خبریال: دروېش ځدراڼ: بحرین نه وروسته سعودي عربستان، مصر او متحده عربي اماراتو او دغه راز د یمن او لیبیا په رسمیت پېژندل شویو حکومتونو له قطر سره د ټولو ډیپلوماتیکي اړیکو د شلولو پریکړه وکړه.

نوموړو هیوادونو د قطر سره د ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو او د قطر پر مخ د خپلو هوايي حریمونو د تړولو پریکړه وکړه.

یادو شوو د قطر د ټولو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه هم  وکړه. نوموړو هیوادونو د قطر ډیپلوماټانو ته  ددوې د هیوادونو نه د وتو په خاطر ۴۸ ساعته مهلت ورکړ.

د ویلو ده چې نن سهار لومړی  بحرین  د قطر سره  د خپلو ټولو ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو نه خبر ورکړ چې  سعودي عربستان، مصر او عربي متحده اماراتو هم  د قطر سره  د اړیکو د شلولو پریکړه وکړه.

یادو هیوادونو قطر په سیمه کې د ترهګرو ډلو نه په ملاتړ او د دوی په کورنیو چارو کې  په مداخلې تورنوي.

سعودي عربستان  د قطر سره خپلې ټولې ګډې پولې  وتړلې. همداشان  سعودي عربستان په هیواد کې میشتو د قطر وګړو ته  د سعودي عربستان نه د وتو په خاطر ۱۴ ورځې  مهلت  ورکړ.

سعودي عربستان  هم  قطر په سیمه کې  د ترهګرو ډلو او په سوریه او یمن کې  د ایران سره د مخامخ اړیکو لرونکو ډلو په ملاتړ  تورنوي.

One thought on “له قطر سره سعودي او ګڼو نورو عربي هیوادونو اړیکې وشلولې”
  1. زما په نظر دا د عربانو ‌ذات البینی اړیکو یوه برخه ده .
    که د افغانستان دولت په خپلو کورنیو چارو کې د قطر هېواد د مداخلې اویا د ترهګرو ډلو د ملاتړ کوم ثبوت ونه لري ، نو بهتره داده چې مونږ پداسې مسایلو کې بېطرفه پاته شو او د صلاح الدین خان د باندینیو چارو وزارت د کاري دورې په شان چې شمالي کوریا ته يې اخطار ورکړی وو ، کوم بېځایه عکس العمل ونه ښیو. هلته زمونږ زرګونه هېوادوال په کار او مزدورۍ بوخت دي.

ځواب ورکول حضرت سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *