرسته وکړه چې د افغانستان له سرحد سره نژدې افغانان وروزي.

هغه روسۍ وسلې چې د فلسطین د ازادۍ سازمان (پي اېل او) څخه په لبنان کې د اسراییلو د نظامي ځواک له خوا نیول شوې وې هغه پاکستان او آی اېس آی ته ورکول شوې چې مجاهدینو ته یې ورکړي چې د شوروي اتحاد په وړاندې یې وکاروي.‌ اسراییلو له پاکستان سره په ګډه ډېر ماموریتونه ترسره کړل ځکه چې پاکستان او اسراییل دواړه د متحده ایالاتو ښه ملګري دي.‌ همدارنګه جنرال ضیاء هغه وخت ډېر کتونکي حیران کړل چې د ۱۹۸۶ کال په مارچ کې هغه د فلسطین د ازادۍ سازمان (پي اېل او) څخه غوښتنه وکړه چې د یهودو دولت دې په رسمیت وپېژني.‌

اپیریشن سایکلون د امریکایي استخباراتي ادارې سي آی ای هغه نوم کوډ وو چې د هغه په اساس یې افغان مجاهدین د افغان/شوروي له جګړې څخه مخکې او د جګړې په بهیر کې تمویلول.‌ امریکایي استخباراتي ادارې سي آی ای او پاکستاني استخباراتي ادارې آی اېس آی اوږه په اوږه د شوروي رژیم پر ضد کار وکړ.‌ شوروي اتحاد د فلسطین د ترهګرو سازمانونو لکه د فلسطین د ازادۍ سازمان (پي اېل او) لومړی نمبر تمویلوونکی وو.‌ د پاکستان استخباراتی ادارې (آی اېس آی) د اسراییلو له استخباراتي ادارې (موساد) سره مسلکي اړیکې جوړې کړې وې او استخباراتي معلومات یې په پټه موساد ته ور انتقالول.‌ د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر او نومبر په میاشتو کې آی اېس آی اسراییلو ته داسې معلومات ورکړل چې ښایي چې په هند کې په اسراییلي ملکیانو باندې ترهګریز بریدونه وشي.‌ ویکي لیکس راپور ورکړ چې پاکستانی تورن جنرال احمد شجاع پاشا د اسراییلو استخباراتي ادارې (موساد) سره نېغ په نېغه په تماس کې وو.‌ په ۲۰۱۳ کال کې،‌ د برتانیا د سوداګرۍ،‌ نوښتونو او مهارتونو وزارت څرګنده کړه چې،‌ «په ۲۰۱۱ کال کې،‌ د ادعا په اساس اسراییلو د برتانیا له لارې پاکستان ته پوځي تجهیزات صادر کړل؛‌ په دغو تجهیزاتو کې الیکترونیکي جنګي سیستمونه او د الوتکې پرزې شامل ول.» خو پاکستان او اسراییلو دواړو د دغو ادعاوو له منلو څخه انکار وکړ.‌

په ۲۰۰۱ کال کې،‌ د پاکستان حکومت د آی اېس آی له لارې اسراییلو ته د خلیج د هېوادونو او د ایران او لېبیا د هستوي علاقه مندۍ په هکله استخباراتي معلومات ورتېر کړل په داسې حال کې چې د هغوی د پروګرامونو په جوړولو کې پخپله پاکستاني ساینسپوهانو مرسته کړې وه.‌ په ۲۰۱۰ کال کې د ویکي لیکس د نه تایید شویو امریکایي ډپلوماتیکو لیکونو په اساس، د ۲۰۰۹ له اکتوبر څخه د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) مشر تورن جنرال احمد شجاع پاشا اسراییلو ته د واشنګټن له لارې په هندوستان کې د احتمالي ترهګریزو عملیاتو په هکله استخباراتي معلومات وړاندې کړل.‌

د دغه لیک له لیکلو څخه څو اونۍ مخکې د اسراییلو د ترهګرۍ ضد ادارې په هندوستان کې د اسراییلي ساحو پر ضد د ممکنه ترهګریزو بریدونو په هکله مشورتي اخطار صادر کړی وو. په ۲۰۱۱ کال کې،‌ په اسراییلو باندې داسې تور ولګول شو چې پاکستان ته یې د برتانیا پوځي ټکنالوجي صادره کړې ده.

په ۲۰۱۵ کال کې، اسراییلي ساینس پوه په هغه علمي کانفرانس کې برخه واخیسته چې د پاکستان د علومو د اکاډمۍ له خوا د پاکستان په لاهور ښار کې جوړ شوی وو.

د ۱۹۹۷ کال په اګست کې د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال مرزا اسلم بېګ چې له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۱ پورې په واک کې وو ویلي وو؛‌ «پاکستان له اسراییلو سره نېغ په نېغه هېڅ اختلافات نه لري،‌ او دا چې پاکستان په شخړه کې درېیم فریق وو… مونږ له اسراییلو سره هېڅ شخړه نه لرو،‌ له دې امله مونږ باید د اسراییلو په رسمیت پېژندلو کې زړه نا زړه نه شو.»

همدارنګه د پاکستان د پوځ پخواني مشر او جمهور رییس پروېز مشرف یو ځل د ۲۰۰۳ کال په جون کې وویل؛ «له اسراییلو سره زمونږ ستونزه څه ده؟‌ ما له پخوا راهیسې دا ویل چې،‌ آیا مونږ باید له پاپ نه ډېر کاتولیک اوسېږو یا مونږ باید له پاپ نه ډېر تقوادار واوسېږو یا پخپله د فلسطینیانو په نسبت ډېر فلسطینیان واوسېږو؟‌ آیا دا صحیح چلند دی که نه په دې کې باید څه فرق وي؟ په دې برخه کې باید په ملي کچه خبرې وشي.»

جنرال پروېز مشرف په دې پوهېده چې د اسراییل موجودیت یوحقیقت دی او دا چې دغه هېواد د ځمکې له نقشې څخه نه لیرې کیږي.‌ هغه همېشه په دې تاکید کاوه چې له اسراییلو سره د روابطو په ښه کولو کې پاکستان په نړۍ کې ښې سیاسي لاسته راوړنې لرلی شي. له اسراییلي اخبار هارتز سره په خپله لومړۍ مرکه کې مشرف وویل چې،‌ «اسراییل یو په شا نه تلونکی دولت دی.»

12 thoughts on “له اسراییلو سره د پاکستان پوځي همکاري، د اسراییلي ورځپاڼې تبصره”
  1. ورکه ډنګ
    مجاهد پرور او طالب پروره یهودان وختل
    اوس هم وخت سته طالب او مجاخد دی فکر وکړی

  2. ګرانو لوستونکو!
    خپلې نیکې هیلې او سلامونه په ټول اخلاص درته ډالۍ کوم.
    زما له یاد سره سمه، دا موضوع له ۱۹۸۰ لسیزې را پیل شوې وه او لاهم ښه په ځواکمنه توګه پرمخ روانه ده. دهمدې تورې دوستۍ څخه دا لاندې پایلې را پورته شوې:
    • افغان ولس او بیا په ځانګړې توګه افغان مجاهدین په ټوله معنې د جهاد تر عنوان لاندې د امریکایي، اسرائیلي، غربي او پاکستاني تورو استخباراتي ګټو لپاره وکارول شو.
    • اسلام، عقيدې او د الله تعالی په لاره کې په جهاد باندې ښې تر بسه ملنډې ووهل شوې.
    • جهادي رهبران د ماشومان په شان داسې لوبو ته اړ کړل شول چې اسلام خو لا پرېږده، بشري تاریخ یې په بې بېلګې توګه وشرماوه.
    • دکرغېړنو یهودانوله ولکې د لومړۍ قبلی د فتحې په لاره کې په اوسني عصر یوازنی ريښتنی ګواښ چې د الله په لاره کې جهاد و، ښه په خوند د څو خرڅو شویو مسلمانانو په لاس په خپله نطفه کې له منځه یوړل شو.
    • پاکستان دغه شان منافقه لوبه یوازې د افغانانو په ضد نه بلکې د ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د عربي نړي په وړاندې روانه کړې ده اولا یې هم پرمخ بیایې. له یوې خوا له ناپوهه عربانو خپل قلنګ اخلي او له بلې خوا اسرائیل او امریکا ورته د نمک حلاله لمسي مکافات ورکوي.
    • پاکستان یوځل زمونږ مقدس جهاد اومجاهدین ښه په خلاص مټ خرڅ کړل، بیا یې طالبان او علماء ښه په خندا قرباني ته وړاندې کړل او له دې وروسته اوس داهم غواړي چې د داعش له تورې لوبې هم د خپل مهارت په اساس ښه ګټه پورته کړي.
    • پاکستان په یوه وخت کې له مجاهدینو، طالبانو، داعشیانو، امریکایانو، اسرائیلیانو، روسانو او چینایانو سره ملګرتیا پاللې ده او لاهم دغه یارانه روانه ده.
    • لنډه دا چې، پاکستان د یوې ماهرې او بدکاره فاحشې په شان له هر چا سره په هر ځای کې دوستي کوي او انګلستان دغه هېواد د همدې شان دوامداره استخباراتي لوبو لپاره رامنځته کړي وو.

    فاعتبروا یا اولی الابصار…

  3. ښاغلی عبدالله اشنا،‌ زه فکر کوم چې دا د پاکستان او هر بل هېواد علاقه مندي ده چې د خپل هېواد د ګټو له پاره کار وکړي او دا ګټې اکثر په اقتصادي ګټو راڅرخي. د پاکستان او بل او بل هېواد له پاره دا مهمه نه ده چې څوک مسلمان دی او څوک نه دی، هر څوک چې ښې پیسې ورکوي، ښه مرسته ورسره کوي، ښه امکانات په لاس ورکوي هغه هېواد سره ملګرتیا کوي. دا چې زمونږ خلک پخپله ساده او بې عقل دي دا زمونږ خپله ګناه ده. په پاکستان کې زمونږ د استوګنې پر وخت اکثر پوه کسان چې په تېرو حکومتونو کې یې کار کړی وو یا تنظیمونو ووژل او یا یې غرب ته تېښتې ته اړ کړل، چې میدان د ګلبدین او یو څو نورو خامو تش په نامه سیاستوالو ته پاتې شو؛ هغوی به نو بیا هر څه د آی ایس آی په وینا کول. آی ایس آی هم د دې له پاره چې افغانان پرې اعتبار وکړي ټول کارونه د جماعت اسلامي د منافقینو له لارې کول ، وروسته بیا د طالبانو په وخت کې د جمعیت علمای اسلام پروژه شروع شوه چې ساده زړو طالبانو به فکر کاوه چې جمعیت علمای اسلام د دوی اصلي دوستان دي په داسې حال کې چې هغوی به د آی ایس آی پروژه پرې عملي کوله او هر څه به چې د آی ایس آی غوښتنې وې هغه به یې پرې ترسره کولې. اوس هم څه تللي راغلي نه دي اوس د جمعیت اصلاح په نامه د آی ایس آی د روانې پروژې مخه نیول په کار دي چې اکثر تعلیم یافته ځوانان بې لارې کوي او د قران او تفسیر د حلقو تر عنوان لاندې یې د خیالي پان اسلامیزم په خره سپاره کړي او ورته وایي چې قدس به نیسئ او بخارا به نیسئ او دا دی او هغه دی او هسپانیا او اندلس ته به ځئ په داسې حال کې چې زمونږ خلک په خپل وطن کې د خپلو خلکو د امنیت ساتنې او په ګېډه مړونې وس نه لري خو دوی راته خلافت راژوندی کوي. نر او پوه ولس هغه دی چې نن ځان وساتي.‌

  4. افغانانو لگ پہ دےزان پوھہ کڑئ چہ دہ اسرائیل پہ اخبار کے کوم سہ لیکل شوی دی دا یو blogger دہ باور وڑ بالکل نہ دی۔ بلاگر ہر سڑے کیدے شی ۔ تاسو ھسے دہ پاکستان پہ دُ شمنیئ کے ڑاندہ شوی یئ او یو مکمل طور دروغ ھم داسے بیانویئ لکہ چہ ریشتیا وی پہ دے کے دہ خوشحالیدو ھیث ضرورت لکہ سنگہ چہ پاکستان دہ ستاسو سہ پروا نہ ساتی ھم دہ عربیانو پروا ھم نہ اسراییل یو ترقی یافتہ ملک دے او پاکستان کہ اوغواڑی چہ خہ تعلق ورسرہ وساتی نو ھیسوک یہ منع کولے نشی۔

  5. دپاکستان،افغانستان،امریکا،اسراییلو،روسیی اود بریطانیه کافر سره پخپلو کی لکه ورونه داسی دي له اوله ورسره جهاد روان وه دی. او وي. به انشاالله؛
    هیسوک دی دافغانستان په جهاد شک ونکري
    که یی سوک کوي په ایمان کی یی شک دی

  6. کاش چې مونږ اوس هم له تیر وخت درس واخلو – مونږ تل په شعوري او یا غیر شعوري توګه پردۍ ګټې خوندي ساتلي.

  7. باکستان در منطقه یک اسراعیل دیکر است هیچ کشور مسلمان بالای باکستان باید باور نکند چرا که باکستان خود
    نام اسلام را بدنام ساخته ازنام اسلام سوی استفاده میکند اسلام را بازیچه خود ساختنه و به روی مسلمانان جهان خاک می اندازد در تمام کشور ها ی مسلمانان جنک که جریان دارد دست باکستان در آن جا وجود دارد فلسطین سوریه یمن عراق لبیا مصر افغانستان و حتا عربستان این کشور شیطان دست بالا دارد مرک براین حکومت اسراعیل برست انگلیس برست

  8. په دې خبرو اوس ټوله نړۍ پوه ده چه پاکستان څوک ده او څه کوي بغیر دپاکستان د ولس نه چه د فیل په غوږ کې ویده دي په ځانګړي ډول پښتانه.

  9. پاکستان او اسرائیل دوه هغه ملکونه دی چی نری ته یی ستونزی زیژولی دی او دواره ملکونه ورته کرکتر لری هغه دا چی پاکستان هیچ خپل گاوندی سره نیکی اریکی نه لری او همداسان اسرائیل د عربی ملکونو په منح کی راگیر هیواد دی د خپلی بقآ په خاطر د لویو هیوادونو دیره وفاداره غلامی کوی لوی او قوی هیوادونو د دوی دا مجبوریت درست درک کری دی نو حکه تر تولو د اعتماد ور دی.

  10. اول خو دا خبر موثق نه دی او که وي نو پاکستان کوم اسلامي ملک نه دی هسې نوم یې اسلامي دی علماءو دا شپيته کاله خولې وشکولې چې اساسي قانون شرعي کړي خو بریالي نه شول . په هر صورت دا خبرې د افانستان جهاد سره څه تعلق لري ؟ اسرائيل او پاکستان. خو ځينې بې دينه په هره خبره کې د افغانستان مقدس جهاد سپکوي او په دې سره غواړي چې خپل ملحد نظام ته قانوني بڼه ورکړي، خو دا باید یاد وساتي چې تاریخ کې تاسې د اسلام سره داسې غداري کړې چې افغان اولس به هېڅکله هم تاسې ونه بخښي، تاسې د لمانځه په سره خلک ونيول او شهيدان مو کړل ستاسې ډله ایز قبرونه تر اوسه هم لا وخت په وخت را اوځي، تاسو په افغانستان کې په غونډو او مجالسو کې د تکبیر غږ (الله اکبر) بند کړ او په ځای مو د کرملين نعره (هورا) جاري کړه، تاسو په افغانستان کې د وينو توییدو بنسټ کېښود، تاسې که داوود خان او د هغه مظلومه کورنۍ او بچیان نه وای وژلي اوس به نه مجاهد و نه به طالب و او نه به پنجابیانو دومره جرأت کړی و چې له افغانانو سره دښمني وکړي هغو افغانانو سره چې دوی یې په اسلام مشرف کړي او د بت پرستۍ نه یې خلاص کړي. نو لږ شرم په کار دی نور د اسلام مقدسات مه سپکوئ.

ځواب ورکول توتاخیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *