لیکوال: عبیدالله حسام

ابو ادریس الخویلاني چې د تابعینو له جیدو علماو څخه دی وايي:

د دمشق یو جومات ته ننوتم چې پکې له دیرشو زیات صحابه په دایروي شکل ناست وو او په خپل منځ کې یې خبرې اترې کولې، د دوی په منځ کې یو ځوان خاموشه ناست و، ملګري ورته په ډېر احترام قایل ښکاریدل، کله چې به دوی په خپل منځ کې اختلاف درلود، نو همدغه ځوان ته به یې رجوع کوله او کله چې به هغه هرڅه ویل، دوی به منل اواختلاف به یې له منځه لرې شو.

کله چې ما هغه ولېد یو دم مې په زړه کې د نوموړي ځوان لپاره بې سارې مینه پیدا شوه، ما له خپل ملګري څخه پوښتنه وکړه چې دا ځوان څوک دی؟

ملګري راته کړه چې دا د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) مشهور صحابي معاذ بن جبل دی.

ما تصمیم ونیو چې سبا سهار تر ټولو مخکې جومات ته راشم څو معاذ یوازې ووینم او ورسره خبرې وکړم.

سهار وختي چې تیاره هم وه جومات ته حاضر شوم او په دې فکر وم چې شاید تر ټولو مخکې راغلی یم، کله چې جومات ته داخل شوم، ګورم چې معاذ بن جبل له ما څخه مخکې شوی او په مسجد کې حاضر دی، په تهجد لمونځ بوخت دی، ما هم دوه رکعته لمونځ ادا کړ او نوموړي ته مې انتظار کاوه څو لمونځ پای ته ورسوي.

کله چې معاذ لمونځ پای ته ورساوه، ورنیږدې شوم او له سلام وروسته مې ورته وویل زه په الله قسم خورم چې زه له تاسره د الله تعالی په خاطر ډېره زیاته مینه لرم.

عبیدالله حسام
عبیدالله حسام

معاذ له مانه پوښتنه وکړه: څه دې وویل؟

ما خپله خبره بیا تکرار کړه.

معاذ وویل: د الله په خاطر؟

ما ورته وویل، هو، خاص د الله تعالی په خاطر او دا کار درې ځله تکرار شو.

معاذ ځان ته کش کړم او راته یې وویل: خوښ او خوشاله شه، که رښتیا وايې، ځکه ما له پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) څخه اوریدلي چې ویل یې: المتحابون في جلالي لهم منابر من نور يغبطهم النبيون والشهداء. (رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ وَقَالَ حَدِيْثٌ حَسَنٌ صحيح).

ژباړه: هرڅوک چې خپلو منځو کې زما د جلال په خاطر مینه کوي، دوی لره د نور منبرونه دي چې په لیدو به يې پیغمبران او شهدا له داسې خلکو نه متاثره وي.

یعنې د قیامت په ورځ داسې خلک چې په خپلو منځو کې خاص د الله تعالی د رضا په خاطر مینه کوي، دوی لره به له نور څخه جوړ شوي منبرونه وي، دوی به پرې ناست وي او پیغمبران او شهیدان به له دوی څخه متاثره وي.

ابو ادریس الخویلاني وايي: کله چې ما دا خبره واورېده، ډېر زیات خوشاله شوم، د جومات نه د وتلو په وخت مې عباده بن صامت ولیدو او ورته مې وویل: ایا هغه څه درته ونه وایم چې له معاذ بن جبل نه مې همداوس واورېدل؟

عباده بن صامت راته وویل: زه درته داسې یو حدیث وایم چې ما له پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) څخه اوریدلی دی او هغه دا حدیث دی چې پکې الله تعالی وايي: زما مینه هغه چا لپاره لیکل شوې، څوک چې په خپلو منځو کې خاص زما لپاره مینه کوي.

ددې په اړه په قرانکریم کې هم الله تعالی فرمايي: لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ اللَّهِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (سوره المجادلة آیه : 22)

ژباړه: ته به هېڅكله دا ونه مومې كوم خلك چې پر الله او اخرت باندې ايمان لرونكي دي چې هغوى له هغوخلكو سره مينه كوونكي و اوسي چې دالله او دهغه رسول مخالفت يې كړيدى كه څه هم دهغوى پلرونه وي، يا دهغو زامن وي ، ياد هغو وروڼه وي يا دهغو ټبراوكورنۍ وي. داهغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو كښي ايمان ثبت كړيدى اوله خپل لوري ديو روح په وركولو سره يې دوى تقويه كړيدي.هغه به دوى داسې جنتونوته ننباسي چې ترهغو لاندې به ويالې بهيږي په هغوكښې به دوى دتل لپاره اوسيږى الله له دوى نه راضي شو او دوى له الله نه راضي شول، دوى د الله دګوند خلك دي. خبر داراوسئ ، همدا دالله د ګوند كسان فلاح موندونكي دي.

3 thoughts on “له داسې خلکو څخه به پیغمبران متاثره وي”
  1. سلام
    دا زموږ اصيل فرهنګ دى هغه فرهنګ چې په هغه کې د انساني کرامت، احترام او عزت، رښتينولي او اخوت، مينه او اخلاص، شرافت او د بشپړ عدالت لارښونه شوې چې په حقيقت کې هېڅ ډول پلمه، دروغجني، حيله او خدعه نه مني په دې عالي مفکوره کې په ډاګه بريښي چې يو انسان څومره مسوليت لري او څه بايد وکړي دلته د انسان لپاره ستر ازمايښت ټکل شوى او هغه داچي څنګه کولاى شي د خپل نفس په وړاندې مبارزه وکړي د حق او باطل په توپير پوه شي د تعبد له ظاهري بڼې ځان وژغوري،او بالاخره هغه څه چې علم او عرفان يې نه مني، سوله او يووالئ يې نه مني او زموږ د عقايدو پاک دسپلين يې نه مني

    په دوهمه برخه کې تاسې دغه انساني حلم، تواضع، او اغيزمنه روحيه ١٤٠٠ کاله مخکې ووينې او ددغې معادلې محراق ته بې له هرډول تګلاري، تش په نوم سياست لوبې او بل هرڅه چې په دې مادي نړى کې خلک هسې سرګردانه کړي ښه وڅيړي، قار او غوسه مو پريږدي، په دې نوم او هغه نوم څوک مه تورن کوى ځانونه د روشنفکر په نوم مه خلاصوي ددې پورتنۍ ليکنې معيار له نورو غلومو سره په ځانګړې توګه هغه علوم چې د معاصر جهان خبرې کوي مقايسه کړي فکر کوم چې موږ لاهم ډير کاږه روان يو او تر څو چې خپل عملونه په رښتيا توګه سم نه کړو هېځ ډول بدلون په خپل سر راتلونکي نه ده.

    نووايې چې :
    کو چشم بينا
    ګوش شنوا
    ودل اګاه؟
    ډىره عالي ليکنه مو کړې کور مو ودان.

  2. الله دی پر قلم برکت که چی دومره په زړه پوري معلومات دي راسره شريک کړه

ځواب ورکول حماد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *