تاند- د افغانستان له حکومت سره د اسلامي حزب د سولې موافقه نهايي شوه او ژر به د ګلبدین حکمتیار او ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ لاسلیک شي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د دې موافقې مخالف دی. د حکمتیار د اسلامي حزب یوه ویندوی هم وویل چې ځیني عناصر د سولې مخالف دي. خو د اجرايي رييس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان نن /جمعه/ وویل چې اجرايي رييس د سولې له موافقې سره مخالف نه دی، خو د اختر د شپو ورځو په خاطر د موافقې لاسلیک وځنډېده.

ښاغلي محمد خان وویل«د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د سولې موافقه د دغه ګوند د مشر له لوري له ځینو تغییراتو سره نهايي شوې او ژر به لاسلیک شي.»

نن /جمعه/ د ولسي جرګې غړیو هم له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د موافقې د ژر تر ژره لاسلیکېدو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړیو له حزب سره د سولې په باب د حکومت د ژمنو هرکلی وکړ، ویې ویل چې دوی له حکمتیار سره د سولې د موافقې د لاسلیک کېدو ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي په دې اړه د وکیلانو له مفصلو بحثونو نه وروسته وویل چې سوله د افغانانو اړتیا ده او حکومت باید له هغو مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې وکړي چې سوله غواړي.

ده هیله څرګنده کړه چې له حزب اسلامي سره سوله به پر نورو مخالفو وسله والو ډلو هم اغېز وکړي او سولې ته به یې لېواله کړي.

3 thoughts on “له اسلامي حزب سره د افغانستان د حکومت د سولې موافقه نهايي شوه”
  1. دا په داسى حال کى ده چه جناب سيآف وىلى دى چهـ: څو ژوندى وى ددى موافقت نامى مخالفت به کوى دابه هم وشى حکمتىار صاحب به هم پهدى لىټۍ کى حسلب،سى وکتل شى چه مجاهدىن دافغانستان دخلکو لپاره په خپله چانټه کى نور څه !لرى

ځواب ورکول محمدحامد"قانت" ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *