جیمز ډابینز

خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وايي چې اسلام اباد د نوي ډيلي له ډاره د وسله والو ملاتړ کوي چې دې تګلارې يې امريکا او لويديځ هم انديښمن کړي دي.
نوموړي همدارنګه ويلي چې د افغانستان د نا ارامولو لپاره وسله وال له سرحدي سيمو څخه افغانستان ته ځي.
خدمتګار د اسوشيټډ پريس خبري اژانس د یو خبر له مخې لیکي، د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړي استازي جيمز ډابينز ويلي چې ترهګرې ډلې افغانستان ته تر اوښتو وروسته وسله وال بريدونه كوي: ((موږ ته جوته ده چې ډير کم شمېر وسله وال پاکستان ته ځي، خو افغانستان ته برعكس له پاكستانه ډېر وسله وال اوړي او پاکستان د وسله والو ملاتړ کوي.))
ښاغلی ډابينز زياتوي، پاكستان په افغانستان كې د هند د نفوذ د مخنيوي لپاره له وسله والو ملاتړ كوي، خو ټينګار كوي چې د هند د نفوذ په اړه د پاكستان اندېښنې پر خپل ځاى دي:(( د افغانستان په ښارونو كې د هنديانو حضور لږ دى او دغه تګ راتګ د اقتصادي او فرهنګي اړيكو د پياوړتيا لپاره تر سره كېږي.))
نوموړي زياته كړې، ښه دا ده چې افغانستان، پاكستان او امريكا د سرحدي تهديدونو د مهارولو لپاره همكاري وكړي.
ډابينز، په ننګرهار كې د هند پر كونسلګرۍ وروستی ترهګريز بريد غندلی او زياته كړې يې ده چې د يوه باثباته افغانستان لپاره په دغه هېواد كې د ناټو ځواكونو موجوديت ته اړتيا ده:((كه افغانان له خپلې خاورې د ناټو ځواكونو وتل غواړي، موږ دا كار كوو، خو حقيقت دا دى چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو موجوديت ته اړتيا ده او افغانان د ناټو ځواكونو د پاتې كېدو غوښتونكي دي.))
د امريکا ځانګړي استازي اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د وسله والو له ملاتړ څخه دې لاس په سر شي.
شنونكي په دې باور دي، تر هغه چې په سيمه كې د ترهګرۍ سرچينې وچې نه شي، نو ستونزمنه ده چې په افغانستان كې سوله او ثبات رامنځ ته شي.
په سيمه كې د ترهګرو د پاللو او روزلو اصلي مركز پاكستان ښودل كېږي، خو پاكستان ډېرى وختونه ياد تورونه ردوي، اما په پاكستان كې د طالبانو خوندي پټنځايونو او كوټې شورا موجوديت او تر څنګ يې په دغه هېواد كې  د اسامه بن لادن، الليبي او نورو ترهګرو وژل كېدل هغه څه دي چې پاكستان د ترهګرو ځاله معرفي كوي.

One thought on “له القاعده څخه د پاكستان ملاتړ لوېديځ اندېښمن كړى”
  1. پاکستان یو داسی ملک دی چه که د ځمکی د نقشی څخه ورک نشی کیدای شی چه زور یی ترسپینی ماڼی هم ورسیږی نو نړیوالو ته پکاردی چه زور پیری راوړی ترڅو ددی شیطانی عمل څخه لاس واخلی اونور زمونږ و مظلومو خلکو د وژنی لاس واخلی که باکستان پر دی لاس وهنه منکر وی نو نړیوال دی نن د پاکستان مربطه سیمه تری منګل کی وګوری چه تر۳۰۰۰ زرو زیات تش په نوم طالبان د چا په لمسون دچاد وژنو لپاره شپی او ورځی تیروی او څوک یی اعاشه اباطه کوی

ځواب ورکول رحمت الله ځلاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *