تاند- د ځینو راپورونو له مخې امریکايي او پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې د طالبانو دفتر له قطره یوه بل هیواد ته ولېږدول شي.
د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورخپاڼې د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د پاکستان په وروستي سفر کې له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د دغه هیواد د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
د ورځپاڼې د راپور له مخې دواړه خواوې د دوحې په پروسه کې د رامنځته شوي خنډ یا ولاړ حالت د لېري کولو او د افغانانو ترمنځ د پخلاینې د امکاناتو پر لارو چارو وږغېدل.
ایکسپریس تریبیون د پاکستاني چارواکو په قول ویلي چې اسلام اباد او واشنګټن د دوحې د بهیر بېرته فعالولو ته هیله من نه دي او اوس له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو پر نورو امکاناتو غور کوي.
په عین وخت کې داسي راپورونه هم شته چې چارواکي د دوحې د بهیر پر متبادلو انتخابونو غور کوي خو تراوسه پوري په دې برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.
طالبانو وروسته له دې د قطر دفتر بند کړ چې د افغانستان د حکومت د اعتراض په ځواب کې د قطر حکومت د طالبانو له دفتره د دې ډلې بیرغ او د اسلامي امارت لوحه لېري کړل.
طالبانو د جون په اتلسمه په قطر کې د خپل دفتر د پرانستلو په مهال پر هغه سپین بیرغ، چې پر افغانستان د دې ډلې د واکمنۍ په مهال د دوی د حکومت بیرغ و او دغه راز د اسلامي امارت لوحه ولګول.
پاکستاني چارواکي وايي چې له قطر څخه یوه بل ځای ته د طالبانو د دفتر د وړلو په اړه د افغانستان له چارواکو سره هم خبرې شوي دي.
زه خو وایم چې اسراییلو ته یې دفتر یوسئ، خو سوله راولئ، د همدغو منافقو تش په نوم اسلامی هیوادونو نه اسراییل په کراتو ښه دی. خو خبره دې ځای نه ده، د مکې مات شوي قسمونه ټولو په یاد دي.
وایي تور خر په صابون نه سپینیږي. قطر نه چې بیت الله شریف ته یې دفتر وېسئ بیا هم دا د آی ایس آی سپي دي او وي به ځکه چې د افغانانو وینه د دوی او د دوی د بادار آی ایس آی له پاره مباح ښکاري. دغو سپیو د روژې په مبارکه میاشت کې داسې تنکي ماشومان ووژل چې د یهودو به هم دغه کار ته زړه ونشي او هغه هم د پنځه لکو کالدارو په بدل کې. خدای دې دوی په همدا روزه کې له پنجابیانو سره یوځای هلاک کړي.
هو دا خبره درسته ده که چیری د طالبانو دفتر بیت الله شریف ته هم یوړل شی بیا به هم سره جوړ نه شی، ځکه په مکه مکرمه کی یو ځل مخکی هم قسمونه شوی وو چی مونږ به سره جوړیږو او هیواد به جوړوو خو نتیجه یی څه وشول؟ بیا دوهمه خبره دا چی په قطر کی ځکه دوی دپاره دفتر پرانستل شوه چی د پاکستان لاس تری لنډ کړی خو دا منافق هیواد هملته هم ځان ورسول نو خاوری په سر به دا هیواد جوړ شی بله دا چی اوس پاکستان غواړی چی د خپل د مزدوران دفتر داسی یو هیواد ته انتقال کړی چی ددوی لاس رسی ورته ډیره اسانه وی، افسوس زمونږ مظلوم ولس په حال چی تر څو به یی زغمو څه وخت به د دغه شیطان هیواد څخه مونږ خلاصیږو، څه وخت به زمونږ کونډی یتیمان بوری میندی پلرونه د آرام ساه اخلی آخر تر څو به دغه افغان کشی روانه وی؟ خدایه ته مونږ نور دغه د اسرایلو له بچی څخه خلاص کړی، مونږ ته نور ارام په برخه کړی
کوم قسم چی پاکستان او واشنګټن دوه لوی شیطانان غواړی هماغسی کیږی زیاتو خبرو ته حاجت نشته