تاند، سه شنبه، د ثور ۲مه: تاند ته د ثبات او همپالنې د ټیم له منځه د هغو اختلافاتو په اړه راپور رسېدلی دی چې ویل کېږي د عبدالله څو ملګري د ولسمشر غني د ماموریت په منلو کې له هغه سره مخالف شوي دي.

د ثبات او همپالنې د ټیم یوه مؤثقه  سرچینه وايي، دا اختلافات د هغې طرحې پر سر د عبدالله، صلاح الدین رباني او احمد ضیا مسعود تر منځ راټوکېدلي دي، چې عبدالله د یو همه شمول حکومت د تشکیل لپاره ولسمشر غني ته ورکړې ده.

په دې طرحه کې راغلي چې عبدالله د مصالحې د شورا مشرۍ تر څنګ څو ولایتونه او وزارتونه له ولسمشر غني څخه غواړي، خو سرچینه وايي، اوس ثبات او همپالنه په دې طرحه باندې د شدیدو مخالفتونو ښکار ده.

د سرچینې په قول یو شمېر کسان له ۴۰ څخه تر ۵۰ سلنې پور حکومتي ونډه باندې ټینګار کوي او له عبدالله سره دا نه مني چې کمه ونډه واخلي: (( د طرحې له مخې د حکومت اپوزیسیون به هم له عبدالله دوی سره وي چې مشري به یې صلاح الدین رباني ترسره کوي، خو احمد ضیا مسعود او صلاح الدین رباني له دې طرحې سره سخت مخالف دي.))

د ولسي جرګې غړی عباس ابراهیم زاده هم تاند ته وايي، چې د عبدالله ټیم لومړی صدارت او ۵۰ سلنه ونډه غوښتله خو اوس د مصالحې شورا او څو ولایتونه او وزیران غواړي: (( د ثبات او همپالنې ټیم په دې وروستیو کې له صلاح الدین رباني سره په دې طرحه د قناعت ورکولو ګڼې ناستې هم کړې دي، خو هغه دا طرحه نه مني.))

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې له عبدالله سره امرالله صالح او عطا محمد نور هم له دې کبله خپه شوي وو چې د خپل امتیاز لپاره یې خپل نږدې دوستان اشرف غني ته په میدان پرېښودل.

عطا محمد نور تازه ویلي، چې د عبدالله هغه بد به هیر نه کړي چې له بلخ ولایته د ده د لرې کېدو پر مهال چوپه خوله پاتې شو.

One thought on “له عبدالله سره د صلاح الدین رباني او ضیا مسعود اختلاف راپورته شوی”
  1. که د بې ثباتې اوقدرت غوښتنې ټېم په دولت کې شامل او له دوکتور محمد اشرف غني سره یې ګډ حکومت جوړ کړ ، پدې صورت کې به د افغانستان د اساسی قانون او ټولو قوانینو له مخې د افغانستان خلکو ته مسوول او ځواب ورکوونکی وي. نور په هېڅ پلمه او بهانه د اپوزیسیون اومخالف په نوم ځان له مسؤلیته نشي خلاصولی .
    دا هېڅ کله نشي کېدلی چې هم قدرت اوڅوکۍ ، امتیاز او صلاحیت وي او هم غیر مسوول او واجب الاحترام.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *