دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د قومي جنجالونو د رامنځ ته کېدو یو پټ او اصلي محرک د افغانستان ګاونډیان دي چې دا وطن، خدای مکړه، په نهایت کې په خپل منځ کې وویشي. سیاسي کشمکشونو ته قومي بڼه ورکول د دې سبب کیږي چې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه مایوسه شي او هماغه حالت راشي چې د ثور له اتمې وروسته راغی او په نهایت کې افغانستان یو څه پاکستان او یو څه ایران ته پاتې شو او بالاخره طالبانو ظهور وکړ او د پاکستان سلطه یې پر افغانستان باندې نوره هم مضبوطه کړه.

 خو دې حقیقت کې هم شک نشته چې اختلافونه داخلي عوامل هم لري.

 د الکترونیکې تذکرې داستان اوږد دی. دلته د دې داستان په وروستي فصل خبرې کوو.

 د دې داستان په وروستي فصل کې داسې ښودل کیږي چې ګویا د افغانستان ځینې اوسېدونکي نه غواړي چې په تذکره کې یې د افغان کلمه ولیکل شي.

دا د داستان ظاهري بڼه ده. اصلي کیسه بله ده.

 دې کې شک نشته چې د لطیف پدرام په شمول به ځینې کسان په دې خوشحاله نه وي چې ځانونو ته افغانان ووایي مګر د دغو کسانو شمیر په اوړو کې د مالګې حیثیت هم نلري. دا تشه ادعا نه ده، بلکې حقیقت دی. وګورئ، اساسي قانون چې د افغانستان ټول اتباع یې افغانان بللي دي او وګورئ هغه پاسپورټ چې د کابو ټولو سیاسیونو په جیبونو کې دی. هلته هم موږ ټول ځانونو ته افغان وایو. که د افغان کلمه خدای مکړه د ځینو کسانو لپاره د منلو نه وای نو ولې په لویه جرګه کې ورباندې اعتراض نه کېده، ولې د الکترونیک پاسپورټ د اخیستلو په وخت ورباندې اعتراض نه کیده او ولې د افغانستان د خپلواکۍ له وخته رانیولې تر اوسه پورې هیڅ وخت دغه اعتراض نه دی شوی؟

 معلومه ده چې خبره په افغان کې نه ده، بلکې خبره بل ځای ده. خبره چیرته ده؟

 خبره د قومیتونو په درج کې ده. د تذکرې په اول مخ باندې د قومیتونو درجول دا حقیقت څرګندوي چې څوک، څومره دي؟

 که دا معلومه شي بیا به دې پوښتنې ته ځواب اسانه وي چې په کومو ادارو کې انډول نه دی رعایت شوی او څوک د څومره برخې څښتنان دي؟

 نن سبا په افغانستان کې هر څوک او هر قوم ځان مظلوم ګڼي او څرنګه چې احصاییې نشته نو هیڅوک حقیقت نه شي معلومولای او د هغه چا چې د وطن د خیر لپاره او د عدالت لپاره دغه اواز اوچتوي او د هغه چا چې د شخصي ګټو یا د افغانستان د دښمنانو په اشاره دغه اواز اوچتوي، تر منځ توپیر نه کېږي.

  څرنګه چې د الکترونیکې تذکرې په اول مخ باندې د قومیت لیکل ، اجتماعي عدالت ته لاره برابروي او هیڅ قوم هم د دې مخالف نه دی چې نوم یې درج نه شي، نو ښکاره مخالفت ورسره مشکل دی او په همدې وجه هم د ګاونډیو د خوشحالولو په خاطر او هم د اصلي ستونزې د پټولو لپاره په مطبوعاتو کې او رسنیو کې د افغان کلمه د مناقشې مورد ګرځېدلې ده.

 هغوی چې د افغان له کلمې سره په ظاهره مخالفت کوي، په دې انتظار دي چې ځينې نور کسان به ووایي چې د تذکرې په اول مخ به نه د افغان کلمه لیکو او نه د قومونو، او په دې ډول به مصالحه وشي.

 خو حقیقت دا دی چې د اجتماعي عدالت د تامین په لور د قومیتونو درج ضروري دی او کله چې قومیتونه درج کیږي او افغان نه درج کیږي، بیا خو نو د مختلفو قومیتونو د پیوند کلمې او مشترک ټکي ته بې پامي کیږي چې د ملت جوړونې او ملي هویت په خلاف یو عمل دی. همدا وجه ده چې د افغان کلمه ضرور ده او د ضرورت لویه وجه یې دا نه ده چې موږ یو ځل بیا ځان افغان ثابت کړو بلکې اصلي وجه یې دا ده چې د دې کلمې په څنګ کې د قومیتونو درج اسانه کیږي او د قومیتونو درج دې اساسي پوښتنې ته ځواب پیدا کوي چې څوک څومره دي؟ که دې پوښتنې ته د احصاییې په اساس ځواب پیدا شي، بیا به د اجتماعي او قومي ستم او امتیازطلبي مخنیوی اسانه شي.

  حقیقت دا دی چې افغانستان په سیاسي لحاظ له دوو اصلي ستونزو سره مخامخ دی: یو د افراطیت او تروریزم ستونزه ده چې پاکستان او ایران یې تر شا ولاړ دي او مقصد پکې د افغانستان ړنګول او د افغانانو تباه کول دي. بله ستونزه همدا د قومي تعصبونو موضوع ده چې بیا یې هم اصلي محرکان زموږ دا دوه بدمرغه ګاونډیان دي. دغه ګاونډیان د قومي تعصبونو له لارې هم، په نهایت کې خپل هغه هدف ته ځان رسول غواړي چې د تروریزم د حمایت له لارې د ور رسېدو تلاش کوي.

 نو د دې لپاره چې همدا دویمه توطیه یعنې د قومي تعصبونو اور ته د پکي وهلو توطیه شنډه شي، یوه بهترینه ذریعه همدا ده چې د هر قوم تعداد معلوم شي او بیا د هغه په اساس هر قوم ځان د خپلې برخې څښتن احساس کړي. کله چې قومونه د اسنادو، مدارکو او احصاییو په اساس خپل حق تر لاسه شوی وویني، بیا به د هیڅ توطیه ګر او فتنه ګر د خبرو تر اغیز لاندې نه راځي، ځکه ابهام به له منځه تللی وي.

2 thoughts on “له الکترونیکې تذکرې سره ولې مخالفت کیږي؟ |  شفیق اندړ”
  1. سرغوڅه خبره داده چه په پیژند پانه کی د ملی هویت یا افغان د لیکلو کلمه ضرور ده، که قومیت په پیژندپانه کی ونه لیکل شی مشکل نشته ځکه قومیت په بل ځانګړی کتاب کی لیکل کیږی.

    بیا هم وایم هغه خلک چه نه غواړی په پیژندپانه کی ملی هویت یعنی افغان ولیکل شی، او یا د افغان کلیمی سره جوړ نه دی هغوی کولای شی واپس خپل اصلی وطن ته ولاړ شی.

  2. عبدالله صاحب قومیت دې په بله پاڼه کې نه لیکل کیږي، همدلته په اول مخ ضرور دی، خکه همدا اوس هم د ګڼو کسانو هویت په لوی لاس د تیر پنځلس کلن دوران داخله وزارت د مامورینو له خوا بدل شوی دی. او دا لړۍ به که پټه پاتې وي، بیا هم ادامه ومومي. بل دلیل دا دی چې د هر چا اندازه باید معلومه وي چې د بې عدالتۍ او تومتونو مخه ونیول شي. اوس چې دا ځینې کسان وارخطا دي ، ، د افغان خبره یې هسې پلمه ګرځولې ده، اصلي ویره یې د قومیتونو له ذکره ده، ځکه بیا به حقایق معلوم شي.

ځواب ورکول عبداله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *