اعلامیه

د کب/حوت ٢٩ مه ١٣٩٤

كابل – افغانستان

کابل ته د حزب اسلامی افغانستان د رسمې پلاوی د راتلو او د سولی د عالی شورا په منځګړیتوب له دولت سره د بین الافغانی مذاکراتو پیل ته خوشبین یو او ددې خبرو اترو هرکلی او ملاتړ کوو.

د افغانستان د روان بحران ستونزه په جګړی نه بلکه په سوله او خبرو اترو باندی حل کيداي شي.

مونږ د افغانستان اسلامی ګوند د هیواد له مطرح او با نفوذه ګوندونو ګڼو او ددوی رول په سوله او امنیت کې خورا اغیزمن کیدای شی.

ددوی په راتلو سره که په ټولیز ‌‌‌‌‌‌ډول نه وی په یوه او مهمه بدنه چې اوس مهال د دولت وسله وال مخالفین دی سوله او امن راتلای شی.

افغانستان شاوخوا څلور لسیزې کورنی او بهرنی جګړو ځپلی، اوس چې د بهرنیان د وتلو مهال ویش څرګند دی ، نو په دي مقطع کې د حزب اسلامی افغانستان راتلل د هیواد په روان امنیتې بهیر مثبت اغیز لرلای شی.

مونږ هیله مند یو چې نورې مخالفی ‌‌‌‌‌‌ډلی او ګروپونه هم د حزب اسلامی نه زده کړه وګړی او د هیواد په بیا ودانولو کې مټې را ونغاړې.#

و من الله توفیق

د حزب اسلامی افغانستان د یووالی شوری

2 thoughts on “له افغان حكومت سره د اسلامې ګوند د بین الافغانې خبرو هرکلی کوو”
  1. salamoona
    De hezbi islami daghi fesali ta bayad tol afghanan harkali wakri de etehad kawool hood lariv hokomat ta pokar da che da de moqi na estefada wakri hagha sook che da de makha nesi pa nakha aw makha e wamise terso solha tamin she aw nooro ta lar hawara she manana

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *