تاند- په حکومت کې شاملو او له حکومته دباندې د هزاره ګانو استازو غوښتنه وکړه چې له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا دې د بامیان له لارې پلازمېنې ته ورسول شي او کنې مظاهرې به وکړي.

د د ولسي عالي کمېټې په نوم د هزاره ګانو استازو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په هیڅ صورت به ونه مني چې د وارداتي برېښنا مزي د بامیان او میدان له ولایتونو پرته له بلې لارې وغځول شي.

حکومت پرېکړه کړې چې دا برېښنا د موجودو مزو په وسیله له بغلان څخه پروان او بیا کابل ته ورسول شي خو د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش او پخواني مرستیال ولسمشر کریم خلیلي په شمول د هزاره قوم استازي وايي چې له بغلان څخه دې بامیان او بیا د میدان وردک د بهسودو له لارې مزي تېر کړل شي.

(د دې پروژې په اړه تفصیل)

د ولسي عالي کمېټې غړي وايي چې ولسمشر غني په زور او عبدالله په پټه خوله د بغلان – پروان له لارې د برېښنا له انتقال سره موافقه کړې ده خو دوی به دا پرېکړه ونه مني.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وايي چې د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلواټه برېښنا د انتقال پرېکړه د حامد کرزي د حکومت په دوره کې په ۱۳۹۲ لمریز کال شوې وه او اوس دا امکان نشته چې د دې پروژې مسیر بدل کړای شي.

عثماني تاکید وکاوه چې دا پرېکړه بدلېدای نه شي او ویې ویل چې که تغییر پکې راوړل شي نو ۱۲ ولایتونو ته د برېښنا لېږد به اغېزمن شي.

د اوبو او انرژۍ د وزیر په وینا د برېښنا د مزو د مسیر د بدلېدو په صورت کې وردک، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، پروان، پنجشېر او کاپیسا ته برېښنا نه شي رسېدای.

پرون /دوشنبه/ د انرژۍ مرستیال وزیر امان الله غالب په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دې پروژې مالي ملاتړ کوونکو امریکا او جاپان ورڅخه غوښتي چې له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلواټ برېښنا د انتقال مسیر ژر تر ژره څرګند کړي او که د اپریل تر پایه یې څرګند نه کړ ممکن دا پروژه ۱۸ میاشتې وځنډېږي.

د غالب په وینا دا مسیر نور بدلېدای نه شي. ځکه چې د اپریل میاشت پای ته رسېدلې او مرستندویو هیوادونو ته خبر ورکړای شوی دی.

ویل کېږي چې دا د افغانستان د بریښنا په تاریخ کی تر ټولو لویه ملي پروژه ده چې د درو پړاوونو د بشپړېدو په صورت کې به له ترکمنستانه ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا تر کابل او بیا په درې خطونو کی میدان وردګ، غزنی، زابل، کندهار، جنوب لور ته لوګر، ګردیز او خوست او یو لاین یې د کابل دشت برچي او ارغندې سیمو ته وغځول شي.

One thought on “له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا لانجمنه شوه”

ځواب ورکول کامران ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *