تاند- د ولسمشرۍ د کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم وايي چې له نورو کاندیدانو او ځینو اغېزمنو سیاسي څېرو سره یې خبرې پیل کړي دي.

د اشرف غني احمدزي تر مشرۍ لاندې د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم سرچینو نن وویل چې د ولسمشرۍ له کاندید عبدالرب رسول سیاف، احمد ضیا مسعود او د ولسمشر کرزي له وروڼو سره یې خبرې پیل کړي دي.

تر دې مخکې په تېرو څو ورځو کې د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو ګل اغا شېرزي او زلمي رسول د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

خو د زلمي رسول لومړی مرستیال احمد ضیا مسعود د ښاغلي غني له ټیم سره په خبرو بوخت دی.

د عبدالله عبدالله پلویانو له ښاغلي مسعوده غوښتي چې د پنجشېریانو په منځ کې درز جوړ نه کړي، که د عبدالله ملاتړ نه کوي نو لږترلږه دې د اشرف غني احمدزي ننګه نه کوي.

د تحول او تداوم سرچینې وايي چې ژر به له ښاغلیو سیاف او مسعود سره د دوی خبرې نتیجې ته ورسېږي.

د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي هم ویلي چې له دواړو مخکښو کاندیدانو سره یې خبرې کړي خو د اشرف غني احمدزي اقتصادي پروګرامونه ورته ښه ښکاره شوي دي.

له عبدالرب رسول سیاف سره د دواړو کاندیدانو استازو څو څو ځلي سره خبرې کړي دي.

وړمه ورځ محمد محقق د سیاف کور ته ورغلی و او له نوموړي څخه یې یوځل بیا وغوښتل چې د عبدالله ملاتړ وکړي.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې سیاف تر دې مخکې معلم عطا او د ښاغلي عبدالله نورو ملګرو ته ویلي چې که د اشرف غني احمدزي ملاتړ ونه کړي د عبدالله ملاتړ به هیڅکله ونه کړي ځکه چې عبدالله او قانوني د ولسي جرګې په دواړو دورو کې د ده له ریاست سره مخالفت وکړ، حال دا چې ده (سیاف) د حکمتیار او طالبانو پرضد په جګړده کې د نظار شورا ننګه کړې وه.

0 thoughts on “له سیاف، ضیا مسعود او محمود کرزي سره د تحول او تداوم خبرې”
  1. this is not nice for syaff sahib,if become to gether with abdullah ,because majority vote of syaf sahib are pashtoons,abdullah have bad history,if abdullah become president,afghanistan will be for next
    five years same thing like last 12 years,corruption,drugs,crime,poverty will increase.
    you look to personality of abdulla,,gulagha,zalmi rasul,are they knows women right,
    in every where will dancing boys& womens,sex.drink alkohol,drugs ,be regular things.
    ————————————————————————————————————————-
    we hope any one who love afghanistan,must support ashraf ghani,
    i belive ashrafghani and his team will build afghanistan,peace,fallowing law.strong government,
    equal right,honest,professional educated young generation can change this country,

  2. ياره سيافه. زما خو تاته او ستا همفكرو ته دا نصيحت دي د افغانستان د وراني له مسببينو سخه يو ته هم يي.دا به تا ته غت شانس وي سو دكتر غني سره يو زاي شي. شايد دا زل دي اولس وبخشي او كه بيا هم د شر او فساد له دلي سره يو زاي شوي نو د بنكلديش د شيخ غوندي به بانسي او وطن ته د خيانت به تور ونيول شي كوره ياد ولره تاريخ خبل قضاوت كوي.

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *