تاند- یو ایس ټوډې ورځپاڼه د امریکايي پوځیانو په قول وايي، په داسي حال کې چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي، ځیني سیمه ییز مشران او قومندانان د افغان دولت له وسله والو مخالفو ډلو سره اوربندونه او نورې موافقې کوي.

د ورځپاڼې په نظر دا کار بې خطره نه دی خو دا هم ممکنه ده چې له سولې سره مرسته وکړي.

د ايتلافي ځواکونو چارواکو ویلي چې د دې موافقو په نتیجه کې نه افغان امنیتي ځواکونو د دولت له ملاتړه لاس اخیستی او نه د طالبانو د نفوذ ساحه پراخه شوې ده.

د نړیوالو ايتلافي ځواکونو سیاسي سلاکار مټ شېرمن وویل:«په سیمو کې د شویو موافقو په اثر د طالبانو د نفوذ ساحه نه ده پراخه شوې، او نه داسي کومه سیمه لیدل شوې چې طالبانو دې هغه لاندې کړې وي او ځان ته دې یې خوندي ځالې پکې جوړې کړي وي.»

د افغانستان په اړه د پینتاګون له راپور سره سم د ايتلافي ځواکونو قومندانان لا هم پر دغو موافقو په ځیر څارنه کوي.

شېرمن له افغانستان څخه په یوه مرکه کې ووویل:«مهمه دا ده چې هره موافقه یا قضیه جلا جلا وڅارل شي.»

د پینتاګون په راپور کې ویل شوي، د اوربند ځیني موافقې، چې موقتي نه ښکاري، په هغه صورت کې کېدای شي زیان پېښ کړي چې افغان قومندانان له خپلو اصلي مسوولیتونو لاس واخلي او امنیتي چارو ته شا واړوي.

په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر سید طیب جواد وايي: افغان قومندانانو ته دا ډول موافقې باید دا پلمه په لاس ورنه کړي چې هغوی ګزمې بس کړي او په خپلو بارکونو کې واړوي.

یو ایس ټوډې ورځپاڼه وايي، اکثره وسله وال یاغیان، چې د طالبانو په نوم جنګېږي، طالبان نه دي بلکې د سیمې قبایل دي چې د طالبانو له اصلي مشرانو سره، چې له پولې پوري خوا ته اوسي، اړیکې نه لري.

له همدې کبله ښاغلی جواد د کلیو په سطحه له طالبانو سره جوړجاړي د بلوا د پای ته رسولو د هڅو یوه عادي برخه بولي.

One thought on “له طالبانو سره د سیمه ییزو قومندانانو اوربندونه”
  1. محلي قوماندانان په راپور کې واضح نه دي چې کومې دولتي ځواکونو پورې اړه لري، خو که دا قوماندانان محلي ملیشو پورې اړوند وي چې نن یې محلي پولیس یا اربکي بولي نو بیا دا ډیره طبیعي خبره، افغانستان شمال تجربو ښودلې چې ملیشې ډیر بدنام صنف دی او د کارمل نه رانیولې بیا تر نن پورې دولتي خزانې تشي کړي، یوازې لوټماران او قاتلان دي او دپیسو یا زور پر وړاندې هر ډول لورۍ بدلوي.

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *