فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

ج – احمدزی –

د یو عادي مسلمان او افغان په صفت مې، کله کله په ذهن کې یو څو پوښتنې راپیدا شي چې ځوابول یې غواړم، خو لا تر اوسه مې ځواب د هغو خلکو له خولو ندی اورېدلی چې، د جنګ په ډګر کې دي.

لیرې به نه ځو، یو څو ورځې دمخه مې په رسنیو کې داسې راپورونه ولیدل او واورېدل چې د امریکا متحده ایالاتو لکه د پخوا په څېر یو شیطاني حرکت تر سره کړ، هغه حرکت داسې وه چې، یوه ستره ډالۍ چې په هغې کې سلګونه پرمختللي ټانکونه، لسګونه الوتکې او د سلګونو میلیونو ډالرو ډول ډول راکټونه او مېزایلې او نور تجهیزات یې زمونږ ګاونډي هیواد پاکستان ته په لاس ورکړل، چې هغې ډالۍ د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی ؤ او لا اوس هم د افغانانو دوینو بوی او رنګ پرې له ورایه حس کېده، پو ښتنه دا ده چې دا دومره ستره ډالۍ په داسې حال کې ورکول کیږي چې په دې سیمه کې پاکستان د همدوی په اصطلاح د تروریزم حامي او دوست شمېرل کیږي، دا هرڅه ولې او د کومې قربانۍ په بدل کې ورکول کیږي؟

کله چې د طالبانو نظام د امریکا متحده ایالاتو هدف ګرځېده او نظامي حرکتونه تر سترګو شول، نو د د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پاکستان صدر پروېز مشرف ته ټلیفون کوي او ضرب الاجل ورته ټاکي څو خپل دریځ روښانه کړي چې خپل لوری مو وټاکئ، امریکا او که طالب؟ دریځ روښانه کیږي او د طالب پر ضد په مشترک ډول کار شروع کیږي، اوس پوښتنه دا ده چې د پخوا په څېر اوس هم د طالبانو، حزب اسلامي او نورې جنګېدونکو ډلو رهبریت او عامه خلک په پاکستان کې دي، د سولې لپاره د پاکستان هوایي ډګرونو نه او د پاکستان په طیارو کې نورو هیوادونو ته سفرونه کوي، اکمالات له هغه ځایه کوي، روزنیز مرکزونه یې هلته دي، شپې او ورځې هلته تېروي، مشورې، فیصلې او فتواوې له هغه ځایه له ځانه سره راوړي او اسامه هم داستخباراتو په مرکزي ځای کې له منځه ځي، نو پوښتنه داده چې، ولې امریکا په داسې شرایطو چې ډرامه له پخوا څخه ډېره حساسه ده چوپتیا غوره کوي؟ یو څل یې هم دپخوا په څېر خپلې مکارې سترګې سرې نه شوې او نه یې هم پاکستان ته کومه ګوت څنډنه وکړه؟ ددې پرځای چې پاکستان ته سترګې برګې کړي لاهم پاکستان نازول کیږي، دا هر څه ولې او دڅه لپاره؟

د هر نظام دچارو پرمخ بیولو لپاره ډېرو منابعو او وسیلو ته ضرورت وي خو، په ځانګړي ډول د جنګ په حالت کې یې ضرورت لا پسې زیات شي، نو پوښتنه داده چې د طالبانو د نظام جغرافیه چې، په کوم ځای کې منځته راغلل، څنګه منځته راغلل، د چا په لاس منځته راغلل، د څه لپاره منځته راغلل او د چارو د پرمخ بیولو لپاره یې منابع او وسیلې له کومه خایه سرچینه اخلي، ځواب څه دی؟

هر حرکت یوه موخه لري، او د طالبانو د حرکت موخه په افغانستان کې داسلامي نظام نافذول ګڼل کېده، هغه وخت چې کله طالبان افغانستان ته دپاکستان له لارې داخلیږي، نو ددې پرځای چې خپل منځي جنګونه کم شي په پروژیي شکل لا پسې شدت مومي او دجهاد په نامه هرڅه ترسره کیږي، حال دا چې د افغانستان خلک ۱۰۰٪ مسلمان ولس دی، د دې پرځای چې ګټه وکړي زیانونه یې لا پسې ډېر شول، تعصب، سمت پالنه، ژبپالنه، د اقتصاد نشتوالی، د زراعت نشتولی، د صحي مرکزو نشتوالی، د تعلیم نشتوالی، د بیا رغونې نشتوالی، فقر، بېوزلي، مهاجرت او وحشت خپل اوج ته رسیږي، نو پوښتنه دا ده چې طالبانو په کوم اسلامي دلیل دا کارونه د جهاد په نامه تر سره کړل؟ ایا دشمال خلک مسلمانان نه ول؟

ایا یواځینئ لاره یې ددوی په نظر جنګ ؤ؟ ایا اسلام د مسلمانانو ترمنځ جنګ ته د جهاد نوم او جواز ورکوی؟ دهغه نظام چې منشه یې پاکه نه وي مونږ پاک او واقعي نظام بللی شو، حال دا چې د طالبانو منشه پاکستان دی، پاکستان پخپله د الله (ج) په قهر اخته دی، اساسي قانون، مدني قانون، حقوقي قانون، اقتصادي قانون او نور ټول قوانین یې دانګرېز او داسلام ضد قوانین دي، نو په کوم دلیل له یو داسې هیواد څخه چې پخپله په کږه لاره روان دی داسلام او یا داسلامي نظام د راوستو او قایمېدو توقع وکړو؟ همدې پاکستان زمونږ په جهاد، هجرت، مړي، ژوندي او نظامونو سوداګري ونه کړه؟  که رښتیا هم طالبان، حزب اسلامي او نورې جنګېدونکې ډلې دپاکستان دګټو پر خلاف نه وي، فکر وکړئ چې د پاکستان دولت به یوه ورځ داسې ډلې ټپلې په خپل هیواد کې پرېږدي؟

په دې حقیقت خو ټول افغان مسلمان ملت ښه پوهیږي چې ملا صاحب عمر، حکمتیار صاحب او نور درهبرۍ غړي په پاکستان کې په ارام پراته دي، نو ایا که امریکا او پاکستان په رښتیا لوبه  کول نه غواړي، نو نه شي کولای چې لاس تړلي يې ونیسي، اخیر دا ډرامه ولې او دڅه لپاره؟ ایا کله مو دا فکر کړی چې ستاسو په جنګي حرکتونو کې څوک قرباني کیږي؟ ایا کله مو فکر کړی چې، ستاسو جنګ د امریکې دپروژې د پرمخ بېولو لپاره دی؟ ایا کله مو فکر کړی چې، ستاسو جنګ دې وحشي لښکرو ته دپاتې کېدو جواز په لاس ورکوي؟

که چېرې ځان ته مسلمانان وایو او په اسلام عقیده لرو، نو مسلمان باید هوښیار وي او داسلام له حکمته او سیاسته ګټه پورته کړي او مسلمان باید دومره ناپوهه هم نه وي چې دهغه په پاکو احساساتو او اسلامي مینې دې دښمن په اسلامي القابو او نومونو لوبې وکړي.

5 thoughts on “له طالب او له نورو جنګېدونکو وروڼو څخه یو څو ساده، خو منطقي پوښتنې”
  1. طالب د پاکستان او د امریکا د لاس نیالګی دی. هغوی اوبه ورکوي او هغوی يی پالنه کوي. هېڅکله به یې مغز سر ته را نه شي، چې دوی په خپل لاس خپل ولس تبا کوي او خپل کور ړنګوي

    الله دې دوی ته هدایت وکړي اګر د هدایت وړ هم نه وي

  2. they don,t care.about islam,afghan or afghanistan,they are soldout with some money,
    you fallow gulbuddin hekmatyaar,from 1352 when daoud khan toke power in kabul.
    what did hekmatyaar tell now,
    one time atake on afghanistan,kill afghans,one time kill shahnawaz tany,want kill dustem.want kill
    ahmad shah masood and rabani,
    but next day do peace with tanny,dustem,masood and rabani.what kind islam is that.
    talib and mujahid are two face of one coine,one day call him mujahid,tomorrow call him talib,and in third
    day be terrorist.fazel hadi muslimyaar set in senna and in house keep terrorist.
    last 13 years all talibs was terrorist,now america don,t have problem with talibs,
    hamid karzai come with cia soulders to afghanistan now karzai talking like angel,
    did you knows correct face of ashrafghani.no?
    finally this is one dramma for destroid of afghanistan and killing ofpashtoons.thank you

  3. وروره ملا عمز،حکمتیار او نور ډیر ښه پوه دی مګر غلامان څه ته وایی؟

  4. Salamoonah;

    Pa reshtya ham, Angrezano , mosulmanan dasy xpalo manzo ki sara achawily che Israil yi pre la yadeh vestily . A`raban wagoriy, kala d`alqaide, kala d Bokuharam; kala d Taliban; kala d Daaich a.d.n Sunny, Wahabi, Shoiea`a ddalo pa nomono salah, ddollar, moxadera mevad pre xarztzavi .
    Ahmedzai sab! sta d likny unvan bayed amrikayano ta moxateb vy ?

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *