حفیظ الله معروف

له اوس نه څه کم یو کال وړاندې، د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ پر ۲۸ مه په لومړي ځل د بي بي سي تلویزیوني کمرو ته اجازه ورکول شوه چې باګرام لوی زندان ته د مستند فلم لپاره داخلې شي. د دغه زندان له جوړېدو راهیسې دا لومړی ځل و چې د مستند فلم لپاره د زندان په داخل کې د ثبت اجازه ورکول کېده. خو دا کار اسانه و.

هغه مهال د مخکني ولسمشر حامد کرزي اړیکې له خپل لوی ستراتیژیک ملګري امریکا سره خورا ټیټې کچې ته لویدلې وې. د نورو لاملونو ترڅنګ، له امریکا سره د هغه د اړیکو د ترینګلتیا لوی دلیل په باګرام زندان کې د هغو ۸۸ بندیانو برخلیک و چې امریکا یې له خوشې کیدو سره سخت مخالفت کاو. خو و لسمشر کرزي یې له زندانه پر ازادیدو ټنیګار درلود. په دغه ډول حالاتو کې باګرام زندان ته د خبریالانو داخلیدل خورا ننګونکې مساله وه، خو هلته له زندانیانو سره خبرې کولو او له زندانه کتنې خورا خبري ارزښت درلود. موږ همدغسې فرصت له خدایه غوښته.

د دې ترڅنګ، په همدغو شپو ورځو کې د رسمیاتو له مخې د زندان چارې افغان لوري ته سپارل شوې وې. خو پوښتنه دا وه، چې که رښتیا هم زندان د افغانانو په لاس کې وي، نو بیا ولې موږ ( خبریالانو) ته د داخلیدو اجازه نه راکول کیږي.

Bagramد بي بي سي د انګریزي څانګې افغانې خبریالې یلدا حکیم، له وړاندې په یو سفر کې له ولسمشر کرزي نه باګرام زندان ته د ورتلو غوښتنه کړې وه. هغه مهال ولسمشر ورته د سر په خوځولو د هو ځواب ورکړی و، خو ظاهراً امریکایانو نه غوښتل چې باګرام زندان ته دې خبریالان لاړ شي ځکه په دغه زندان کې د سختو شکنجو او ځورونو بېلا بېل رپوټونه خپاره شوې وو.

د طالب سازۍ فابریکه

ولسمشر کرزي په همدغو ورځو کې په یوه خبري ناسته کې باګرام زندان (د طالب سازۍ) فابریکه بللې وه. اوس چې د زندان چارې هم په رسمي ډول افغان لوري ته سپارل شوې وې، ولسمشر غوښتل دا ثابته کړي چې په واقعي ډول زندان او زندانیان هغسې چې ده یې د ورسپارلو غوښتنه کوله، افغان لوري ته سپارل شوی.

یلدا حکیم د باګرام زندان د مستند فلم د ثبتولو لپاره له لندنه کابل ته راغله، له هغې سره د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري وعده شوې وه، چې له تلویزیوني کمرو سره به باګرام زندان ته د دوو ورځو لپاره اجازه ورکول کیږي، خو دلته کیسه بل ډول ښکاریده.

موږ څلور تنه، زه (حفیظ الله معروف)، یلدا حکیم او زموږ دوه کمره مینان، باید باګرام زندان ته د لوی څارنوال د ځانګړي فرمان له مخې تللې وای. زموږ تګ شاوخوا اته ورځې له ټاکلي وخت وځنډول شو، خو په ارګ کې ځینو چارواکو ډاډ راکاوه چې کار مو کیږي. لیکن خبره ګونګه وه او ظاهراً داسې بریښیده چې امریکایان باګرام زندان ته د کمرو د ننوتلو اجازه نه راکوي.

خو په ارګ کې د چارواکو استدلال بیا دا و چې که افغانانو ته د زندان چارې سپارل شوې وي، نو دا زموږ حق دی چې خبریالانو ته اجازه ورکړو چې زندان ته ورشي او امریکایان باید دا ثابت کړي چې زندان افغان لوري ته سپارل شوی دی. په دغه ځای کې د افغان چارواکو دلیل پر ځای ښکارېد، خو د زورور اوبه پر لوړه خېژي.

بګرام ته داخلېدل او ننګونې

له ډیرو بحثونو وروسته، بالاخره په نهمه ورځ موږ د لوی څارنوال په لاسلیک داسې ځانګړی فرمان تر لاسه کړ چې له مخې یې باید موږ د زندان په داخل کې د ثبت اجازه راکول شي. خو موږ لا هم نه پوهیږو چې په زندان کې موږ کومې برخې کتلای شو. زموږ ټینګار دا دی چې مخامخ له زندانیانو سره د هغوی پر ژوند خبرې وکړو او د زندان بلاکونه وګورو. دا هرڅه په باګرام کې د پولیسو د نظامي قومندان تورنجنرال غلام فاروق بارکزي په لاس کې دي. دی ظاهرا خورا جدي جنرال بريښي او پر ټیلیفون ډیرې خبرې هم نه کوي. د باګرام په عمومي قوماندانۍ کې شاوخوا ۵۰۰۰ د ملي اردو سرتېري مېشت دي، چې د بګرام د مسوولیت ترڅنګ د دغو سرتیرو مشري هم د فاروق بارکزي په غاړه ده. دی ولسمشر ته نژدې کس هم بلل کیږي. د زندانیانو پالنه هم همدغه د ملي اردو سرتیري کوي.

سهار وختي چې لا لمر نه وه راختلی، دباګرام پر لور مو حرکت وکړ، زموږ د رهنمایۍ لپاره قوماندان بارکزي له وړاندي یو جیپ ډوله موټر کابل ښار ته را استولی و. د زندان داخلیدو لپاره ټول رسمي کارونه اوس پای ته رسیدلي، خو د هغه مهال حالاتو ته په کتو لا هم پوره په دې باور نه وو چې د زندان په داخل کې دې له زندانو سره د خبرو اجازه راکول شي.

کار مهم دی، خو اسانه هم نه دی، نو توکل مو په خدای دی. څه باندې یو ساعت وروسته، چې تازه لمر څرک وهلی و، د باګرام هغې سیمې ته ورسیدو چې یواځې د ملي اردو سرتیري پکې ولاړ وي. دوی لومړی هغه مامورین تالاشي کوي چې په زندان کې د زندانیانو پر دوسیو کار کوي. د ملي اردو له لومړي کمربند وروسته، دویم تلاشي هم د ملي اردو سرتیري کوي، خو په دې ځای کې نسبتاً کلکه ده.

له دې ځایه څو ګامه وړاندې باید هر څوک له موټر ښکته شي. دلته هر داخل ته تلونکی سړ ی- که په هر مقام او منزل کې وي، باید تلاشي شي، موټر او نور وسایل یې هم باید د ځانګړو ماشینونو له تلاشۍ تېر شي. پر سپي د موټرو او نورو وسایلو تلاشي کول ضروري دي. په دې دریمه تلاشي کې بهرنیان هم ولاړ دي، دوی په خپله تلاشي کوي.

د بهرنیانو پوښتنې

کله چې زموږ کمرې او د بي بي سي کارتونه دوی و لیدل او پوه شول چې خبریالان دي، موږ یې څنډې ته کړو. موږ ته له وړاندې ویل شوي و چې په دروازه کې داسې ووایئ چې: له قوماندان بارکزي سره مرکه کوو. نژدې پنځلس دقیقې دلته تم شو. بهرنیانو له موږ دا پوښتنې بیا، بیا کولې چې چیرته ځئ او له چا سره ګورئ؟ زموږ ځواب همغه و چې موږ ته ویل شوی و.

په دروازه کې مې د ملي اردو د تلاشۍ له یوه قومندان وپوښتل چې زندان خو تاسې ته سپارل شوی، نو بهرنیان ولې تلاشي کوي او د هر څه پوښتنه کوي؟ ځواب یې دا وه چې دوی په تخنیکي برخه کې مرسته کوي، خو موږ یې پر دغه تخنیکي برخه تر اخره پوه نه شولو. له وروستۍ تلاشۍ وروسته، داخل ته تللې ټولې ننوتې لارې په لویو سیمټي دېوالونو پوښلې دي او پر هر څو قدمونو کې د پيرې لپاره د ملي اردو او بهرنیو ځواکونو ولاړ ټاکنو لیدل کیږي.

د زندان د عمومي مسوول بارکزي خونې ته ورغلو، د لیوا ګڼ شمیر لوی قوماندان شاوا څوکیو کې ناست دي. دلته پراته د ملي اردو ټول ساختمانونه او دفترونه په نوي او عصري ډول جوړ شوي دي. د رپوټونو د جوړولو پرمهال مې، د بهرنیانو په لویو مرکزونو کې ډیر داسې ساختمانونه او ودانۍ لیدلې وې چې یا له لرګیو جوړ شوي وي او یا هم کانټنرونه وو. خو دلته هر څه بنسټیز جوړ شوې دي او ملي پوځ د سرتیرو لپاره د تمرین عصري ځایونه لیدل کیدل. هر څه پاک او منظم ښکاري او په دیوالونو د افغانستان د اساسي قانون لیکل شوې ځینې مادې لیدل کیدې.

زموږ لپاره مشخص ځایونه

د زندان مسوولینو له وړاندې زموږ د لیدو لپاره د ځاینو لېست ترتیب کړی او د ثبت لپاره ځایونه مشخص شوې دي. د خبریال لپاره دا ډیره دردونکې ده چې چارواکي له وړاندې د هغه د فلم او یا هم مرکو لپاره ځایونه او اشخاص محدود کړي . خو بله چاره نشته، هغه د چا خبره (د سوال یاري ده اوس به ګډه وډه شینه).

له جنرال بارکزي سره مو په خبرو کې هڅه دا ده چې هغه د خبرو له لارې په دې قانع کړو چې زموږ د مستند فلم لپاره په طبیعي ډول د صحنو د ریکارډ اجازه راکړي. که څه هم له موږ سره د ملي پوځ د مشرانو چلند خورا ډیر د همکارۍ بڼه لرله خو بیا هم د پوځي مشرانو قانع ګران اسانه چاره نه ده او هغه هم په دغه ډول حساسو شرایطو کې. ښاغلي بارکزي ټینګار کاوه چې له امریکایانو سره د ځانګړي تفاهم له لارې خبریالانو ته اجازه نه شو ورکولای چې د زندان داخل ته ننوځي، خو موږ ته له ډیرو لوړو مقاوماتو اجازه راکول شوې وه، چې ده یې تاب نه درلود نو ځکه لاره اواره ښکاریده.

خبرې اوږدیدې او هر جنرال په خپل نوبت خبرې کول غواړي، خو زموږ لپاره وخت په دغه ډول شرایطو کې له سرو زرو کم نه دی. تلوسه مو ده چې زندان ته داخل ته لاړ شو او کار پیل کړو. د زندان هغه دروازه چې موږ پرې ورداخلیدو دومره کوچنۍ او پېچلې وه چې یو کس ایله په سختۍ پکې تیریدلی شي، ځکه محرک سیخان پکې لګیدلې دي. له دغې دروازې لږ ورهاخوا دوه د تلاشۍ ځانګړي ماشینو نصیب شوي، دلته یواځې او یواځې هغه کسان داخلیدای شي چې ځانګړي کارتونه ولري. د دې تلاشۍ په دې خونه کې هم بهرنیان شته او هم د ملي پوځ سرتیري. کله چې د بهرنیانو زموږ پر کمرو او د بي بي سي پر کارتونو سترګې ولګیدې، هک پک شول. ځکه دا لومړی ځل وه چې خبریالان له ویډیویې کمرو سره داخل ته تیریدل.

له تلاشۍ تیر شوو، خو په خونه کې د ناستو بهرنیانو پر مزاج پوه شو چې ټیک نه و. دننه فضا ډیره ارامه ده، هرې خوا اغزن سیمونه لګیدلې دي، ټول سیمه کوڅه کوڅه ښکاري، له سړي پکې لاره ورکیږي. په لوړو برجونو کې سرتیري ګوته ماشه ناست دي، ځینې یې بهرنیان دي او ځینې یې د ملي پوځ سرتیري.

د هغه لېست له مخې چې د زندان چارواکو موږ په پام کې نیولی، په لومړۍ ورځ موږ باید د زندان اشپزخانه، روغتون، کتابتون، د مالوماتو د ذخیرې دفتر، له کورنیو سره د بندیانو د ټیلیفوني خبرو او مخامخ کتلو ځانګړی ځای، د خیاطانو خونه، د بندیانو لپاره د ځینو کارونو د زده کړو ځاینونه …. او ګڼ بېل بېل ځایونه ووینو او ثبت یې وکړو.

نژدې ګرده ورځ مو په دغه ځاینونو کې تیره کړه، له اشپزخانې نیولې او آن د خیاطانو تر خونې پورې په ټولو برخو کې خدمات خورا پاک او منظم ښکاریدل، دا ټول کارونه افغان سرتیرو کول، دلته مو بهرنیان ونه لیدل.

هغه برخه زندان چې د رپوټونو او رسمیاتو له مخې افغان لوري ته سپارل شوی و، شاوخوا شل بلاکونه یې رانغاړل، هر بلاک شپږ لویې خونې چې دوی یې (سلول) بولي درلودې، په هر خونه کې بیا له ۲۵ تر ۳۵ بندیان ځایدل. د چارواکو له خولې نژدې له ۶۰۰۰ تر ۸۰۰۰ بندیان به دغه زندان کې ځاییدلی شي.

غذايي سیستم او د زندان چاپیریال

هر بندي ته د تلاوت لپاره یو قران شریف ورکول کیده، دارنګه په کتابخانه کې یې ډیر نور دیني او سیاسي کتابونه هم لیدل کیدل، چې د چارواکو په وینا زندانیانو ترې ګټه اخیستی شوای. په تیرو څو کلونو کې، ما د افغانستان ځینې نور زندانونه لکه د څرخي پله زندان او د ننګرهار محبس…. هم لیدلي، د دې ترڅنګ مې په ایران کې او ترکیه کې خپله په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کال کې له لسو په ډیرو زندانونو کې میاشتې میاشې وخت تیر کړی. کله به مې چې د باګرام زندان سهولیتونه لیدل، نو له نورو زندانونو سره چې ما لیدلې و، پرتله سترګو ته دریده. دلته هر څه په معیاري ډول ښکاریدل، له ډوډۍ نیولې او آن د تفریح تر ځایه پورې هره برخه په منظم ډول جوړه شوې وه. خو که له زندانه سپینه ماڼۍ جوړه شي، بیا هم زندان وي.

د صحت برخه یې هم منظمه او مجهزه مالومیده، هغه مهال چې موږ ترې لیدنه کوله، ځینې ناروغ بندیان هم همدغې برخې ته راوړل شوې و. ټول ډاګتران یې پوځي خلک وو خو ځینې ناروغان چې ناروغۍ سختې وي، د تداوۍ لپاره د شهید سردار داود خان روغتون ته لیږدول کیدل. هغه مهال چې د خدماتو له یوه بلاک نه بل بلاک ته تیریدو، په دې منځ کې لوی لوی ودانۍ پرتې وې، دروازې یې کلکې تړلې وې. موږ ته اجازه نه وه چې دغه بلاکونه مو کتلې وای، یو افسر مې څنګ ته کړ، د بلاکونو مې تر وپوښتل: په دغه یوه کې بهرني بندیان دي چې موږ ته نه دي سپارل شوي او نور ډیر یې خالي شوي ځکه ډیر زندانیان یا خوشې شوي او یا هم د څرخي پله زندان ته ولیږدول شول. ښايي په بهرنیانو کې پاکستاني، چیچنایان او د نورو هیوادونو خلک ساتل کیدل، خو د لیدو اجازه یې چاته نه وه.

لومړۍ ورځ مو ټول د بندیانو په خدماتي بلاکونو کې تېره کړه. دلومړۍ ورځې له کاره موږ چندانې راځي نه وو، ځکه زموږ هدف له بندیانو، د هغوی له خونو او په ځانګړي ډول له هغو بندیانو سره خبرې کول وو چې امریکا یې د خوشې کیدو سخت مخالفت کاوه خو افغان حکومت یې د ازادیدو تابیه نیوله.

 وېره

خدای شته بېرته کابل ته د تلو پر مهال وېره احساسوو، ځکه د زندان په خوله کې د بهرنیانو حالت راته ظاهرآ ښه نه ښکاریده. جنرال بارکزي زموږ د محافظت لپاره د پوځ یو موټر له موږ سره تر یوه ځایه ولیږه.

په دویمه ورځ مو هڅه دا ده چې لومړی باید هغو بلاکونو ته لاړ شو چې بندیان پکې ساتل کېږي او له هغوی سره مخامخ خبرې وکړو، د زاندان چارواکي مو قانع کړل. د زندان په داخل کې له پنځو نورو دروازو تیر شوو ترڅو د زندانیانو خونې ته ورسېدو. د زندان د هرې خونۍ پر سر د ملي اردو دوه یا یو سرتېری ولاړ دی.

د زندان د خونو ارتفاع ډیره لوړه ده، خو د ځمکې له فرشه نژدې درې متره لوړ پکې په افقي ډول وسپنیز پیپونه اوبدل شوې دي، له دغو اوسپنو د پاسه د دوی د امنیت لپاره سرتېري ولاړ وي، هر سرتیری یواځې دوه ساعته د پیرې حق لري. هغې خونې ته چې موږ ورغلو، له ټولو بلاکونه د زندانیانو استازي د خبرو لپاره راټول شوې وو. دوی نژدې شل کسان دي. هر یو یې د خبرو لیواله دی او ډېر څه د ویلو لپاره لري. دلته پر زنداني هېڅ قید نشته. جنرال بارکزي دوی ته د هر ډول خبرو اختیار ورکړ او موږ هم همدغه څه غوښتل.

په دغو زندانیانو کې داسې کسان هم وو، چې تر پنځه نیمو کلونو یې په باګرام کې تېر کړي وو، خو د محاکمې په اړه هېڅ پریکړه نه شوې او لا هم بې برخلیکه و. د جرم نا څرګنده حالت، د هغوی د دوسیو ورکېدل او یا هم افغان لوري ته یې د دوسیو نه سپارل هغه مهم لاملونه وو چې دوی یې له مخې په زندان کې کلونه کلونه بې برخلیکه تیر کړې دي.

له دعا او تلاوت وروسته، د ټولو په استازیتوب لومړی قاري عبدالرحمان خبرې وکړې، دی د وردګو و. ده څلور نیم کاله په زندان کې تېر کړي وو، خو لا یې هم برخلیک مالوم نه و. هغه ویل د طالبانو لپاره د فملونو د جوړولو تور پرې پورې شوی، خو ټینګار یې دا وه چې پر ما دې ثبوت پیدا کړي او که ثبوت نه وي، ولې یې ناحقه څلور نیمه کاله را باندې تېر کړل؟

د زندان له قومندان سره مو همدغه خبره د ده په مخ کې شریکه کړه، ویل یې: موږ سره هېڅ نشته، نه ثبوت شته او نه هم اسناد، هر څه ګونګ دي. په خونه کې نژدې ټولو بندیانو هم دغه حالت درلود او د هېڅ یوه په اړه د دوی په وینا روښانه تور نشته او نه هم مدافع وکیلان لري. په زندان کې بې برخلیکه کلونه تېرول هم دزندانیانو لپاره او هم د افغان چارواکو لپاره لویه پوښتنه او سرخوږی و. ځینو خو یې حتا دا هم ویل چې پنځه کاله هېچا ترې پوښتنه نه ده کړې.

عقده، تور زندان او بې برخلیکه ژوند

په دغه خونه کې مې له ټولو کسانو سره خبرې وکړې، ځینې یې له دې خورا عقده من ښکاریدل چې ځانونه یې بې ګناه بلل خو کلونه کلونه د تور تمبو شاته ساتل شوې وو. ښايي د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه خبره تر یوځایه رښتیا وي چې (باګرام د طالب سازۍ فابریکه ده). آن ځینو خو یې د زندان قوماندان ته مخامخ دا خبره هم کوله، چې که خوشې شي، له بهرنیانو د خپلې بې ګناهۍ غچ اخلي.

هر زنداني له نیول کیدو وروسته، د هغه زندان کیسې کولې چې دوی (تور زندان) باله. ځینو پکې یوه میاشت تېره کړې و او چا پکې له میاشتې ډیر وخت تیر کړی و. خو د تور زندان په اړه نه هم امریکایان څه وايي او نه هم افغان لوری ترې خبر دی. یواځې هغه کسان د دې زندان د شکنجو او زورونو په اړه خبرې کوي، چې وخت یې پکې تیر کړی وي. زندانیانو د بهرنیانو له خوا د تحقیق پر مهال په تور زندان کې، د ځورنې بېلا بېلې کیسې کولې. له دوی مو وپوښتل چې ولې دغه زندان تور زندان وايي؟ د ټول ځواب یو ډول و، او هغه دا چې د شپې او ورځې توپیر پکې نه کیده.

د هلمند ځینو زندانیانو په هلمند کې هم د تور زندان د شته والي خبرې کولې. د هلمند یوه زنداني ویل چې ۲۴ شپې یې د هلمند په تور زندان کې تېرې کړې او بیا باګرام ته راوړل شوی دی. د کندهار یوه زنداني، د خونې په کونج کې له نورو زندانیانو پټ د ځورونو ډیرې ادعا شوې کیسې راته وکړې. هغه ادعا کوله چې د تحقیق پرمهال یې په اوبو کې سر ښکته شوی، صندوق کې اچول شوی، په ساعتونو ساعتونو خوب ته نه دی پریښودل شوی او ځینې نورې داسې ادعاوې یې کولې چې لیکل یې راته مناسب نه ښکاري، ځکه د زندان مشرانو یې د نه خپریدو غوښتنه هم کوله. د افغان پوځ جنرال خپله له دغو ډول شکنجو ناخبره و او نه پوهیدل چې تور زندان چېرته دی.

خو له هغه وروسته، چې دغه زندانیان افغان لوري ته سپارل شوي وو، هر څه بدل ښکاریدل، نه هم ځورونې وې او نه هم شکنجنې.

د اودسونو لپاره په هره خونه کې ځانګړي ځاینونه جوړ شوي وي، زندانیانو ته هره ورځ د تفریح لپاره د ولیبال میدان ته اجازه ورکول کیده او د زندانیانو له خبرو داسې ښکارېده، چې د ملي پوځ له چلند نه ډیر خوښ دي.

هر زندانې ته په میاشت حتماً یو ځل او یا هم دوه ځلي د سره صلیب د کمېټې له خوا د دې فرصت برابریده چې له خپلې کورنۍ سره تیلیفوني خبرې وکړې او یا هم له هغوی سره مخامخ وګوري. خو د زندان د اصولو له مخې، د دوی خبرې څارل کیدې. د کورنۍ له غړو سره د دوی د مخامخ کتلو لپاره ځانګړی ځای جوړ شوی، هلته زنداني په محرکه څوکۍ لیږدول کیده او د شیشې له لارې یې یو بل سره لیدای شوی. هر زنداني ته د خبرو لپاره یو ساعت وخت ځانګړی کیده. د زندانیانو دلیدو لپاره د هغوی میرمنې او ماشومان هم ورتلای شوای.

پښتانه

له هغو کسانو چې موږ ورسره خبرې وکړې، نژدې ټول یې د کندهار، ننګرهار، هلمند، وردګو، پکتیا، خوست او ډېر کم شمېر یې د نورو ولایتونو وو. د ۲۰۱۳ کال په منځ کې، د افغانستان په شمال کې او لویدیځ کې ځینو ولایتونو ته د ځانګړو رپوټونو د چمتو کولو لپاره تللی وم. د هرات، بادغیس، بلخ، سرپل، شبرغان…. او د کابل په څنګ کې پروان او د کاپيسا ولایتونو ډیرو برخو کې وګرځېدم. د دغو ولایتونو په هغو ولسوالیو کې چې پښتانه پکې مېشت وو، ټولې ناامنې وې، په ځینو ځایونو کې یې ښوونځي تړل شوي وو، ځینو کې یې اسانتیاوې نه وې او ځینې بیا ی د غربت له لویې بدبختې سره مخامخ وه. نو پښتانه د داسې یوې تورې توطیې ښکار شوي، هم په زندان کې دي او هم په خپلو سیمو کې ناکراره دي، او دا لړۍ همداسې لا روانه ده.

چې خبره مې راټوله کړم، له زندانیانو سره مو د غرمې ډوډۍ د زندان په همدې خونه کې تېره کړه. د ډوډۍ نظم یې سم او زندانیان هم ترې خوښ ښکاریدل. ځینې وخت وریژې، لوبیا او په اونۍ کې دوه ځلې غوښه او میوه هم ورکول کیده. د دې هر څه پیسې امریکایانو ورکولې ځکه لګښت یې خورا ډیر وو.

له دې وروسته، د زندان دویمې خونې ته ولاړو. په دې خونه کې یو شمېر هغه بندیان ساتل کېږي چې امریکا یې د خوشې کیدو سخت مخالفت کوي، دوی د امریکا له خوا د بهرنیو سرتېرو پر وژنه او نورو جرمونو تورن دي خو پر یوه هم داسې ثبوت نشته، چې دوی د افغانستان د قوانینو له مخې محاکمه شي. دلته مې د هلمنمد د ګرشک د ولسوالي د محب الله په څېرو داسې ځوانان هم ولیدل، چې عمرونه یې له اتلسو کلونو ښکته وو خو له دوو تر دریو کلونو وخت یې په زندان کې تېر کړی وو.

محب الله د بهرنیانو له خوا د نیولو کیسه داسې کوله: ( د امریکایانو ټانګان پر سړک روان وو، بم پرې پټاو سو، ما سړک له غاړې په پټي کې اوبه لګولې، امریکایان راغلل زه یې ونیولم او دلته یې باګرام ته راړوم، نه رانه پوښتنه سوی او نه مې دوسیه شته.)

د ډیرو هغو کسانو په اړه چې امریکا یې د خوشې کیدو مخالفت کاوه او تورن یې بلل، دلیل دا وه چې د نیولو پرمهال یې د دوی له جامو د باروتو بوی احساسوه، په همدې اساس د دوی کریمینل تخنیک دا ثابتوله چې دوی په بمونو کې لاس درلود. خو د افغان لوري دلیل بیا دا وه چې د افغانستان د قوانینو له مخې د باروتو بوی د جرم ثبوت نه شي کیدای شي، باید کره اسناد او ثبوت موجود وي. د افغان څارنوالانو بل دلیل دا هم وو چې د افغانستان په هر ځای کې بمي چاودنې ډیرې کېږي، نو که چیرې د هغو سیمو چې چاودنې پکې کېږي، شاوخوا ټول خلک د کریمینل تخنیک له مخې وڅېړل شي، د ټولو خلکو په جامو کې د باروتو بوی احساس کېږي، نو ځکه دغه دلیل مواجه نه دی.

امریکانو د دغو بندیانو د ساتلو لپاره یو بل دلیل دا هم راوړ چې د افغانستان په څېر په جنګي حالاتو کې امریکايي ځواکونه داحق لري چې تر نامالومې مودي هغه بندیان پرته له محاکمې وساتي چې دوی یې خانته خطر ګڼي. دا بیا بله نړیوال لانجمنه موضوع وه.

د ژبې لهجه

د ځینو بندیانو د خبرو له مخې، یو شمیر بې ګناه خلکو د ژبې د لهجې له امله هم کلونه په زندان کې بې برخلیکه تېر کړې و. د جنوبي ولایتونو خلک په عمومي ډول (یا) د (نا) په مانا کاروي. خو په انګریزي کې (Yeah) د (هو) مانا ورکوي. د امریکایانو او یا هم د بهرنیو سرتېرو هغو ژباړونکو چې دغه (يا) کلمه یې په (هو) تعبیر کړې وه ، هم ګڼ شمیر خلک تر زندان رسولي وو. خصوصا دا د هغو ژباړونکو ستونزه ده چې په پښتو ډیر نه پوهیدل. د زندان د یوه بلاک استازي د ډیرو دغه ډول کسانو کیسې راته وکړې، چې په همدې ډول نیول شوې وو.

ښايي اوس د دغو زندانیانو ډیر یې ازاد شوي او یا یې برخلیک مالوم شوي وي، ځکه هغه مهال یې پر دوسیو چټک کار روان و. خو له زندانیانو سره د خبرو پرمهال دا راته روښانه شوه چې هغه بې ګناه خلک چې کلونه کلونه بې برخلیکه په زندان کې ساتل شوي وو، یا ځورول شوي او یا هم شکنجه شوي دی، ډیره عقده من دي. په ننګرهار کې د یوه محلي چارواکي د خولې خبره ده، چې د ده په سیمه کې ډیری جنګیدونکي طالب مشران هغه کسان دي چې له زندان ازاد شوې دي. ښايي له زندانه ټول ازاد شوي کسان عقده من نه وي، خو د ځینو بېلګې د افغانستان د ملي امنیت چارواکو هم په کنفرانسونو کې بیا بیا اعلان کړې دي.

اوس چې د باګرام زندان د رپوټونو له مخې تړل شوی، لا هم دا پوښتنه پر خپل ځای دی چې بهرني ځواکونه د خپلو عملیاتو پر مهال نیول شوي کسان چېرته ساتي؟ ځکه دوی اوس هم په ځینو حالاتو کې پوځي عملیات مخ ته وړي او حتما تورن کسان له ځان سره وړي. په دغه مقاله کې ما یواځې هغه څه لیکلي، چې د زندانیانو له خولې مې اوریدلي او یا مې خپله لیدلې دي. له مقالې د هر چا تعبیر خپل دی.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې

3 thoughts on “له بګرام زندانه د سترګو لیدلی حال/ حفیظ الله معروف”
  1. تور زندان ؟
    د هغه بد او په ريښتیا هم تور ځای ته وایې چې بهرنیو ځواکو او په ځانګړې توګه امریکایي ځواکونه چې کوم شکمن کس ونیسې، له نیولو وروسته یې دغه بد او تور ځای ته د پښتنو او ګرویږنو لپاره لیږدوي، توله ورځ او شپه پکې لوی لوی ګروپونه لږیدلی وي او له څلورو خواوو یې ټول اړخونه له نور سیمې سره غوڅ وي. دا هغه ځای دی چې د څو ورځو وړاندې د سي آی اې د رسوایې راپور ورپورې تلړلی وو. دلته له زندانیانو سره هغه شان چلند کیږي چې هیڅ انساني قاموس او بشري کلتور یې نه مني، له هر راز قوانیو پکې سرغړونه ترسره کیږي او آن په هرډول انساني لومړنیو غوښتنو هم سترګې پټیږي.
    تور زندان د هغو وحشي امریکایانو او نور بهرنیو ځواکونو له خوا ساتل کیږي چې هلته په تور زندان کې هر کس ته د لوي مجرم او قاتل په سترګه ګوري او د هیڅ ډول حقوقو ته یې پاملرنه نه کوي. پدې زندان کې یو کس چې درې میاشتې او یوه اوونۍ یې پکې تېرې کړې وې، داسې څه راته د شکنجو او تعذیبونو په اړه وویل چې زما لیکنه هغه ټول د شرم او حیاء له امله په خپله لمنه کې تاسې ته نشي راوړلای. په لنډه وایم چې هرڅه چې ستا سو په سر کې راځي په تور زندان کې له شته کسانو سره ترسره کیږي او له یوه الله تعالی څخه پرته یې څوک غم او غچ هم نشي اخیستلای.

  2. ای لویه ربه تا ته یوازې سوال کوم چې زموږ دا خوار او مظلوم ملت له دغو تیارو ، بدمرغیو او ظلم څخه وژغوره . یوازې ته زموږ ژغورنکۍ یې. رحم وکړه لویه خدایه

  3. مطلب دا چې دپښتوژبې زندان۰داداسې ژبه ده چې ځمکه ئې په ریږدیدوراوستې، ددې ژبې ویونکې هغه بازان دي چې په دې تیاره زندان کې ئې نه ښي ایسارولی۰

ځواب ورکول akhtar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *