تاند- له افغانستان څخه د ایران د چاه بهار بندر له لارې د صادراتي مال لومړۍ جوپه هند ته ورسېده.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د وچې مېوې شل کانتینرونه روانه اوونۍ د بېړۍ په وسیله مومبي ته رسېدلي دي. دا به لومړی ځل وي چې افغانستان په مستقیم ډول هند ته په دومره پیمانه خپل محصولات لېږي.

هندي سوداګرو ویلي چې دوی غوښتل چې د اوبو له لارې له افغانستان سره سوداګري راکړې ورکړې وازمويي.

په کابل او تهران کې د هند سفارت د افغانستان او ایران له حکومتونو سره له تېرو څو میاشتو راهیسي له نژې کار کوي Dry Fruitsچې د ایران د چاه بهار بندر له لارې له هند سره د افغانستان د سوداګري مالونو د لېږدولو کار ممکن شي.

دا ایران چاه بهار بندر د پراخېدو په صورت کې د افغانستان لپاره د پاکستان د کراچۍ بندر ځای نیسي. که څه هم د کراچۍ بندر تر چاه بهار بندر یو څه نژدې دی خو له یوې خوا پاکستان هند ته د مالونو صادرېدو ته اجازه نه ورکوي او له بلې خوا د افغانستان سوداګرو ته هر څه موده وروسته یوه نه یوه پلمه جوړوي، مال یې ځنډوي او ترانزیتي مالیه هم زیاته غواړي.

هندي سوداګرو د چاه بهار بندر له لارې مومبي ته د افغانستان د وچې مېوې رسېدا یو لوی بری بللی دی او هیله یې څرګنده کړې چې له دې لارې به د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري لا زیاته وغوړېږي.

د هند د ملي ګارډ غړي د افغانستان په لور خوځېږي

تاند- د هند د ملي ګارډ د قطعې شاوخوا ۱۳۰ غړي د یو کلن ماموریت لپاره افغانستان ته روانېدونکي دي.

نن /سې شنبه/ د ریمنګټن د سیمې په یوه ښوونځي کې د روانېدونکو پوځیانو د تګ لپاره مراسم جوړ شوي ول.

د هند د ملي ګارډ قومندانې جیسیکا هالادې خبریالانو ته وویل، دا ځواکونه به په وسلو سمبال وي او په افغانستان کې به د کاروانونو امنیت ساتي.

 دې همداراز وویل، دا پوځیان به افغانستان ته تر تګ مخکې د امریکا د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي مرکز کې یوه میاشت تریننګ یا روزنه ترلاسه کړي.

4 thoughts on “له افغانستانه د اوبو له لارې د وچې مېوې لومړۍ جوپه هند ته ورسېده”
  1. وايي کم عقل په بل دومره نه کوي، لکه په ځان
    د پاکستان کراچۍ بندر به نور ناچله شي، تاوان یې خپل او هند به مال ترلاسه کوي، ایران هم په لږ مالیه غواړي چې چابهار په بندر واوي،

  2. Salam mokhtar yam da kandahar pa chabahar ki chi har sok kar lari da pashton galwei la lari war sara mrasta kawam pa dagha arika tamas wanisei 00989338018467- 0093700312575

  3. اول یاآخر دادکراچی بندر واله یعنی پاکستان به افغانانوته زاری کوی چی راشی او له دی بندر نه استفاده وکړی

  4. ښه خبر دی، خو افغانان دی په دی هم پوه وی چه ایران به هم لکه پاکستان یوه روځ خنډونه جوړوی نو افغانانو ته لازمه ده چه د احتمالی پلان په جوړولو سره ښه فکر وکړی. زما په انډ مونږ باید هغه اوبو تر خپل کنترول لاندی ونسو چه ایران ته بهیژی څو وکړی شو له دغه اوبو څخه سیاسی ګټه تر لاسه کړو. که خدای مه کړه ایران مونږ ته په چاه بهار کی خنډ جوړ کړ بیابه مونږ پر هغوی اوبو بندی کړو. د دنیا تجارت همدغسی دی چه زه یی فکر کوم. که څوک د روغ لیونی په لیکنو تبصره لری مهربانی د وکړی

ځواب ورکول روغ لیوني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *