تاند- د افغانستان له حکومت سره د طالبانو یوځای شوي قوماندان ملا عبدالغفار طوفان وايي، ایران، روسیې او چین ورسره مرسته کوله.

ملا عبدالغفار طوفان له خپلو ۵۰ ترلاس لاندې وسله والو سره د شنبې په ورځ /اګست۱۱/ په بادغیس ولایت کې له جګړې لاس واخیست او د افغانستان له حکومت سره یوځای شو.

ادعا کېږي چې نوموړی په بادغیس ولایت کې د طالبانو مهم قوماندان و.

ده وویل«ایران، روسیې او چین موږ ته مرستې رالېږلې او همدا علت دی چې افغانستان نه جوړېږي.»

ده دا هم وویل«یو شمېر طالبان ښوونځي ورانوي، جوماتونه او سړکونه ویجاړوي، په لارو کې ماینونه ږدي او په دې پسې نه ګرځي چې څوک پرې وژل کېږي او که دوی دا کار ونه کړي بیا له بهره ورسره مرسته نه کېږي.»

که څه هم له طالبانو سره په ځانګړي ډول د پاکستان، ایران او روسیې له مرستو انکار نه شي کېدای خو دا چې قوماندان طوفان به د طالبانو په منځ کې څومره مهم قوماندان وي، قضاوت ګران دی.

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي چې لږترلږه ۱۱ کلي د دغه قوماندان تر مستقیم یا نامستقیم اغېز لاندې ول.

One thought on “له حکومت سره یوځای شوی طالب قوماندان وايي، ایران او روسیې ورسره مرسته کوله”
  1. دانور ټالبان ړانده دي، کاڼه دي او ګونګیان دي، نه دغه واقعیتونه درک کولای شي او نه هم د اسامي علماوو چې په نړیواله کچه یې فتوا ورکړې وه مني، نه پوهېږم له څه بلاوو سره مو سروکار دی

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *