زه نه سیاسي سړی یم، نه په کومه ډله کې یم، نه مې له چا سره شخصي دښمني ده او نه د حکومت مامور یم خو حقیقت به وایم چې له طالبانو نفرت کوم. زه ولې نفرت کوم؟

 همدا د نن سبا خبرونو ته چې په حافظه کې مې پاتې دي، یو نظر اچوم او خپل سوال ته ځواب پیدا کوم.

پرون مې واورېدل چې افغانستان کې سږ کال کابو دوه زره کسان د ماینونو قربانیان دي چې لږ تر لږه څلویښت سلنه یې ماشومان دي. دغه کابو ټول ماینونه طالبانو په لارو کې او خصوصا د جنوبي ولایتونو په لارو کې ایښي دي چې هره ورځ ورباندې ماشومان، ښځې او نور لارویان شهیدانوي. په خبرونو کې مې دا هم واورېدل چې سږ کال تر تیر کال پنځه ویشت فیصده ډیر افغانان د ماین قرباني شوي دي. ایا حق نلرم چې له طالبه نفرت وکړم؟

 بله واورئ. نن مې په خبرونو کې واورېدل چې کندهار ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د کوزڼ د ناروغۍ پنځم مثبت مورد هم تایید شو. پولیو چې انسان د ټول عمر لپاره شل کوي، په نړۍ کې تقریبا ختمه ده خو یو په نایجریا کې شته چې د طالبانو د تره زامنو یانې بوکو حرام ډلې پکې وحشت جوړ کړی دی او بل د ډیورند د کرښې دواړو خواوو ته دا ناروغي پاتې ده او ځکه پاتې ده چې د طالبانو ځینې جاهل په اصطلاح علما وایي چې واکسین حرام دي. یانې د ماشوم قتل او تباهي حلاله ده او ژوند او صحت حرام دی. راشه که یې ګورې! دا خلک به هم خدای ته ځواب وایي او تاریخ کې به ورباندې بحث کیږي او په خپل وطن کې به د عزت توقع لري!

 دا مې هم نن سهار واورېدل چې د سرپل په سنګچارک کې په زرګونو کسان د طالبانو د حملو د لاسه مهاجر شوي دي. په دې سخت ژمي کې چې د غریبو خلکو کورونه ړنګ شي او دوی وږي، تږي له ماشومانو او ښځو سره اواره شي، ډیره سخته نه ده؟ ایا یهود به داسې ظلم وکړي، ایا چنګیز به داسې وکړي چې ماشوم له واکسینه محروم وساتي؟ د تاریخ کوم ظالم له کوم دښمن سره داسې ناروا کړې ده، لکه طالب چې یې د افغانستان له خلکو سره کوي؟

 طالب د دې ټولو ظلمونو د توجیه لپاره وایي چې ګویا له امریکایانو سره جهاد کوي، خو که له امریکايي عسکرو سره واقعا د جهاد او جنګ شوق ورسره وي نو قطر کې خو د امریکایي عسکرو تر ټولو لویه هډه ده. هلته خو د دوی مشران ناست دي د عربو پولاونه او خرماوې خوري، او له چلتار والاوو سره ټوله ورځ مرحبا، مرحبا وایی، دا جهاد ولې له هغه ځایه نه پیلوي؟

 که طالبان دا وايي چې  قطر خو افغانستان نه دی او دوی خو په افغانستان کې همدا لوبه کوي نو ځواب ورته دا دی چې که دا خاوره یوازې د افغانانو وي او تاسې هم ځکه دلته ماشومان واکسین ته نه پریږدئ او د لارې په ماینونو او د افغانستان د خلکو په ځورولو او تباه کولو کې ثواب وینئ، نو بیا دا پنجابیان او نور بلا وبد تر څه ته درسره ګرځي چې په افغانستان کې خپل خلک ورباندې وژنئ او خپل وطن ورباندې تباه کوئ؟

 طالبان حق نلري چې بل هیواد ته هغه څه وغواړي چې دوی ورته اسلام وایي او د نجونو د  علم په مخالفت او د ږیرې په اوږدولو کې خلاصه کیږي، خو پرعکس، پنجابیان او نور پردي حق لري چې همدغه ماډل اسلام په افغانستان کې تطبیق کړي، دا یک بام و دو هوا څنګه توجیه کیږي؟


بله خبره دا ده چې طالبان په قطر، او سعودي او ترکیه او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې په امریکایي عسکرو ځکه کار نلري چې هغه خو د افغانستان خاوره نه ده ، نو اسامه یې دلته څه ته ساتلی و؟ او د یوه لوچک عرب په خاطر یې په زرګونو طالبان په دوستم باندې ولې وژل؟ دا نور افغانان خو دې اور واخلي، دا د دوی خپل طالبان چې د اسامه په خاطر دومره زیات ووژل شول، دلته د افغانستان او نورو هیوادونو فرق ولې نه کیده؟

 چې له هرې خوا یې راګز کړې، خبره یوه ده او هغه دا چې طالبان په ډیره ناروا لاره روان دي او هر واقعي مسلمان، افغان او انسان حق لري چې د دوی له عملونو نفرت وکړي.

3 thoughts on “له طالبانو ولې کرکه کوم؟ | شهاب الدین شهاب”
  1. شهاب خانه وروره! کور دی ودان ښه لیکنه دی کړېده.
    طالب هم زما ورور دی لکه څنګه چه خلقی او پرچمی او شعله ای او افغان ملتی زما ورور دی خو خبره د سیاسی او مذهبی او اجتماعی مبارزې د څرنګوالی د اختلاف په هکله او ددې مبارزې د توجیه او تفسیر په هکله ده.مثلاً خلقی او پرچمی د خلګو د خدمت ادعا درلوده خو لومړنئ کار چه هغوی تر سره کړ د همدې خلګو ځوریدنه وه، همداسی طالب جان د اسلام او دین د دفاع پخاطر مبارزې ته لاس واچاوه خو لومړنئ کار چه هغوی وکړ همدا د اسلام سپکاوی او د خلګو ځورېدنه وه، په هر صورت ماته او یا موږ ته خلقی او پرچمی او طالب د کرکی او دښمنی په دوهمه لیکه کی ځای لری، هغه څه او هغه څوک چه باید په لومړئ سر کی د کرکی او نفرت وړ ګرځی هغه د نړیوال قدرتونه او د هغوی استعماری او امپریالیسټی ناولی اهداف دی چه باید په وړاندی ئې مقاومت وشی.

  2. Shahaba wrora za ham shahabuddin shahab yam la de makh k ma pa de nom da cha lekani Na de ledaly aw Na staso la nom sara ashna yam k mastaghar nom bandi da Kar kawi Kha Kar Na kawi pa khpal nom bandi ye kawa ye de la nom sara yo sa zyat kra la hagha dostano me da hela che za ma la nom sara ashna de che da de iiui Wala shahab Na di

  3. Shahaba wrora Salam Oona za Na ghowram che staso pa lekana sa walekam ho yo yaadwana che bayed washe hagha da nom pa arà da zama nom ham shahabuddin shahab Di grana ledi makh k ma pa de nom staso lekani Na Di ledali fekar kawam che da ba staso Lomri lekana we grana yo mehrabani wakra che de nom sara de sa Kam ya Ziat kra che zama aw staso da nom farq sara wa she k pa mastaghar nom da Kar kawi mehrabani wakra yo bal nom warta wagorà la drano lostokno me hela da Di che da zwan os Medan ta rawatali Di da hagha iiui shahab Na Di

ځواب ورکول Shahabuddin shahab ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *