تاند- ۱۲۵ افغانان، چې جرمني ته د پناه لپاره تللي ول، نن د جرمني او افغانستان د حکومتونو په مرسته بېرته خپل هیواد ته راغلل.

په یوې اعلامیې کې، چې نن سهار د دغو افغانانو له راتګ سره په یو وخت خپره شوه، ویل شوي:«نن ۱۲۵ افغان اتباع هیواد ته راوګرځېدل. دوی د قاچاقبرو له لوري په خطرناکو او خورا سختو لارو جرمني ته بېول شوي وو خو وروسته له دې چې هلته پوی شول چې راتلونکې یې په خپل هیواد کې ښه کېدای شي او خپل هیواد ته پکار دي، په خپله خوښه افغانستان ته راغلل.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو افغانانو د بېرته راتګ مصرف د جرمني حکومت ورکړی دی.

له راستنو شویو افغانانو سره به د مهاجرت نړیواله اداره یوه انداره مالي مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی چې د جرمني او افغانستان د حکومتونو په مرسته به نور افغان پناه غوښتونکي هم له جرمني بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

ویل شوي چې په جرمني کې له تېر کال راهیسي ۳۲۰ تنو افغانانو خپل هیواد ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې ده.

په جرمني کې د افغانستان سفیر حمید صدیق ویلي چې په بون او مونشن کې د افغانستان کونسلګریو او په برلین کې سفارت ته ۳۲۰ تنو د بېرته تګ تقاضا کړې ده.

2 thoughts on “له جرمني څخه ۱۲۵ افغانان خپل هیواد ته راغلل”
  1. زما په نظر ډير ښه کار يي کړی دی، رزق ورکونکي الله پاک دی دلته هم د سبحان تعالی لخوا رزق ورته ورکول کیږی او قناعت کښی زمونږ او ستاسو کامیابي ده

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *