نویده خوشبو

خاطره –

په دې وروستیو کې مې دیني مطالعه ډیره کړې هڅه کوم ډیر وخت مې دینیاتو کې په زده کړه تېر کړم او عملي هم کړم  ډیر خوند او سکون راکوي ، تر ډیره د نورو دیني خبرو ته غوږ نیسم او کله چې زه هم نوي څه زده کړم نو نورو سره یې شریکوم.

د درود اکبر د فضایلو او ګټو په اړه نوې خبره شوم ، یوځل د درود اکبر تلاوت یا اورېدل د عمري حج په څیر ثواب لري زه له دې دعا سره له اشنا کېدو خوشاله وم او د کومو خپلوانو کره چې وم ومې غوښتل د دې دعا د اجرونو او ثوابونو په اړه هغه هم خبره کړم ، په ډیره مینه او شوق مې خبره پیل کړه لا مې خبره خلاصه نه وه چې مقابل لوري راته په ډیرې بې پامې او رشخندې خبره پرې کړه ، او د ملنډې وهلو په لهن یې راته و ویل چې حتمن به کوم حاجت او مراد لرم ځکه دیني مطالعه کوم چې موخه مې پوره شي بیا به دا هر څه پریدم !!!

له حده ډیره خفه شوم له دې خبرې دڅو ورځو په تېرېدو مې لا هم زړه درد کوي او خفه یم

 بې له شکه بنده هر څه له الله غواړي او د زړونو مالک خدای دی هغه د هر چا له نیت او زړه 

خبر دی الله د هر بنده په اراده او هدف پوهیږي

خو دومره په بیړه او داسې قضاوت !!!!

6 thoughts on “له خدای سره چل!(توبه اعوذبالله) نویده خوشیو”
  1. Salamonna,

    Da Allah pa lar ki kho da razi. Da dah imtihan awala zina lana da, aw ta bia per sha sawey dilbardashta sawy.

    Walar sa nawaqifa da ishq nori nori lari dee!

  2. د خدای سره چه صادقه یی د بنده د خبرو پسی به نه ځي. دلته په دی دنیا کی ډیر د خدای نا اهله انسانان شته چه پخپله ګمراه دي او چه بل دینی تعلیمات کوی ورته وایی چه ریا کار ده حاجت لری او داسی نور. حور جانی خپل دینی تعلیماتو ته دی دوام ورکړه او یقینآ چه د زړه سکون په قرانکریم کی دی.

  3. خورکي ستاسودغه جذبه دقدروړده هيله کوم چي دداسي ناخبروپه خبروباندي دغه عمل ته نورهم ادامه ورکړه ترڅويي الله ج تاسوته لوي اجرونه درنصيب کړي. پريږده چي دوي څه وايي

  4. خور جانی دداسی خلکو په خبرو پسی مه ګرڅه، ځومره چی دی وس رسیږي خلکو ته د اسلام معلومات ورکړه.

ځواب ورکول انجنیر سید احمد شاه سادات ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *