د۱۳۹۳ لېږدیز لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاینونو تر پیل کېدو یوه ورځ وروسته په لغمان ولایت کې د جومات مخې ته ګڼ ځوانان ناست وو، د زیاترو عمرونه له شلو تر پنځه ویشتو کلونو و، تر سلام وروسته مې ترې وپوښتل: په تاسو کې څو تنه موبایل لري؟

تر لسو پورې کسانو غږ وکړ چې موږ یې لرو، خو تر دې ډېرو داسې وښود چې نه یې لري.

بیا مې وپوښتل: موبایل انټرنټ استعمالوئ؟

دوو کسانو وویل هو. یوه یې د فیسبوک نوم هم ورسره یاد کړ او بل یې وویل چې کله کله انټرنټ استعمالوي.

په افغانستان کې د ځوانو رایه ورکوونکو چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۳۰ کلنۍ پورې دي اټکلي سلنه تر دېرشو لوړه ده. دا چې په دې کې بیا څومره لوستي، نیمه لوستي، څومره نالوستي دي او څومره یې موبایل او انټرنټ ته لاسرسی لري کره شمېره یې لا په لاس کې نه شته، هغه څه چې باور پرې کولی شو هغه دا ده چې د ددغو ځوانانو ډېری برخه په کلیو او بانډو کې اوسېږي، همدغه د کلیو او بانډو اوسېدونکي دي چې دسیاسي نظام څرخ یوه او بله خوا ګرځوي. دلته په سیاسي چارو کې ځوانان له دودیزو لارو ورګډېږي او د دودیزو وسیلو نه په ګټې اخیستنې سره په سیاسي ځواک کې برخه اخلي. په امریکا کې دهمدغسې رایه ورکوونکو ځوانانو سلنه یوویشت ده، مګر د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې کله چې د لومړي ځل لپاره اوباما خپله ټاکنیزه مبارزه پيل کړه، ډېریو دغو ځوانانو په یوه نوې طریقه یانې د ټولنیزو شبکو له لارې د اوباما لپاره کمپاین پیل کړ او په لږ وخت کې یې په ملیونونه پیغامونه، عکسونه او سمبولونه خپاره کړل. دغه کار د نړۍ په تاریخ کې د اول ځل لپاره ترسره شو، مګر ستراتیژي جوړوونکي یې اړ ویستل چې نور نو دهر سیاسي فعالیت تر ډیزاین کولو دمخه باید د ټولنیزو رسنیو رول ته ځانګړی ارزښت ورکړي.  ددغه کار یو دلیل ښایي دا هم وي چې هلته زیات خلک لوستي دي او نوې ټکنالوژۍ ته یې لاسرسی تر موږ څو چنده زیات دی. دلته د ټولنیزو رسنیو استعمال له نورې نړۍ سره لږ څه چې ډېر توپیر لري. ټولنیزۍ رسنیۍ لا هم د زده کړو، امکاناتو او وسایلو د نشتوالي یا کموالي له کبله عام شوي نه دي.  په عربي نړۍ کې همدغه ټولنیزه رسنۍ د عربو بهار په نامه توپانونه راپورته کولی شي او د کلونو کلونو واکمنۍ نړولی شي مګر دلته د یوه فاسد چارواکي رنګ ته لږ تغییر هم نه شي ورکولی.

په افغانستان کې د وروستیو کلونو مخابراتي پرمختګونو سره ټولنیزو رسنیو هم د پام وړ پرمختګ کړی . له یوې خوا یې د خلکو او حکومت په نږدې کولو کې او له بلې خوا په ملي او محلي کچه د ستونزو او لاسته راوړنو په مطرح کولو کې کارنده رول لوبولی او وخت پر وخت یې هغه مسایل هم راپورته کړي چې ټلویزیوني، راډیویي او یا هم چاپي رسنۍ یې له خپراوي ډډه کوي.  دژبې او ادب په وده  او د نیمه لوستو کسانو په لږ ډېر باسواده کولو کې هم ټولنیزې رسنۍ ارزښتناکې وې. لنډه دا چې دملګرو او دوستانو ترمنځ د افکارو او نظریو د تبادلې، له یوه او بل سره د دوامداره اړیکو د ساتلو او د یوه او بل له حاله د خبرېدلو  او په غم ښادۍ کې د شریکېدلو یوه ښه وسیله ثابته شوه. مګر دا چې په ټاکنو کې به ټولنیزې رسنۍ په ځانګړي ډول فیسبوک څومره رول ولري راځئ له دې مسئلې سره لږ حسابي چلند وکړو.

زموږ فیسبوکپاڼو کې معمولا هغه کسان له موږ سره دي چې یا مو ملګري وي، یا مو همژبې وي او یا بل داسې تړاو ولرو چې موږ سره نښلولی شي او خبرې مو په یوه او بل بدې نه لګېږي. له ما سره په فیسبوک کې تر ۴۰۰۰ زرو پورې کسان دي چې زیاتره یې زما دوستان یا زما د شعر او نورو ادبي کارونو مینه وال دي، یو شمېر په کې ښایي داسې هم وي چې زه یې نه پېژنم. خو هغه چې په دې ډله کې ډېر فعال دي هماغه یو څو کسان دي چې زما ادبي ملګري دي. اوس ددې هر یوه ملګري پروفایل ته چې ورشې هماغه یو څو کسان ورسره دي چې له ما سره هم شته او له نورو سره هم شته. کېدای شي د ګوتو په شمار نوي کسان به هم په کې وي خو دا شمېره دومره نه وي چې د یو ملت د برخلیک په ټاکلو کې دې رول ولوبولی شي.

که چېرې موږ یو پیغام خپرول غواړو د دوو، درېیو کسانو له خوا تر شریکولو وروسته ټولو ته رسېږي. که پر کومه مسله بحث کول غواړو ښایي یوه ورځ یا دوه ورته بس وي، که د کوم کاندید یا بل چا په اړه منفي تبلیغ کول غواړو فقط نیمه ورځ ورته کافي ده، دا چې موږ هره ورځ دلته دیوه کاندید په اړه پوسټونه کوو او هره ورځ د هغه چا په مخالفت کې سندرې وایو چې دلته یې یو پلوی هم نه شته دا نو هماغه خبره ده چې شاعران په مشاعرو کې یو بل ته خپل شعرونه ور اوروي او یا یو څوک ټول عمر په خپل جومات کې تبلیغ کوي خو د خپلو افکارو د خپرولو لپاره د ګاونډي کلي تر جوماته ځان نه په تکلیف کوي.  موخه مې داده چې د فیسبوک پر ارزښت سترګې نه شي پټېدای او د کمپاین وخت هم دوه میاشتې دی، که تاسې ټوله پاملرنه فیسبوک ته واړوئ اصلي کار به درنه پاتې وي، لږ له فیسبوکه کلي ته ووځئ.  فیسبوک یو ځل د کوم جومات مخې ته سروې کړئ او یا یې دکلي په کومه حجره کې وپوښتئ چې څومره کسان یې پېژني. د رایو مرکزونه او بانکونه ولسونه دي، ولایتونه او ولسوالۍ دي، کلي او بانډې دي، موږ که په رښتیا هم خپله قصیده پر خپلو ملګرو پخول نه غواړو او له زړه نه کار کوو ولې له فیسبوکي مبارزې سره سره ولسي او دودیزه مبارزه او کمپاین نه پيل کوو. که څوک غواړي د خپل ارمان لپاره کار وکړي نو هغه هېڅکله هم چیغې نه وهي، چیغې یوازې هغه کسان وهي چې سبا ددې چیغو قیمت ترلاسه کړي.

One thought on “له فیسبوکه کلي ته ووځئ/ عزت الله شمسزی”
  1. سلامونه او نیکې هیلې می و منۍ:
    زما د عزت الله شمسزی صیب (( د ګورګورو او نښترو څو سندرې ) نومۍ کتاب په کار دی ، هیله ده د نوموړي کتاب په اړه راسره مرسته وکړۍ ترسو یی لاس ته راوړم

    په ډیر درنښت

ځواب ورکول Shapoor ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *