اياٌ د يوازېني زبرځواک لاسوهنې زموږ او نورو په گټه دی؟
اوباما ، له بوش- بلېره ورپاتې مداخله گرانه لمبې، نه يوازې مړې نه کړې، بلکې لا غځونه او پراختيا يې ورکړه. د عربي پسرلي پاڅون يې له تونسه تر ليبيا او له سوريه و عراقه تر مصره ټوله سيمه وسوځوله. داعش هم د هغه وخت پديده ده چې له بلاد شامه يې موږ ته هم تاو راور سېده، خو ټرمپ وايی چې زما موخه د امريکا جوړونه او غښتلتيا ده: (۱) ولې د سوريې، عراق، ليبيا، سوماليا، نا يجريا، يوکراين، افغانستان،… په چارو کې لاسوهنه وکړو (۲) ولې له روسيې او چين… سره سړه جگړه بياراپيل کړو او تودې ته يې لاره هواره کړو(۳) ولې اسلا مي ترهگرو (مجاهدينو، طالبانو، شبابيانو، بوکو حرميانو، داعشيانو…) ته په لوی لاس لاره هواره کړو ، ځکه تر بل هر هېواده يې امريکا ته زيات تاوان رسېدلی او رسېږي… نو بايد خپل ځواکونه ځنې راوباسو چې د خپلو او نورو (پانگوالي) ټلوالو (متحدينو) په دفاع کې برخه واخلي او خپلې پولې راټينگې کړي!
زه ملاله رڼا په دې زياته نه گرموم چې ښايي، دهمجنسۍ په انگېزه يې د هيلري کلېنټن پلوۍ ته رادانگلي او هغه يې دخپل زبرځواک هېواد لپاره د اولدارۍ جوگه گڼلې وي، خو له ډاکتر صاحب ځيرکياره دا تمه نه کېده چې له دومره سياسي ځيرکتيااو ليکنو شننو سره ټرمپ زموږ له گلمرجان سره پرتله کاندې، حال داچې د بهرني سياست ډاگيزه کړې تگلاره يې د ٌ گلمرجانېزمٌ ، هغه هم ديوه سياسي ټرم په توگه د دودونې (ترويج) مخنيوی راښيي. زه باور لرم چې که د اغلې رڼا پر ليکنه مو د استاد پوهاند زيار دالاندې کمېنټ هم په پام کې نيولی ، يامو په پوره دک و دليل تر ارزونې او کره کتنې تېر کړی وای، د هغې د ليدتوگې د يو مخيزې راغبرگونې پر ځای به مو هرمرو يوه خپلواکه شننه وړاندې کړې وه:
(( گلمرجان که گلمرجانه؟ دا په زړه پورې ده چې دامريکا کاوبايي (ډمو)کراسي د لا ښه تر ا ډنډورې او گلوبالېزېشن او نيواک و بلوساک (تجاوز) لپاره لومړي ځل يوه ښځمنه هېواد مشره کاندې او د ملي دولتونو ضد بوش- اوباما داورو وينو تگلاره پسې نوره هم چټکه کړي: عرب پسرلی له تونسه تر سوريې د مليونونو بېگنا انسانانو پر خزان بدل کړي گلمرجانې په خپل روستي کتاب کې منښته (اعتراف) کوي چې البکر البغدادي مو د دې لپاره له گواتنامو خوشې کړ چې له المغربه يې راپيل کړي او دی نېغ عراق ته لاړ چې هغه مو لا وخته په ولکه کې راوستی وو…زموږ هېواد د ورته ترهگرو بنسټپالو په پلمه د غه اکربکرته راورساوه او ترهگر لاسکښېنولی پاکستان يې راته ورځ ترورځې تر غاښو پورې راسمبال کړ؟ حال داچې ترمپ له دغه ناولي بهرني سياست سره پرېکون اعلان کړی او د خپل هېواد د خوندېينې او بساينې … دريځ يې راټينگ کړی دی نوره ستاسې خوښه چې کوم نوماند ته خوشالېږئ، گلمرجان که گلمرجانې ته؟))
اياٌ ستاسې په غبرگون کې يو پرادوکس (ضدونقيض) نه ليدل کېږي چې که ډبل عبدالله د جان کېري په مداخله د افغانستان گلمرجان بولئ، يانې اشرف غني رښتينی انتخابي هېواد مشرگڼئ او بيا يې هممهاله د امريکا د پيسو مرسته د پزې پېزوانوئ؟
او که بيا له کرزي راهيسې هېڅ حکومت ٌمليٌٌ نه بولئ، بيا به هم همدغه مداخله گرانه پا ليسي وي چې د هيلري له خوابه پرمخ وړل کېږي، گوډاگي حکومتونه به يې همداسې ځا يناستي کوي؛ له بنسټپالو سره لېوالتيا او ملگرتيايې په همدې گډه موخه کې نغښتې ده چې هغوی هم غواړي، يو سراسري ٌخدايي دولت=خلافتٌ رامنځته کاندې او ملي هغه له منځه يوسي!
دابه پرځای پرېږدو چې تاته تر بل هرچا د پاکستان پر خلاف مبارزه له نوميالي پلاره پر ميراث پاتې ده او هيلري په افغانستان کې د هماغه تېرسياست پرمخوړنه (تداوم) ډاگيزه کړی چې د بنسټپالو او بيا گاونډ يانو د تېريو د مخنيوي او دفاع په پلمه (د پوهاند زيار خبره) پاکستان راته تر غاښو پورې نورهم راسمبال کړي. مانا يې داچې د اسراېيلو غوندې يې راته د زاړه ښکېلاک يو مصنوعي او پر دولتي کچ ترهگر هېواد (terrorist state) تر مجاهدينو رارو سته طالبان او حقانيان اوبيا خپل او نور بهرني ترهگر را ته زنځيري سپيان کړل، ان تر دې چې دکابل مېشتي امريکايي قومندان (نېکولسن!) په تاييد نن سبا پاکستان خپل ترور ېستان د داعشيانو له تور بيرغ سره را صادروي!، او تر ټولو له مخه يې د دواړو غاړو پښتنو په ورکاوي پسې راخېستې ده!
داچې د نورو عربي او عجمي ترهگرو ډلو ټپلو غوندې البغدادي له کومه راپيدا شو؟ چا راپيدا کړ؟ چا د څه لپاره چېرته او د چا په لاس وروزه دا ټولې هغه پوښتنې دي چې وخت به يې ځواب کړي. د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير رحمان ملک ويلي وو چې د داعش مشر البغدادي شپږ ميا شتې روزنه په فاټا قبايلي سيمه کې ترلاسه کړې وه.
https://pakreport.wordpress.com/2014/12/05/islamic-state-network-present-in-pakistan-ex-minister/
Islamic State network present in Pakistan: Ex-Minister
Former interior minister Rehman Malik has said on Friday that militant group Islamic State’s network is present in Pakistan and that it is led by Yousuf Salfi.
Speaking to journalist’s representatives in Islamabad, where the former interior minister had arrived to attend a meeting of the missing person’s commission, he said that security personnel had arrested several Islamic State militants during raids conducted in different parts of Pakistan.
He said that being a former interior minister, he had his own means of gathering information from sources which had provided him with information regarding the presence of Islamic State in Pakistan. The Pakistan People’s Party leader also said that the Islamic State group had emerged after infighting between different groups under the banned Tehreek-e-Taliban Pakistan (TTP) umbrella group.
داعش د مجاهدينو، طالبانو، شبابيانو، بوکوحرميانو(د نومهالې زده کړې ضد) خو څه د ابابيلو په شان را پيدا شوي نه دي، بلکې له وړاندې نه پرې کار شوی وو، د روزلو پروژه يې چا ته ورکړې وه؟ د سعودي يو لوړ پوړی چارواکی يو وخت پاکستان ته راغلی وو او حکو مت ته يې د بسپنې په نامه همداسې يو چک ورکړی وو چې بيا د زرداري له لورې هم دا پو ښتنه په پارلمان کې راپورته شوې وه چې حکومت بايد د دې مرستې سپيناوی وکړي. د سعودي پيسې د مشر لالا په بانکونو کې پرتې دي. دا په حقيقت کې د هماغه زاړه استعمار ميراث دی چې کله په يو او کله په بل نوم د وخت او زمان له شرايطو سره يې نومونه هم بدلون مومي.
دا چې روسيه د ښاغلي پوتين د مدبرانه سياست له مخې بيرته پر خپلو پښو ودرېده، نو ښکاره ده چې اوس روسيه ورته په نړيوالو چارو کې مخې ته ودريږي او د پخوا په څېر خپلسريو ته يې نه پرېږدي او پرېکړې به يې ويتو کوي چې له يوه کال راهيسې يې د بشاراسد ملي حکومت ژغورنې ته وردانگلي، او لا په کاروه، د دغو نورو (صدام، قذافي…) ته يې هم وردانگلي وای، تر سعودي او نورو عربي لاسپوڅو بد تر زورواک (دېکتاتوران) خو نه ول!
موږ يې ايله همدومره په توپير چې ټرمپ نارينه او هغه ښځينه ده، خو هغه څه چې موږ ته ترې په راتلونکې کې تر گوتو کيږي روښانه نه دي چې ايا د پاکستان اوافغانستان دغې نااعلان شوې جگړې او د داعش وطالب وحقاني په نوم دغې لوبې ته به د پای ټکی کښيږدي او يا نه! که څه هم د پرېکړې واک له پنتاگون سره دی چې هماغسې دوام غواړي او که د تشنج پر کمولو باندې له سره غور کوي؟ خو خدای مه کړه داسې نه شي چې يو ځلې بيا افغا نستان هېر او بيا پنجاب ته پرې نه ښوول شي چې د تېر په شان بهرنۍ و ډورني پاليسي به مو له گواښ سره مخ شي. له شک پرته چې پاکستان د افغانستان په بې ټيکاوه او ناارامه کولو کې مخکښ رول لوبولای شي او د ديني بنسټونو په وسيله دا کار په ډېره اسانه توگه کولای شي، ځکه چې خونړي طالبان او داعشيان ايله خپلو څڼو، تورو سترگو او ډبل ډاټسنو ته خوشاله وي او آخوا ته نور نه پوهيږي چې خلک يې څنگه د خپلو گټو لپاره کاروي؟
ايا ته يا ملال جانه ترې دا ټول رازېږېدلي انساني ناورينونه، مرگانی کډوالي کړاوونه ذلتونه په غړولو سترگو نه وينئ؟
هن، که دونالد ترمپ يا ستاسې په هندي- انگرېزي تلفظ (ډانلاډ ټرمپ) د خپل هېواد پولې د کډوالو او بيا ترهگرو مسلمانانو پرمخ تړل غواړي، دليل يې دادی چې که امريکا له خپلو نارواوو لاسوهنو هغوی له خپلو پلرنيو ټاټوبو تورې تېښتې ته اړ نه باسي، څه لېوني خو نه دي چې په لوی لاس دې مرگاني ناخوالو اوهجر تونو ته ور ودانگي؟
په درنښت
سيد حسين پاچا
گلـمـرجـانـيـزم په افغانستان او امريـکا کـې؛ د ملال رڼـا کـشـف / ډاکټر رحمت ربي زيرکيار
http://rohi.af/fullstory.php?id=50243
د امريکا گلمرجان / ملاله رڼا
ښاغلی پاچا جانه دخپلی شړی اوڅادر سره خپلی خپی وغزوه، پاچا جانه که لیکنی ته دیی زړه شوی وه نو خپله لیکنه به دیی سرته رسولی وای، د ښاغلی ډاکتر صاحب ځيرکيار دنوم پرته تاسی هم خپله لیکنه بشپړه ولای شوه
اوس ددیی وخت نه دی چه دجهانی، شپون اوځیرکیار نومونه په آغه دغه خبرو خراب کاندو، دخدای لپاره په خپل مینځ کی یووالی اواتفاق راولی
والسلام
د لیکوال منطق او استدلال ډېر کمزوری دی
نصیب