محمد عارف رسولي

د ویښو ټولنو او ملتونو کلتور او عادتونه داسې وي چې که له کومې ستونزې سره مخ کیږي، د کوم چا له خوا ورباندې تیری کیږي، تاوان ور اړوي او په سپکه ورته ګوري نو هغوي د ستونزو کره ارزونه کوي، داخلي او بهرني لاملونه یې په ګوته کوي او د حل لارې ورته مومي. کله که هغوي ومومي چې د ناخوالو ځینې لاملونه او کمښتونه په خپله په هغوي کې هم دي نو لمړی د ځانونو، خپلو خلکو او خپلو مشرانو په اصلاح باندې زور اچوي ځکه د هغه بل مخالف یا دښمن لوري اصلاح خو ډېر وخت، زیاتو امکاناتو او سمې موکې ته اړتیا لري چې اوس یې دا لویدلي خلک نلري. خو که سمه رهبري، قوي اراده، سم پلان او کړنلاره ولري د ځان اصلاح او چمتو کول به زر او په کمو امکاناتو ممکنه وي.

هوښیار خلک چې ځان نه تیرباسي، لمړی پخپل ځان، خپلو افکارو، خپلو کمیو، بدو ټولنیزو عادتونو او کم کاریو باندې غور او سوچ کوي، د اصلاح جدي لارې لټوي، له دوستانو سره مشوره کوي او د کمیو په ورکولو له پلان سره سم په ټینګه کار کوي. که څوک دا کار په کلک عزم او له الله تعالی څخه د مرستې په غوښتو سره د اړین وخت لپاره وکړي په سمه روانیږي او له ستونزو او د پردو له ظلمه خلاصون مومي.

جاپانیانو تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د متحدونو په لاس ماته وخوړه او امریکایي جنرال مکارتر د دوي د چارو واګې په لاس کې اخیستې وي. دجاپان نخبه کسان سره راغونډ شول او د خپلو ناکامیو په لاملونو او د راتونکي وخت په کړو او فکر یې بحث وکړ. هغوي د خپلو ستونزو او ماتې لاملونه په دوو برخو وویشل. لمړئ هغه لاملونه ول چې نورو ورباندې تپلي وو او دوهم چې پخپل ځان یې راوستي ول. هغوي پریکړه وکړه چې لمړئ به په هغه څه تمرکز نکوی چې نوور ورباندې تپلي دي او دهغوي له کنترول څخه وتلي دي بلکه لمړئ به دهغو لاملونو او ناخوالو غمه خوري چې دوي په خپل ځان کړي او باید اصلاح یې کړي. تاریخ پوهان دهغوي دا تصمیم د جاپان د وروستیو پرمختګونو زیږنده بولي ځکه که هغوي د لمړیتوبونو په ټاکلو کې تیروتنه کړې وای نو وروسته به پاته وای او د نن ورځې پرمختللی جاپان به نه و.

همدارنګه، ملتونه او ټولنې باید خپلو هغو کسانو ته چې د مشرۍ دعوا کوي نظر وکړي چې تر کومه هغوي رښتیا وایي او ترکومه یې موخه ځان غوښتنه ده. که مشرانو یې د خپلو خلکو مشورو او رغنده نیوکو ته غوږ نیوه، اخلاص او پوه یې لرله، عیاش نه ول او ترټولو اړین شرط دا چې خپلې ځاني ګټې یې د ټولنې ترګټو پورته نه بللې ورپسې ځي او که نه بل ښه مشر ځانته مومي.

کله چې دا پورته بدلونونه د محرومو ټولنو خلکو په ځان کې راوستل بیا هغوي ظالمانو او د هغوي دحقونو تلف کوونکو ته خپله ګډه انرژي متوجه کوي اومخه یې په اسانۍ سره نیولای شي.

داسې ټولنې شته چې خلک یې تر ستوني په جهالت، ځان غوښتنو، بې اتفاقۍ، بدو ټولنیزو انګیرنو او دودونو کې راګیر وي، مشران یې ډارن، طامع، ځان غوښتونکې او ناپوهه خلک وي خو دا ټولنه مخکې له دې چې ځانته ښه ځیر شی له نورو نلیږي، ګیلې او واویلاوې کوي. په داسې حالت کې هغوي ډېر څه نه ترلاسه کوي او زیات وختونه یې څوک غږ نه اوري. خو که دا وروسته پاته او مظلوم خلک سر په ګریوان او خپل فردي او ټولنیز مسؤلیت درک کړي. په ګډه لاس په کار شي خپل سرنوښت بدلای شي.

دلته هرچا په تیره بیا روڼ اندو او مشرانو ته اړینه ده چې له ځانه یې پیل کړي. لمړی په ځان کې مثبت بدلون راولي، بیا نورو ته د لارې مشال شي او سمه لاره ورته وښيي. دوی کولای شي چې خپل خلک د د داخلي او بهرنیو کړیو د ظلم په ماهیت پوه، لاملونه یې وڅیړي، خپلې کمزورۍ او قوتونه ښه درک کړي او د حل لارې ولټوي او ځان تیار کړي. که یې دا کار په هوښیارۍ سره وکړ نجات موندلای شي.

په پای کې زموږ په ګران هیواد کې هم ټول هغه کسان چې د ملک په نازکو حالتو سم پوهیږي ورته اړینه ده چې تر هرڅه لمړی له ځانه پیل وکړي. خپل ځان اصلاح کړي او نورو ته هم لاس ورکړي ترڅو د وطن د مور د نجات لاره ومومو.

د یوه سرلوړي، په ځان هوسا او خپلواک افغانستان په هیله

One thought on “له خپله ځانه یې شروع کړو! / محمد عارف رسولي”
  1. ډیرعالی ، علمی او دزده کړی وړ نظراولارښوونه ده دهرچا دپاره خاصتا دچارو مسولینو او سیاسی ممثلینو دپاره لازمه ده چی زده یی کړی اوعمل په وکړی . .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *