وحشت له لریتوب، او الفت له نیږدېکته زېږي. د کورنۍ غړي ځکه وبله الفت لري چې ګډ اوسېږي. د غرنیو او یوتوکمه لرې پرتو ولایتونو ځوانان ځکه ډېر د قومي تعصب ښکار کېږي چې دوی له متقابل قوم سره نیږدې نه اوسېږي.

په یوه تلویزیون مې د هغو اروپایانو په اړه مستند فلم کوت چې له محرماتو سره جنسي اړیکې ساتي. یوه جالبه خبره دا وه چې اکثره هغه محرم له محرماتو سره جنسي اړیکې ساتي چې ډېر وخت یو له بله لري اوسېدلي، او کورنۍ یې نه ده لرلې.

منطقيانو به انسان ټولنیز حیوان باله.

د حیوانتوب خبره یې اېخوا ته، خو د ټولنیز توب خبره یې بیرته د انسانیت مترادفه ده. انسان چې له انساني ټولنې ووت، د انسانیت، چې له اسلامي ټولنې ووت، د اسلامیت، او چې له افغاني او ملي ټولنې و ووت، د ملي توب او افغانیت جوهر له لاسه ورکوي.

پښتانه ځکه د نورو دینونو په اړه ډېر کرکجن او متعصب دي چې ۹۹ فیصده مسلمان او په اسلامي انزوا کې واقع دي.

په نړۍ کې، هغه ولسونه چې ګڼ مذهبي او ګڼ دیني دي، دیني تعصب یې کم دی. مثلا، د ترکیې خلک د مسیحیانو پر پوله پراته دي، او ګڼ نور ملتونه دي چې له مسیحیانو او نورو سره ګډ اوسېږي، عصبیت یې کم، او انسانیت ته په ډېر احترام قایل دي. سعودیان په مذهبي انزوا کې اوسي، ډېر متعصب او کرکجن دي.

مسلمانانو د اوس په پرتله پخوا له مسیحیانو، یهودانو، او هندوانو سره ډېر اختلاط درلود، ځکه نو پخواني مسلمانان تر اوسنیو ډېر مسامحه کار او نرمښت لرونکي ول.

دا ټول موضوعات استثناءات لري. استثناءات ډېر کله هغه وګړي دي چې ایډیالوژیک تعصب لري. زه هغه نه یادوم. هدف مې فرهنګي او دودیز ذهنیت دی.

هرڅومره چې د انسانانو ترمنځ ګډوله، مشارکت، روابط، او معاملات زیات شي، په هماغې اندازه انسانان لویو مشترکاتو ته ډېره لېوالتیا ښیي، او د “تعالوا إلى كلمة سواء بيننا و بينكم”  ضرورت مطرح کېږي.

یو وخت یې په وزیرستان کې په کور کې یو جاینماز را کړ، چې دا هغه پورې کارېز ته یوسئ، کلک کلک یې و وینځئ. موږ په هغه یوه جاینماز ساعتونه ضایع کړل.

په دې جاینماز باندې روسي سرتېري ختلي ول.

موږ روسي ته د نجس په سترګه کتل.

په سیاسي لحاظه دومره کرکه په کار وه. له دښمنه کرکه د دښمن په وړاندې د مقاومت انګېزه ده.

خو موږ دا کرکه په انساني لحاظ کوله. موږ تر اوسه په دې باور یو چې کفار نجس العین دي.

د نورو انسانانو په اړه دا ذهنیت سم نه دی.

خدای پاک وایي چې ما بني آدم ته کرامت ورکړی. دا یې نه دي ویلي چې ما یواځې افغان ته، یا یواځې پښتانه ته، یا یواځې مسلمان ته کرامت ورکړی دی.

په دنیوي چارو کې د کافر ګاونډي حق د مسلمان ګاونډي، د کافر ښاري حق د مسلمان ښاري، د کافر پلار او مور حق د مسلمان پلار و مور، او د کافر قریب، او خپلوان حق د مسلمان قریب او خپلوان د حق برابر دی.

د اسلام اخلاقي نېکیانې انساني دي. ترحم، وفا، ښه ګاونډیتوب، صله رحم، او نور اخلاقیات د کافرو په حق کې همدومره مراعاتېږي، لکه د مسلمان په حق کې.

د مسلمان لپاره د ترحم امر یواځې په مسلمان پورې محدود نه دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم وایي: “ارحموا من في الأرض یرحکم من في السماء”

د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ، د اسمان والا به پر تاسې رحم وکړي.

د دین په لویو لویو پیغامونو او اصولو کې یو مهم پیغام عدالت دی.

د دین د عدالت پیغام یواځې مسلمان ته نه، بلکې انساني دی.

اسلام حتی د هغو کفارو په اړه هم د عدالت امر کړی چې له مسلمانانو سره بد کوي. آیت شریف وایي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ”

ای مومنانو، تل د خدای لپاره پر حق قایم اوسئ، او په عدالت شاهدي ورکوئ، او هیڅکله مو د یوه قوم (د کفارو) بدي له عدالت څخه ونه باسي. عدالت قایموئ، عدالت تقوا ته نیږدې دی، له خدایه – د عدالت د نه تأمین په اړه – وېره ولرئ، خدای پاک ستاسې په اعمالو خبر دی.”

آیت شریف وایي: “لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ”.

کوموا اهل کتابو چې له تاسې سره جګړه نه ده کړې، او تاسې یې له خپلو کورونو نه یاست کډه کړي، خدای پاک تاسې له هغوی سره له نېکۍ او انصاف څخه نه منع کوي. د خدای پاک انصافداره بندګان خوښېږي.”

دا عدالت یواځې په وژنو نه وژنو کې نه، بلکې په هر څه کې لازم دی. په قضاوت کې، په سود سودا کې، په جنګ کې، په سیاسي معامله کې، په ټولنیز ژوند کې، او په قضاوتونو کې.

د هر چا ښه ته ښه ویل عدالت دی.

د مطیع الله تراب شعر به مو اورېدلی وي. وایي، پښتون خو پرېږده، د روسي وجدان به ومني دا؟

دا ډېر غیر واقعبینانه سوچ دی. ته روس غوندې یو عظیم، سوبمن او غښتلي ملت بې وجدانه، او ځان غوندې یو پایمال، فقیر، وږی، محتاج، او د تاریخ بې آبرو شوی قوم باوجدانه ګڼې. ډېره لرې ده یاره.

خبره ټوله د بې وجدانۍ ده. که زموږ وجدان پر ځای وای، دومره نه پایمالېدلو.

د تراب صاحب ذهنیت هم میراثي دی. هغه هم، لکه زموږ د اطراف ښځمنو، اورېدلي چې کفار نجس العین دی.

دا ډول روایتي ذهنیتونه په نننۍ لویه نړۍ کې زموږ د اوسېدنې او تعامل استعداد له منځه وړي.

له انساني نړۍ سره زموږ د تعامل د وړتیا لوړولو لپاره د هغو کسانو مثبت کردار ډېر ضروري و چې د مهاجرت له امله یې د د نړۍ له ملتونو سره د تماس زمینه او فرصت ترلاسه کړی دی.

عربو چې کله له اروپا سره د مهاجرت تار وغځاوو، او ګڼ عرب په اروپا او امریکا کې مېشت شول، د ادبیاتو، او علمي آثارو د انتقال یو پل یې وغځاوو، آن تر دې چې یو نوی ادبي مکتب یې رامنځته کړ، چې د کډوالو ادبي مکتب بلل کېږي، خپلې نښې او سبکونه لري.

بالعکس، افغانان لوېدیځ ته ولاړل، نو یوه ډله یې تر افغان مېشتو ډېر منجمد، تورمغزي، او کورمغزي شول. له هغه ځایه یې د جهاد فتواوې را نمبر کړې. د بیالوژیکي سیستونو په څېر یې تر ځان غلافونه را تاو کړل، او له خپل محیط سر له تعامله او تأثره یې ډډه وکړه.

افغانانو په اروپا کې هم د پاکستاني تبلیغي شکله، اخواني شکله جاسوسانو لاسنیوی پیل کړ. اروپا ته د تللي یو افغان کیسه مې تعقیبوله. دې بدبخته ځوان په لندن کې د  جنرال حمیدګل غړوندي ته سر ننه ایستلی دی. هلته یې سره پیدا کړي دي.

پنجابي ځبړږیري جاسوسان په اروپا کې هم افغان ځوانان تعقیبوي، او په خپلو نجسو لومو یې ښکېلوي، او غواړي د افغان کرکټر هم لکه پنجابی او پاکستانی کرکټر، تور، کرغېړن، او بدنام کړي.

دا په ټوله کې زموږ د لیکوالو، په او په ځانګړې توګه د مهاجرو لیکوالو دنده ده چې موږ له انساني ټولنو سره نیږدې او موږ د انزوا له دې وحشت څخه وباسي.

 مجيد قرار

13 thoughts on “له بشریته ګوښه توب د دیني کرکې سرچینه ده”
  1. Qarar sab pa Qalam.de brakat sha . Shkoli.likanay kaway . De noroo almi likano pa intzaar . Masha Allah almi aw de mana aw mohtawa na daka likana kaway

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!

    “لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ”.

    کوموا اهل کتابو چې له تاسې سره جګړه نه ده کړې، او تاسې یې له خپلو کورونو نه یاست کډه کړي، خدای پاک تاسې له هغوی سره له نېکۍ او انصاف څخه نه منع کوي. د خدای پاک انصافداره بندګان خوښېږي.”

    ښاغلی قرار صيب ستاسو له نيوکو ډکې ليکنې او له خپل سيمه ييز ذهنيت سره په ټکر کې کرښې کله کله لولم، مګر ستاسو په دغه ليکنه کې له بهرنيو ملکونو که هغه کفار دي، که مسلمانان دی او که هندوان دي او يا هم له دينه اوښتي دي سمې ملايکې جوړې شوې دي، مګر خپل ولس مو د انزوا، تعصب او کليوالي يا افغاني ذهنيت زېږنده ګڼلی دی، خو که تاسو لږ څه د بشر تاريخ ته ځير شی، نو کېدلی شي يوې بلې پايلې ته ورسېږی.
    له عيسويت مخکې د موسی (ع) او بيا د اسرايلو د ټبر ظلمونه په سيمه کې، چې ویل به يې یهوديآن د خدای نازولي دي، چې تر ننه په همدغه ذهنيت ژوند کوي او حق لري نور ټپرونه لاندې کړي، ويې وژني او ځمکې يې غصب کړي، چې د فرعونيانو ريښه هم په یهودي سجره کې ملحقه کېږي، بيا د رومانيا د ځواکونو نخرې او د سکندر مقدوني کانې هم د بشر په تاريخ کې ثبت دي، همدا ډول د عيسويت خپرېدنه په لاتنيه امريکا کې او لرې يا شرقي آسیا کې خپل زړه بوږنونکي اړخونه لري، چې (ګودن داخ) وراشه يا سهار مو په خير، چې په مارتول، ساتول او خردم به يې د غير عيسويانو سرونه ورماتلو، وژل به يې او په دې ډول به يې خپله مذهبي جګړه له نورو سره کوله!
    د يولسمې او دولسمې پېړۍ صليبي جنګونه هم د تاريخ په ټټر کې ثبت دي، چې د ايوبي له نامه سره يې هم رېښې خښې دي، د بوديست جنګېز خان ظلمونه هم بشر په خپل پوست احساس کړي دي او همدا ډول اسلامي ځواکونو هم خپلې کاروايی د عربو، افغانانو او تورکانو په مټ تر سره کړي دي، نو د اروپايانو لومړۍ نړيواله جګړه او دويمه نړيواله جګړه هم په همدغه بشر، چې زما او ستاسو سره په يوه ځمکه ژوند کوي تپل شوې وه او په دواړو جګړو کې تر ۷۰ ميليونه او يا هم زياد انسانان پکې ووژل شول، چې د ننني افغانستان د ټول نفوس دوه يا درې چنده انسانان ول.
    تاسو ته د جرمن لخوا د یهوديان ټولوژنه يا توکموژنه (جنوسايد) يادېږي، مګر د تورکانو لخوا د ارمنستان جنوسايد چې تر ۲ ميليونه اورتودوکس عیسوي ارمنيان د سوني، حنفي تورکي مسلمانانو لخوا سټ شول، پټه خوله پاتې دي، چې لانجه يې تر ننه په نړوالو سازمانونو کې يادېږي. د ۲۰ پېړۍ په پيل کې د ۱۱۵۰۰۰ چينايي کارګرانو ټولوژنه په موډرنه آسټرليا کې هېڅوک نه یادوي، چې ګواکې په آسترليآ کې د چينيانو د نفوس د زياتوالي د مخنيوي په موخه يې بې ګناه چينايي کارګران ووژل، مګر انګرېز او بچيان يې تر ننه هڅه کوي، چې دغه پېښه له تاريخه پټه وساتي، خو بيآ هم تاسو کولی شی دغه معلومات له اېنټرنېټه وموندی!
    رابشم د افغانستان معظلې ته، ځکه هم زما او هم ستاسو ګډ ټاټوبی دی، نو په پېړيو د ايران يا زاړه فارس لخوا زموږ نسلونه په کلتوري، نظامي او سياسي بڼه ترورېدل او تر ننه همدغه پاليسي روانه ده، په ۱۹۱۹ ميلادي کال همدغه ايران د افغانستان د خپلواکي مخالف وو، د افغانستان د ۱۹۹۲ـ۱۹۹۶ کلونو په جګړو کې همدغه ايران برلاسی وو، چې زموږ ملتونه يې سره واچول او نن بيا د امريکايي يرغل په ترڅ کې يې هم په پراخه پيمانه په افغانستان کې کلتوري يرغل ته لاس اچولی دی، خو سعودي عرب او مغول تورکان هم بې برخې نه دي پاتې شوي.
    زموږ په هېواد په ۱۹۷۹ کال روسانو يرغل وکړ، مګر زموږ افغانانو خو په هېچا يرغل او تېری نه وو کړی، خپل کمونيستان به مو پخپله رټلي وی، نو دوی ته څه اړتيا وه، چې زموږ په مملکت يې بربنډه تېری وکړ او تر دونيم ميليونه خلک يې راته سټ کړل، د افغانستان اداري، تعميراتي او ټولنيز واحدونو يې راته دړې وړې کړل، آيا بيا هم موږ د دې حق نه لرو، چې خپل حق وغواړ، د خپل موجوديت ژمنتيا ولرو او د خپلو بشري افغاني ارزښتونو تضميڼ ولرو!
    زموږ ګاونډي هېوادنو له شيعه ايرانه نېولې، تر حنفي تورکيې او هندو صفته پنجابي پاکستانه پورې زموږ په حريم تېری کړی او زموږ کلتوري ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړل، چې د اخوانالمسلمين يا هم اخوانالشياطين تر پوړني لاندې په يو او بل نامه يې زموږ د ولس افغاني ذهنيت وځپلو، چې نن يې تاسو هم ځپی او رټی! همدا ډول د نړۍ بل ځبرځواک يعني عيسوي امريکا له ۴۹ نورو سره تر يوې او بلې پلمې لاندې زموږ په خاوره يرغل وکړ او ننني ناورين يې زېږولی دی، چې قرباني يې د سيمې ټول ملتونه دي، خو بېخ يې پکې د افغنانو وايستلو!
    بيا هم د بشر تاريخ ته يو ځل پام وکړی، ځکه عيسويانو په ايندونيزيا کې عيسويت خپور کړ، مګر د ايندونيزيا د تيلو د زېرمې سيمه يعنې شرقي تيمور، چې د عيسوي شويو اندونيزيايانو شمېره پکې ډېره يآ بلکول له عيسويانو ډکه سيمه ده، ليا ۲۰ کاله مخکې له اندونيزيا بيله کړه، په جنوبي سودان کې هم د تيلو ناندره روانه ده او د عیسويانو سيمه يې د مذهبي اوښتون او د مسلمانو سودانيانو عيسوي کېدلو په ترڅ کې له ننني سودانه ليا دوه کاله مخکې بېله کړه، نو دا ډول پېښې ډېرې دي، چې يادې شي.
    په ډېرو ملکونو کې مسلمانان ځپل کېږي او په نور کې بيا دا نور خوړل کېږي، چې د اورتودوکسې روسيې پر ضد هم غربي پروتيستانټ او کوتوليک نړۍ يو پلو ته شوې ده، چې د دوو اونيو مخکې د اوکراين ناندره درپه ياد کړی، ځکه روسانو اوکراين د ۱۵ ميليارډو ډالرو په ورکولو نن سبا خپل کړ، مګر د سبا د جګړو او زور آزموينې تضمين يې نه شته!!!
    په هندوستان کې د بابر جومات ړنګول، په اروپا، امريکا او د افغانستان په امريکايي بېسونو په منځ کې د اسلام د دين سپکاوی او د قرآن کريم سوځول او سپکول هم له هېره مه وباسی او په فرانسه، هالنډ ، ډنمارک کې له مسلمانانو سره نېغه کرکه هم خپل اړخ لري، په بهرنيو ملکونو کې هم د مسلمان، هندو، عيسوي او يهودي د ژوند او دين لارې بېلې دي او کرښې يې هم تېرې دي، په خينو ملکونو کې تر ۶۰ سلنه خلک د مهاجرينو او په تېره د مسلمانانو ضد دريځ لري، مګر دا چې ولې يې نه شي رټلی، نو علت يې دا دی، چې نړيوال تضمين د سوله يز ژوند د ۲۰۰ ملکونو او د لسهاوو اقتصادي او نظامي ځبرځواکونو موجوديت دی او که نه نو هم به يې ته خوړلی وی او هم موږ او هم نور ملتونه! خو پلمه به يې تل ورته جوړوي، چې يو او يا بل ملت په عيسويت کې مدغم شي او يا لکه کلتوري واحد له منځه لاړ شي، نو په شيريلانکا کې د شرقي پړانګانو د مبارزې او تري تام کولو تاريخ يو ځلې تر سترګو تېر کړه، چې د اعتماد او بې اعتمادي په ذهنيت پوه شې، سياست د تړلو ورونو تر شا کېږي او ملت ته د سم ژوند پاليسي بيا رسا کېږي!
    پايله دا ده، چې د فارسي متل دی: مالته هوش کُن و همسايه را دزد نګير! له نورو سره ښه سلوک انساني او بشري ارزښت دی، مګر په خپلو ارزښتونو پام نه کول د خپل کور بربادي ده، ښه ويل شوي، چې: مه دومره تريخ شه، چې تو دې کړي او مه هم دومره خوږ شه، چې ودې خورې!
    معه سلامو کم الاهلول مبلغين
    ملا ميوند آخوند

  3. قرارصاحب لیکنه دي ډیره علمي اوواقعبینانه ده ، باید زموږلیکوالان ،شاعران ، پوهان اوروڼ اندي په دغه جهت کي ځان ډیرمصروف کي چه هم مکلفیت دی هم ضرورت . چه حمیدګل په لندن کي افغانان نه پریږدي اودبربادی کندي ته یی ورغورځوي موږباید دخپل کورکوڅي بازار اوکلي خلګ چه نژدي دي څنګه لاس رسۍ ونه لرو؟ ددا ډول ذهنیت پرضد کرکه باید روا وبلل سي که څنګه ؟ مننه

  4. سلامونه
    قرارگله په قلم او فكر د بركت شه او د الله ج نه درته روغتيا سلامتيا او باعزته عمر غوارم .
    زه هيلهمند يم چه دا او داسي نوري ليكني هيوادوال د پشتنو تر سترگو او غوژو ورسوي تر سو زموژ اكثريت نادان كورمغزي او د اسلام په نوم له اسلام نه ناخبره جاهلان د ته متوجه شي چه ژوند په د دنيا كي داسي ندي چه موژ غوره كراي دي چه له هر شي نه نفرت لرو.

    بلكه دا دنيا يو باغ دي چه رنگارنگ گلان لري او موژ پشتانه هم د دي باغ يوه حصه يو.
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  5. گرانہ..اشداء علی الکفاررحماھم..الایہ.اسلام یودین اویوہ لاردہ.نہ سخت دریزی اونہ نرم دریزی.سرحد روشانہ دی .دمسلمان سرہ رحم اودکافر سرہ شدت اوجنگ کینہ.ھغہ کافر پہ استثناچی جزیہ ورکو اسلامی دولت تہ.کہ دکفاروسرہ دسخت چلند معاملہ واجب دہ .محمد.ص.دمدینی یھودوسرہ سہ اوکڑل..

  6. سلامونه !
    جناب ملا ميوند محترم ستاسو كامينت زه هر وخت لولم او ستاسو اند ته احترام خو يوه هيله در نه كووم چه كامينت مو لژ په انصاف ليكي شپژ توكه تاريج مه ليكي

    لژ يي لند ليكي او په هولندي كي وايي )kort maar krachtig= لند مگر قوي)
    ديره مننه

  7. راځی پاکه تصفیه کړو له نفرته خپله وینه
    په یوه انسانیستان کی مینه ولمانځو په مینه

  8. ګران عبدالمجید قرار:
    ستاسو اکثره لیکنی او تبصیری ډیری منطقی او پر ځای دي، الله ج نور هم توفیق درکړی چه خپل ولس ته خدمت وکړی. د پورتنی لیکنی په مورد صرف دومره عرض کوم چه د نړی ټول ولسونه زمونږ او تاسو په څیر په انزوا کی قرار لری. چینایی ولس د امریکایی سره په تعاملاتو نه پوهیږي، روسی د عربو سره نه پوهیږي، او انګریز له جاپانی سره په تعمالاتو سر نه خلاصیږي، البته زه د ولس او عامو وګړو خبره کوم. مګر دولتونه بیا په خپل مابین کی یو له بل سره ګډه سوداګریزه، سیاسي او کلتوری ژبه لری.
    زمونږ ولس باید هیڅکله هم په بل ولس کی ځان مدغم نکړی او نه باید د تعامل په حالت کی خپل اصلیت د لاسه ورکړی. هر ولس د ځان د بقا او سر لوړی لپاره خپل ارزښتونه تعریف کړیدي، مونږ هم د یو ژوندي ولس په توګه خپل ارزښتونه لرو، خپل کلتور لرو او خپل دین او مذهب لرو، دا خو یوه طبعی خبره ده چه د افغانانو به له نور ولس سره په تعاملاتو کی ستونزه موجوده وي. مګر که تاسو د نړی نور ولسونه وګوری هغوی بیا د افغانانو څخه ډیر په انزوا کی قرار لری او د نورو ولسسونو سره هیڅ ګډه ژبه نلری. زه تاسو ته د جاپانیانو مثال درکوم، د دوهمی نړیوالی جګړی په وخت کی امریکا ټول هغه جاپانیان چه امریکایی تابیعت یی درلود په نظارت خانو کی واچول سره لدي، چه دا دامریکا د قانون خلاف کار هم وو، دا پدي خاطر چه جاپانیان په نشنیلزم او خپل کلتور او ارزښت ساتلو کی ساری نلری، امریکا ویریدله چه په جاپان اټوم بم د غورځیدلو څخه وروسته امریکای اصله جاپانیان په امریکا کی خرابی ونکړی. همدارنګه چینایان په اندونیازیا، اروپا، امریکا او نورو هیوادونو کی په سلګونو کلونه بعد هم جینایان وي حتی څو نسلونه یی چینایان پاتی وي، نه یی ژبه بدله کړی وي او نه هم کلتور. که د هند د سیکانو مثال درکړم نو همدا حال یی ده. او که د افغانانو مثال درکړم نو په دری لسیزو کی یی هم ژبه د لاسه ورکړی او هم یی کلتور د لاسه ورکړی. افغانان یو له هغو ولسونو څخه دی چه ډیر ژر تعامل کوی او خپل اصلیت د لاسه ورکوی.
    که مونږ غواړو چه د نوری نړی سره تعاملات هم وکړو، په خبره هم ورسره پوه شو او خپل اصلیت هم وساتو نو باید مونږ خپل ځان خود کفا کړوو، مونږ باید خپل ځانګړی تعریف ولرو چه مونږ څوک یو؟ زمونږ ارزښتونه څه دي؟ زمونږ ملی لباس، ملی ژبه، ملی موزیک، ملی……. څه شی دي؟ زمونږ ارزښتونه څه دي؟ مونږ له پاکستانی، ایرانی، عرب سره څه توپیرونه لرو؟ اوس خو که هر افغان په بهر کی ځان معرفی کوی، یا خپله ژبه معرفی کوی، یا خپل لباس او کالی معرفی کوی، یا هم دینی ارزښتونه معرفی کوی، نو د نورو هیوادونو په چتر کی راځو. مثلا اسلام دین عربی ده نو زمونږ هره اسلامی او دینی کړنه په عربو پوری تړل کیږي، فلهذه مونږ هیڅ ځانګړنی نلرو پدي مورد، زمونږ ټول دولتی راکړه ورکړه په دری ژبه ده چه په نړی کی ورته فارسی یا ایرانی ژبه ویل کیږي، چون ایران زمونږ څخه په نړی کی په دری ژبه کی ډیر شهرت لری نو زمونږ د ژبی ارزښت راڅخه ایران خپل کړ مونږ ته هیڅ ځانګړنه د افغان په صفت پاتی نه شوه، پښتو ژبه خو هسي هم نړیوال معیار نلری او که چیرته کومه خبره پیدا هم شی نو پاکستان کی څلویښت ملیونه پښتانه اوسیږي او په افغانستان کی به ممکن د پاکستان د نیمایی څخه لږ زیات وي نو بیا هم د پښتو ژبه او د پښتو سندری، موزیک او لباس درڅخه پاکستان خپل کړ. اوس زما پوښتنه بیا دلته ده چه مونږ نړی ته کوم خپل ارزښت د سوچه افغان په نامه معرفی کولای شو؟
    نه دین یواځي زمونږ دی، نه ژبه یواځي زمونږ ده او نه هم موزیک او لباس یواځي زمونږ دی نو ځکه ممکن مونږ نړیوال د یو خاص ځانګړی ولس په صفت ونه پیژنی!!
    که چیرته مونږ اول خپل ارزښت وټاکو او هغه په نړیوالو ومنو، دوهم یو قوی دولت ولرو چه له نړی سره زمونږ د اقتصادی، کلتوری، سیاسي ارزښتونو په رڼا کی ماملی او تعملات وکړی نو زمونږ ولس ته به هم د تکیا ځای پیدا شی بیا به نه په پاکستانی پسي ځي او نه هم ایرانی پسي.
    زمونږ افغانانو څخه خپل ځان ورک ده مونږ باید خپل ځان بیا تعریف کړو. مونږ څوک یو؟ او زمونږ ځانګړنی له نورو ولسونو څخه څه شی دي؟ او زمونږ ارزښتونه څه دي؟
    کله چه مونږ ځان وپیژانده اودنورو ولسونو په څیر خود کفا شولو بیا زمونږ ټوله ستونزه حل ده، دا چه څرنګه خود کفا کیدلای شو، سالمی رهبری او ریښتیني رهبرانو ته ضرورت ده او بس
    و من الله توفبق
    دلاور فیضان

  9. قرار صیب،
    بلکل همداسی ده، په مسلمانانو کی د افراطی ډلو د زیاتیدا دلیل همدا دی چی دوی په ټولنیزو چارو کی له نوری نړی شاته پاتی دی او له هغوی سره یی ارتباط کم دی نو ځکه یی له هغوی دومره کرکه کیږی چی په هیڅ شکل یی نشی ځغملای هغه.

ځواب ورکول motahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *