تاند- ایران وايي له دغه هیواده هر کال یو نیم لکه متخصصان بهرنیو هیوادونو ته پناه وړي او په دې توګه نورو هیوادونو ته په لسګونو ملیارد ډالره ګټه رسوي.

د ایران د ساینس، څېړنو او تکنالوژۍ وزیر رضا فرجي دانا نن /سې شنبه/ وویل:«د هر متخصص په روزولو موږ یو ملیون ډالره لګولي دي.»

ده پرمختللیو هیوادونو ته د مغزونو فرار یا مهاجرت د پرمختیايي هیوادونو تر ټولو لوی تاوان وباله.

د اکثرو پرمختیايي او حتي پرمختللیو هیوادونو ساینسپوهان، مخترعان او پوهان امریکا جذبوي.

چین له امریکا څخه د خپلو پوهانو د بېرته ورغوښتلو لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړي او تر یوه حده په دې کار کې بریالی شوی هم دی.

One thought on “له ایران څخه د کال یو نیم لک متخصصان بهر ته تښتي”
  1. خدای دې یې داسې تش کړي لکه بوتل. د دوی لنګه پرې راواړوم دوی له پنجابیانو نه هم ډېر بدتر دي.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *