تاند- د نوي ډیلي په اندراګاندي نړیوال هوايي ډګر کې د ګمرک مامورینو نن له یوه مسافره، چې له افغانستانه ورغلی و، د څه باندې۱۰۰ ملیونه هندي روپیو په ارزښت سره زر ونیول.
د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې د هند د ګمرک چارواکي وايي چې دا هند ته په قاچاق د وروړل کېدونکو سرو زرو تر ټولو لویه جوپه (محموله) ده چې تر اوسه یې دوی نیسي.
د اندراګاندي هوايی ډګر د ګمرک چارواکي وايي چې دا سره زر له هرات څخه لسو تنو وروړي ول.
په دغو لسو کسانو کې یو نارینه او ۹ ښځې وې. دوی په داسي حال کې ونیول شوې چې غوښتل یې له شنې کرښې تېر شي. شنه کرښه د هغو مسافرو لپاره ده چې د مالیې وړ شی نه لري.
خو کله چې تلاشي ورڅخه واخیستل شوه د 38.43 کیلو سرو زرو غاړکۍ، لاکټونه، ګوتې، زنځیرونه او نور ورسره ول. اکثره ښځو په غاړه او لاسونو کې تېرول خو یوه اندازه سره زر یې له ځان سره پټ کړي ول.
د ګمرک مامورین وايي چې د ټولو نیول شویو سرو زرو ارزښت ۱۰،۶۰،۱۹،۶۴۶ هندي روپۍ اټکل کېږي.
دوی وايي چې دا سره زر یې د ګمرکاتو د ۱۹۶۲ مادې پراساس ضبط کړي او مسافر یې، چې دا سره زر یې هند ته په قاچاق ور وړي دي د ۱۰۴ مادې پراساس توقیف کړي دي.
د هوايي ډګر د چارواکو په وینا په تېر یوه کال کې دوی هره میاشت نژدې درې زره کیلو سره زر نیولي دي.
Dear sirs
Please use your senses when you are reporting something like this.
The value is correct but the amount of gold is reported hundred times more.
You can now think how real and true reports are !
له تاند څخه په درناوی هیله کوم چې د ارقامو د لیکلو په وخت دقت وکړي. دا ۴۰۰۰ کیلو نه بلکه ۴۰۰۰ ګرامه دی. ۴۰۰۰ کیلو خو اوښان هم نه شې وړلئ.
په درنښت
د تاند د ویبپاڼي محتم مسؤلینوته:
مهربانی وکړی دغه خبر له سره په انډیا ټایمز کی ولولی داسی بریښی لکه چي په اندازه کی ستره اشتباه شوی وی. په نوموړي ویبپاڼه کی 38.43 kg سزه زر ذکر شوی
څلور زره کیلو نه. اته ديرش کيلواو څلورسوه ديرش(۳۸،۴۳۰) ګرامه.
دهندی چارواکو څخه می داخوهیش دی چی ددی پلټنه وکړی او یا داخلګ دافغانستان دطالب چارواکو ته وسپاری چی دا دمره سره زر دکوم ځای دی کړه او کوم افغان کور دی خراب کړی او زر دی ځنی غلاکړه او دادی جمع کړه په ډیر دیقت سره دی معلومات وشی او دافغان مظلوم میلت ته دی ښکاره شی چی یا یی خپل دی او یا یی دمیلت دوینو بها ده
له تاند څخه په ډیره درناوی هیله کیږي چي پورته مطلب یو ځل بیا ولولي
د مطلب په عنوان کی یی ۱۰۰ لکه هندي روپیو په ارزښت لیکي او په مطلب کي بیا دا رقم ۱۰۰ میلونه هندي روپی ښودل شوي
له یو طرفه ډیر بد خبر ده او له بل پلوه د تاند چلوونکو داسي کارونه او اشتبهات کړي چي نه یی په سر پوه شو او نه په سر سر
خبر ښکلي خبر ده خداي پاک دي دوی هم پري اعدام کړي خو بدی یی په دي کي ده چي د افغان میرمنو عزت یو ځل بیا په نړیواله کچه سرتور شو
مي چي دا خبر ولوست چي یو یی نارینه او کله ۹ یی شرمیدلی ښخي دي نو ښه یی خفه کړم
, زه له افغان دولت نه غوغشتنه کوم چه نیول
شوی سره بیرته له هندی دولت نه راوری او ملی بانک کی دبشتبانی په شکل ضبت کری اومجریمینو ته داساسی قانون پر اساس درنه سزا ورکری.