تاند – د افغانستان په ختیځ کې له خوست ولایت څخه ولسي جرګې ته کاندید، موسی خان خاورین، ماشومان د خپلو وسله والو ساتونکیو په توګه ګومارلي دي.

ویل کیږي، چې ښاغلی خاورین ولسي جرګې ته د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند کاندید دی خو کره سرچینو دا خبر نه دی تایید کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکی یو عکس موسی خان خاورین په داسې حال کې ښیي چې یوه لاس ته یې دوه ماشومان او بل لاس ته یو ماشوم له کلاشینکوفونو سره ګوته په ماشه ولاړ دي.

د ماشومانو عمرونه په ظاهري توګه یوولس، دولس او دیارلس کاله ښکاري.

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د ښاغلي خاورین دا کار وحشیانه بللی او هغه یې په سختو ټکو غندلی دی. پښتون زلمي لیکلي، «ده خو له اوس نه ماشومانو ته توپکونه په لاس ورکړي دي، له اوس نه یې تیاروي،»

همدرد مسافر پرې لعنت ویلی، او عبدالهادي هادي لیکلي، «دا ډېر بې عقل نوماند دی، چې ماشومان توپکو ته هڅوي،»

ویل کیږي چې په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له یرغل څخه وروسته د پښتنو سیمې چې د جنګ میدان وې د نورو تر څنګ یې تعلیمي بنسټونه هم له خاورو سره خاورې شول.

په جرمني کې د مدني ټولنې فعال او د پکتیا اوسېدونکی،‌ وزیر ځدراڼ، وایي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د لویې پکتیا د ځدراڼو په ۹ ولسوالیو کې یو کس هم له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی نه دی.

ښاغلی ځدراڼ وایي چې په دې کار کې نه یوازې د حکومت وسله وال مخالفان بلکې همداسې قومي او سیمه ییز مشران هم ملامت دي چې ماشومانو ته د کتاب او قلم پرځای وسلې په لاس ورکوي.

ویل کیږي، چې د هزاره، تاجک،‌ ازبک او ترکمنو په شمول د افغانستان د نورو قومونو په لسګونو زره هلکان او نجونې هر کال له ښوونځیو څخه فارغیږي او پوهنتونونو ته ځي او هغه چې له پوهنتونونو څخه فارغېږي هغوی د ماسټرۍ او نورو لوړو زده کړو لاره نیسي.

2 thoughts on “له خوست څخه ولسي جرګې ته کاندید ماشومان د وسله والو ساتونکیو په توګه ګومارلي دي”
  1. توف ونالت دې په دغه وحشي ځناور وي. همدا اوس یې لوی جنایت کړي ماشومانو سره. دا ډمانکرات ترهګر داعشی دی. نالت دې په ده وي نالت دې په هغوی وي جې ددغه وحشي ملاتړ کوي رای ورکوي.

    وسله واله ډمانکراسي.

  2. دا يوازې د ډاکټر موسی خاورين لپاره یوه دسيسه ده، ما د خاورين صاحب کور، کلی، دفتر هر څه ليدلي دي. هغه نه دا عمر کارډان لري او نه هم له دې کارونو سره جوړ دی. دا عکس زما به فکر رښتيا نه دی او که وي هم نو حتماً خاورين صاحب يوې همداسې سيمې ته تللی دی او د هغو خلکو په خواهش يې عکس اخيستی دی. ده تل د علم، پوهې، زده کړو او ماشومانو د روزنې تبليغ کړی دی. په همدې سيمه کې به هم ده د علم د ترويج کامپاين کړی وي، مګر ذهنيت په يوه ورځ نه جوړيږي.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *