تاند- د افغانستان د مصالحې د عالي شورا په لومړۍ غونده کې، چې نن /یکشنبه/ په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي او د مشرتابه شورا د نومونو لیست خپور شو.

په دې لیست کې په حکومت کې شامل او له حکومته وتلي سیاستوال شامل دي.

د مصالحې د عالي شورا غونډې ته ولسمشر غني وویل، په دې ناسته کې له طالبانو سره د مرکچي ټیم د جوړولو او په دوحه کې د سولې د کنفرانس د اجنډا په اړه پرېکړه کېږي.

ولسمشر په کلکه وویل چې په دې ټیم کې باید هغه کسان شامل نه کړل شي چې تر دې وړاندې یې د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو د بریاوو، نظام او ولسواکۍ پر ضد څرګندونې کړي دي:« طبعا، په دغه ناسته کې د ټولو مشرانو خوښه ده چې په کوم ډول او په کومو معیارونو د مذاکراتي ټیم لپاره غړي ټاکي، خو هغه معیارات چې په تېرو میاشتو کې افغان ولس راسره په مشورو کې شریک کړي دي، هغه ته باید جدي توجه وشي. مثلا، د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو په ضد غږیږي، د نظام په ضد غږیږي او د ولسواکۍ پروسې په ضد غږیږي.»

ده همداراز وویل«  دا هم باید یقیني کړو چې مذاکراتي ټیم باید د افغانستان نویو واقعیتونو ته په کتو د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او د نورو مطرح اقشارو استازیتوب هم وکړای شي.»

۳۷ تنه د مشرتابه شورا د غړیو او ۲۲ نور له طالبانو سره د مرکچي ټیم د غړیو په توګه ګومارل شوي دي.

پرون /شنبه/ اجرايي ريیس عبدالله عبدالله په اردن کې ویلي و چې د مصالحې د مشرتابه شورا به له طالبانو سره پر واک وېش خبرې وکړي او پرېکړه به وکړي.

دې غونډې ته د ولسمشر غني د وینا متن

6 thoughts on “له طالبانو سره د مرکچي پلاوي او د مشرتابه شورا غړي اعلان شول”
  1. سلام ! که چیری همدالست چې تاسو خپور کړی حقیقت ولری – نو هیڅ امکان نه لری چې سوله راشی او که چیرې طالب ریښتیا هم مسمان وی او پوره وجدان اوسم ضمیر ولری باید ددې کسانو سره خبرې ونه کړی ځکه ۷۰ سلنه ددې لست هغه مفسدین دی چې په ۱۸ کلونوکې یې دبې عدالتې له وجهې دخلکو حق خوړلي لکه ایماق چې په شاروالی کې به یې رشوت خوړ اوبیا به یې درشوت پیسې په هماغه شپه په قمار کې بایلودې

  2. اکثریت یې غله فسادیان و قاتلان دي، د امریکا- ناټو کمپنۍ بدنام ماموران دي او له همدې نه د سولې په وړاندې د حکومت مردار نیت ښکاري
    دست آوردهای ۱۸ ساله یوتش غولوونکی شعار دی، دست آورد ندی، دستبرد دی. دستآورد خو د همدې لسټ والاوومیلیوني میلیاردي غلاوې دي، د یومیلیون وژل شویو وینې ارواوې، حرامې ماڼۍ او ویلاوې دي، نور ملت خو د فقر په قعر کې پروت دی. پر ملت خو دبمونو باران و او دی پردوی د ډالرونو. دست آوردهای ۱۸ ساله کې خو د ملت برخه یوازې تابوتونه دي او د دوی تختونه!!!:(

  3. With such a list presented combined with Taliban, the assurance is all around us that Afghanistan will function no better than 14 century politically and the society will too take steps in reverse to follow the upcoming leadership political mentality.

    Stay toned for Harems to pop up everywhere, having 4 wives will be considered the new norm and modern education will be just an afterthought at best.

  4. د دی لست څخه لا د مخه د سولی د خبرو نتیجه معلومه ده چې د خیر تمه ورته نه شته ، ځکه په دی لست کې ټول دوطن د غمیزی عاملین ، غله او اشرار دی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *