تاند – په عربي متحد اماراتو کې ۷۰۰ افغانانو د یوې غونډې په ترڅ کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ
په دې غونډه کې چې د مې په ۱۸ یعني د دوشنبې په ماښام په عجمان کې په یوه هوټل کې وشوه پکې اجمل خان ځاځي ژمنه وکړه چې په خپل مالي لګښت به ۳۰۰ افغانان له عربي متحده اماراتو افغانستان ته واستوي څو په خپلو ولایتونو، کلیو او بانډو کې خلک منسجم کړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د تحول او تداوم ډلې ته رایي ورکړي.
دغه غونډه حاجي شاپور احمدزي، اجمل خان ځاځي، جمال ناصر عبادي، داکټر رضا اریوبي، داوود وفامل، ابو احمد کندهاري او عبدالصمد ا��غان ترتیب کړې وه.
په عربي متحد اماراتو کې په لسګونو زره افغانان اوسي چې اکثر یې کارګر دي او یوه برخه شتمن افغانان هم په اماراتو کې کاروبار کوي چې دغه دواړه ډلې په افغانستان کې پر خپلو کلیو او بانډو کې بې اغیزې نه دي.
د دوبی غونډې ته د تحول او تداوم د ډلې یو کمپاین کوونکی حمید الله فاروقي له کابله ورغلی و.
ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې له ورځې چې د مې ۲۲ ده د دوهم پړاو انتخاباتي مبارزې پیل شي او د جون تر ۱۱ دوام وکړي. د جون په ۱۴ به بیا د اشرف غني احمد زي او عبدالله عبدالله تر منځ انتخابات کیږي.
آفرین این وجیبه هر افغان است تا بخاطر نجات افغانستان تلاش کند. کشور عزیز ما افغانستان در نقطه بسیار حساس تاریخی قرار دارد. اندکی بی توجهی و بی تفاوت ماندن در یک ماه آینده میتواند افغانستان را تسلیم مافیا کند که تا صد سال آینده باز پشیمانی خواهیم کشید. پس فریضه هر افغان است تا تلاش اعظمی خود را کنیم تا میهن عزیز خود را در دست مافیا قدرت نجات بدهیم.
سلامونه او نیکی هیلی
ددی خبر تر اوریدو سره سره می د سر ویښتان زیږه شوه. مننه کوو له هفه افغانانو چی د خپل هیواد څخه دباندی هم دی او بیا هم ورسره د خپل هیواد په اړه دومره فکر موجود دی. لعنت په هغه افغانانو او بلخصوص هغه افغانان چی په خپل هیواد کی اوسیږی او د ښه او بد توپیر کولی نشی. د خپل هیواد امنیتی حالت ښه ورته معلوم دی بیا هم په حق باندی سترګی پټوی. الله دی ټولو هغو ته چی نه پوهیږی د پوهی هدایت وکړی. بیا هم مننه کوم له حاجي شاپور احمدزي، اجمل خان ځاځي، جمال ناصر عبادي، داکټر رضا اریوبي، داوود وفامل، ابو احمد کندهاري او عبدالصمد افغان نه . پخیر راشی موږ مو هرکلی کوو. ستړی مه شی.
شریف کاکړ
ټولو وطنوالوته سلامونه وړاندی کوم ۰
يومتل دی ،سل دی ومرمه يودی مه مره۰موټول هيواد وال دمحترم فاروقی صيب نه مڼنه کوچی اماراتو ته ولاړ۰
دمحترم اجمل ځاځی صيب اونورو هيوادوالو سره دنژدی نه وليدل مونږدټولومشرانواوپه خاصه توګه د
محترم اجمل ځاځی دنيکو هلو ځلو اودی لوی قربانی نه مڼنه کو چی دوطن دملی ګټو په حاطردډاکتر اشرف غنی صيب نه په لويه پيمانه ملاتړ اعلان کړوو ژوندی دی وی دوطن ملی ګټو ته ژمن افغانان
په درناوی ګل محمد دجرمنی نه ۰
ټاکنو کی ډیرې شپي دی خو د ای ایس ای دلالانو وار له مخی په پښتون میشته ولایتونو او سیمیو کی د شپی پاڼې په مسجدونو لګولی او له د ناپوهه او نا توانه پښتون قوم څخه یې غوښتی څو په ټاکنو کی برخه وانخلی که نه نو ګوتی او خوټی به تری پری کړی څو عبدالله دا روانه لوبه وګټی او بیا د ډیورینډ په اړه د چټلیسان سره هوکړه وکړی چی پدی صورت کی به د شمال لنډه غر او پنجابی خپلو شومو موخو ته ورسیږی او په پښتون قوم به په دوه برخو وویشی
دا خبره لا جوته شوی نده چی په مسجدونو کی د شپي پاڼی هغه مجاهدینو لګولی چې د یرغلګرو په وړاندی سپیڅلی جهاد کوی او که د ای ایس ای او شمللیوالو لنډغرو دلالانو څو په دی توګه پښتاه وټکوی او خپلو شومو موخو ته ورسیږی او د اټک پرځای خپله لیکه د پل مټک پوری را اوږده کړی. خو باید دا خبره په یاد وساتی چې د خپلو پلرونو او نیکو په څیر به دا ارمان له ځانه سره ګور ته یوسې
نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ