د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- له فساد سره د مبارزې اداره وايي چې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د دیپلومات په توګه په ټاکلو کې واسطه، خپلوي او رشوت اساسي رول لري.

له اداري فساد سره د مبارزې، څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې نن په یوه راپور کې ویلي، د دیپلوماتانو په غوره کولو کې خوېش خوري او واسطه تر لیاقت زیات رول لري.

د دې کمېټې اجراییه رييس احمد راشید بهروز وویل، دا مسله د ټولو افغانانو په وړاندې د مساوات د رعایتولو او ورته په یوه سترګه کتلو قانوني حق زیانمنوي.

ښاغلی بهروز وايي، چارواکي او هغه کسان چې زور لري، غوره ګڼي چې خپل – خپلوان وګوماري.

د بهروز په وینا، تېر کال ۴۸ کاندیدان په ازموینو کې بریالي شول، خو یو هم په دې خاطر مقرر نه شو چې د دوی پر ځای د چارواکو هغه خپلوان، چې په ازموینه کې یې برخه نه وه اخیستې، وګومارل شول.

ده دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په لسګونو کارکوونکي چې کله بهر ته په سفارت یا کونسلګرۍ کې کار کولو ته واستول شي، بېرته نه راځي.

ښاغلي بهروز وویل چې ۴۶۵۰ دیپلوماتیک پاسپورټونه په غیر قانوني ډول غیردیپلوماتانو ته ورکړای شوي دي.

ده وویل چې د بهرنیو چارو وزارت ۲۳ جګپوړي چارواکي د ولسي جرګې د اوسنۍ او تېرې دورې د وکیلانو نژدې خپلوان دي چې په واسطه مقرر شوي دي.

6 thoughts on “له فساد سره د مبارزې ادارې په بهرنیو چارو وزارت کې پراخ فساد افشا کړ”
  1. مسله ځينې نور اړخونو هم لري چې ټول پرې خبر يو ، په خارجي سفارتخانو کې ټول ديوې ولسوالۍ اوسیدونکي ځای پر ځای شویدي ، د پوښتنې څوک شته چې ووايي دا ولې ؟ پښتو ژبه باندې په غږیدلو او عریضه ليکلو ډېر مشکلات پیښوي آيا پښتو د افغانستان ژبه نده ؟ باید هرهغه دیپلومات چې د پښتنو سره دمور ميرې سلوک کوي ليرې شي ، په هرصورت دا وړۍ ځکه نه شړۍ کيږي چې د بهرنۍ چارو وزارت د هغوی تر ولکې لاندې خپل کلئ دئ هر څه ېې چې زړه وغواړي هغه کوی ، خدای مو دې مل شي

  2. ديره شه خبره ده چي فساد سره د مبارزي كميسيون دا بي عدالتي او رشوت خوري بربنده كره. دا سيرنه ددي لپاره شه ده چي ولس خبر شو چي په وزارتونو كي، او پدي حالت كي د بهرني چارو وزارت به مينز كي سه روان دي. خبره دا ده چي أوس به سه كيژي؟ أيا هغه بيسوادان، د ولسي جرگي او يا د پخواني رشوتخور سيستم واسطه داران به د سوكيو ليري شي؟ أيا هغه خلك چي مستحق دي او سم ديپلو ماتان دي، خپل حق به تر لاسه كري؟ د ولسمشر د وعدي په مطابق خو بايد حق حق او ته ورسيژي خو خبره دا ده چي ولسمشر سومره توأن لري په دي حكومت كي. دا چي ولسمشر خپله وعده تر سره كوي، او يا كولي شي او كه نه، پته به ولژيژي. هيله دا ده چي نوره خرابي ونشئ او د پخواني خوسا سيستم خلك نور هم سپين سترگي نشي.

  3. د أحمد شاه مسعود کشر اوخی خالدین نومیژی د افغانستان سفارت په مصر کی بدون له امتحان نه او لا مصر کی ی تحصیل ختم کری نه وه تعیین شو ، کلون تیریژی دیپلماتان بدلیژی رابدلیژی خو خالدین سفارت نه د پلار کور جور کری او د بیرته تگ خبری نکوی پداسی حال کی چی د غریب زامن په وزارت کی د خارجی پوست په هیله په کلونه تیروی

  4. دا مسله د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت نه بلکه د افغانستان په ټولو دولتی او شخصی اداراتو کی شتون لری د فساد سره د مبارزی اداره د له شا نه ورپسی ګرځی بلکه مخکی له مخکی د په مقرریو کی ځان دخیل کړی

  5. ورکه دنگ وایی چی افغانستان نه وای فساد به نه وای آیا داسی سوگ شته چی د فساد مخه نویسی ؟ زه وایم چی نه زور بالای زور دی هر سوگ له خپل موقف سخه استفاده کوی او وایی چی همدا مو وخت دی باید زان او خپل خپلو آن یو زای ته ورسوو تر سو خپل هدف ته ورسیژو نور به کیژی

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *