دالیکنه دهیواد دریو نفوذ لرونکو مشرانو هریوه ښاغلي ملا محمد عمر مجاهد، ښاغلي ګلبدین حکمتیاراو ښاغلي عبد رب الرسول سیاف ته متوجه ده. هیله ده ددوی پلویان دا لیکنه تردوی پورې ورورسوي.

مشرانو: دا لیکنه یوازې یوه اشاره ده ځکه تاسې د سیاست او ادب استادان یاست او زما د عمر په اندازه مو سیاست کړیدی نو ځکه مې خلص کړې او هیله ده توجه ورته وکړۍ. یقین لرم چې تاسې خپل مشکلات لرۍ او په آسانۍ سره نشۍ کولای په روانه مغلقه سیاسي وضعه کې تصامیم ونیسۍ. دا ځکه چې ستاسو په تصامیمو باندې ستاسو ملګري، دوستان او ملاتړي افراد او دولتونه اغیزلري او تاسې له خپلو یارانو پرته خپلې مبارزې نشۍ پرمخ بیولای. پدې هم پوهیږم چې تاسې دپښتو او پښتنو لپاره مبارزه نده کړې او نه یې کوۍ، بلکې خپل اهداف تردې لوړ بیانوۍ. خو نن له تاسو درېواړو هیله کوم چې د اسلام او وطن په خاطر یواقدام وکړۍ. نن هیواد او په نتیجه کې افغان مسلمان ولس له یوه داسې نازک حالت سره مخ دی چې که هرڅوک د غرور، بې مسولیتۍ او لاوبالۍ په نیلي سپاره شي، اویو سیاسي ملي جرات ونکړي نو هیواد او په نتیجه کې افغان مسلمان ولس به په یوه بل امتحان کې ورټیله کړي. نن امریکا له افغانستانه د وتلو په حال کې ده او که د امریکا او دهغې دمتحدینو دوتلو پروسې او له هغه وروسته حالت ته افغانان او په تیره مهم او نفوذلرونکي مشران تیاری ونه نیسي، نو له شک پرته به افغانستان له ناورین سره مخ شي. په ناورین کې به ډیرتاوان بیا هم هغه خلک وکړي چې ځان شاته اچوي او د ولس د مصالحو په خاطر یوه دریمه لاره نه لټوي. نن د امریکې د وتلو سره سم پاکستان او ایران یوځل بیا هڅه کوي چې د قدرت خلارامنځ ته کړي او په نتیجه کې دوی په افغانستان کې خپل آسان کارته پورته وځغلوي. دوی بیا هیله من دي چې د ۱۹۹۲ کال لوبه تکرار کړي. هغه مهال دوی د افغانستان د ثبات د له منځه وړلو په موخه پښتانه له واکه محروم کړل او یو ضعیف حکومت یې رامنځ ته کړ او په نتیجه کې جنګونه رامنځ ته شول چې ټول افغان ولس خو په تیره پښتنو پکې زیات تاوان وکړ. هغه دسیسه لاتراوسه دوام لري او ټول افغان ولس خو مخصوصا پښتانه پکې سوزي. زه پوهیږم چې تاسې داسې مشکلات لرۍ چې د اشرف غني ترشاه نشۍ دریدلای، مګر د افغانستان د ثبات او خارجیانو له وتلو وروسته حالت ته د تیاري د نیولو په موخه لږترلږه خپل پلویان پوهولای شۍ. هیله ده خپل تاریخي، اسلامي، افغاني او پښتني رسالت د خپل هیواد، خپل ولس او اسلام په وړاندې ترسره کړۍ. تاسې دریواړه اوس سپین ږیري یاست او دا به ډیره مهمه وي چې په خپل اخلاص او سیاسي جرات سره خپل ولس ته یوښه تاریخ پریږدۍ چې ولس مو همیشه په ښو نومونو یاد کړي او دیوه متحد او سوله ییز افغانستان بنسټ کیږدۍ.

په پوره درنښت.

0 thoughts on “له دریو مشرانو نه یوه هیله/ ډاکتر عبدالوسیع”
  1. بشنهاد مو كاملا ء به خاي دي اي كاش ستا دي احتراما نه بشنهاد ته دوي لبيك وواءي. مونز هم ستاد بشنهاد منله به دوي تأيد وو .

  2. thanks from doctor sahib,you always write very good things,i hope we have some more
    peoples like you,

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *