تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د یو ورځنیو نړیوالو مسابقو لړۍ وګټله او په نړیواله دریجه بندۍ کې یې خپل مقام دوې درجې وړاندې کړ.

افغان لوبغاړو له زیمبایوې څخه په ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۳ وګتلې او د الکوزي کپ یې وګاټه.

لومړۍ دوې سیالۍ افغانستان او دوهمې دوې زیمبابوې ګټلې وې. نننۍ مسابقه د دې سریز اصلي یا نهايي ګټونکی ټاکه . دا مسابقه افغانستان په ۲ ویکټونو وګټله.

دا مسابقه د دواړو ټیمونو لپاره زیاته مهمه وه ځکه چې ګټونکی یې د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ یا رینکینګ کې ۹ مقام ترلاسه کاوه او بایلونکی یې ۱۱ مقام ته په شا تلو.

د دې لړۍ د غوره لوبغاړي جایزه محمد شهزاد ته ورکړای شوه.

د نننۍ مسابقې پچه د تېرو مسابقو په شان بیا زیمبابوې وګټله او په خپله یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

زیمبابوې افغانستان ته ۲۴۹ منډې هدف وټاکه چې په تېرو څلورو مسابقو کې دومره لوړ هدف نه و ټاکل شوی او داسي ښکارېده چې د افغانستان لپاره به د دې هدف پوره کول خورا کران وي.

د ډېرو افغانانو نهیلي هغه مهال زیاته شوه چې شهزاد په ۲۲ توپونو د ۲۵ منډو له کولو وروسته او نورعلي ځدراڼ په ۴۲ توپونو له ۳۰ منډو وروسته وسوځېدل.

خو د تېرو لوبو خلاف نورو لوبغاړو په تېره بیا ګلبدین نایب، حشمت شاهدي، محمد نبي او راشد خان ارماني ډېره ښه لوبه وکړه.

ګلبدین نایب په ۶۸ توپونو ۸۲ منډې وکړې او په حقیقت کې، ده دا مسابقه وګټله. نایب ۶ شپږیزې او ۳ څلوریزې ووهلې.

لاندې د دوی د منډو شمېر وګورئ.

2

One thought on “له زیمبابوې د ۵ یو ورځنیو سیالیو ګټلو د افغان ټیم نړیوال مقام ۲ درجې لوړ کړ”
  1. ټولو افغانانو ته دې دا ستره بریا مبارک وي. مونږ ټولو ته لازمه ده چې دا بریا او ورسره خپل دا رښتینې ملي اتلان په هغه ډول
    .ولمانځو چې د دوې له شان سره برابره وي، نه په نامسولانه ډزو.

    په درننښت
    ماري لقماني

ځواب ورکول mary luqmani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *