د لغمان پوهنتون د زراعت او ادبیاتو پوهنځیو څخه په لومړي ځل ۱۱۳ تنه محصلین فارغ او نن ورځ یې د یو لړ ځانګړو او شانداره مراسمو په ترڅ کې د فراعت سندونه ترلاسه او ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.

په دغه مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبارنعیمي ترڅنګ،د لوړو زده کړو د وزارت استازي پوهاند امین، د کابل پوهنتون استادپوهنوال محمد اسماعیل یون،د عالي مقام سلاکار عبدالهادي واحدي،د ننګرهار پوهنتون رهبري هئیت،د لغمان ولایت په لسګونو دیني علماوو،مشرانو،ځوانانو،د پوهنتون رهبري هئیت،فارغ شویو محصلینو او د دوی کورنیو برخه اخیستې وه.

د لغمان پوهنتون رئیس عبدالصبور غفورزي د مراسمو برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په تیرو څلورو کالونو کې د پوهنتون د پرمختګ،کړنو او لاسته راوړنو په اړه برخوالو ته معلومات وړاندې کړل،نوموړي وویل چې دا لومړی ځل دی چې د دغه پوهنتون څخه د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو محصلین فارغ او ولس ته د خدمت په موخه وړاندې کیږي.د پوهنتون رئیس له ټولو هغه کسانو مننه وکړه چې د پوهنتون د ایجاد،پرمختګ او ودې په برخو کې یې همکارۍ او مرستې کړې دي.نوموړي ډاډ څرګند کړ د پوهنتون د ودې او پرمختګ لپاره به کار وکړي.

لغمان والي عبدالجبارنعیمي د خپلو خبرو پرمهال افغان ملت،د لغمان ولایت ولسونو،فارغو محصلینو او د دوی کورنیو ته مبارکي ورکړه او د ۱۱۳ ځوانانو فراغت یې د ولس او هېواد لپاره یوه داسې معنوي لاسته راوړنه یاد کړه چې پر بنسټ به یې د ناپوهۍ خونې ړنګې او د ابادۍ بنسټونه به پیاوړي شي.

لغمان والي پر دې خوښي څرګنده کړه چې د دغه ولایت د والي په حیث د لغمان پوهنتون د لومړۍ دوره محصلینو د فراغت په غونډه او د ولس د یوې سترې خوښۍ په مراسمو کې د ګډون ویاړ لري، نوموړي د محصلینو فراغت له تاریخي پیغام ډک مراسم یاد کړل، زیاته یې کړه چې په دې سره به هغه کسان سخت شرمنده شي چې په دې هېواد کې د هرډول پرمختګ په وړاندې جګړه کوي.

همداشان لغمان والي په دغه مراسمو کې وویل چې یواځې پر اسلامي مینه،پوهه،قلم او ملي مفکوري سره ځوان نسل کولی شي افغانستان له روانو بدمرغیو او ناخوالو وژغوري ، نعیمي له فارغو محصلینو وغوښتل نورې لوړې زده کړې هم وکړې په ایماندارۍ،صداقت او ملي احساس سره خپلې خاورې او ولس ته د خدمت جوګه شي.

لغمان والي د لغمان ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د پوهنتون د علمي ودې،پرمختګ او ستونزو د هواري لپاره به شپه او ورځ تلاش وکړي ترڅو لغمان پوهنتون د هېواد په کچه پر یو معیاري،پرمختللي او مخکښ پوهنتون بدل شي.

د لوړو زده کړو د وزارت استازي پوهاند امین مراسمو ته د خپلې وینا پرمهال ټولو فارغو شویو محصلینو ته مبارکي وویله او د وزارت د مشرتابه نیکې هیلې او سلامونه یې هم د مراسمو برخوالو ته وړاندې کړل، نوموړي وویل چې لغمان پوهنتون د ودې او پرمختګ په حال کې دی له ولایتي ادارې یې خوښي څرګنده کړه چې د پوهنتون د ستونزو په هواري کې ځانګړې توجه لري.

د کابل پوهنتون استاد پوهنوال محمد اسماعیل یون د خپلو خبرو پرمهال پر دې خوښي څرګنده کړه چې لغمان پوهنتون په لومړي ځل خپله لومړۍ دوره محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي، نوموړي له دولت وغوښتل چې دپوهنتون هر اړخیزه ودې ته ځانګړې توجه وکړي.

وروسته په خپل وار سره د عالي مقام سلاکار عبدالهادي واحدي،د ولایتي شورا پخوانی غړي ګلزار سنګروال،د ننګرهار پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال،د ننګرهار پوهنتون استاد شریف الله رحماني،استاد ګل اغابنوري،مولوی محمد یونس شمعه خیل او یو شمیر نورو برخوالو په خپل وار سره خبرې وکړې او د محصلینو په دې بریا او خوښۍ کې یې ځان شریک وبللو، دوی له ځوانانو وغوښتل چې د پوهې او قلم لاره خپله کړي او پر همدې اساس خپلې خاورې او ولس ته خدمت وکړي،یادو ویناوالو هم له ټولو هغه کسانو مننه وکړه چې د پوهنتون سره مرسته او همکاري کوي.

وروسته د فارغو محصلینو په استازیتوب یو تن خبرې وکړې د مراسمو له ټولو برخوالو یې مننه وکړه چې د دوی د فراغت په جشن کې یې ګډون وکړ د پوهنتون له ادارې او استادانو یې هم مننه وکړه چې د دوی په ښوونه او روزنه کې یې شپه او ورځ تلاش وکړ، د ټولو فارغو محصلینو په استازیتوب یې ولس ته ډاډ ورکړ چې په صداقت او ایماندارۍ سره به خپل ولس ته خدمت وکړي. همداشان نوموړي په پوهنتون کې شته ستونزې هم په ګوته کړې او له مسوولینو یې وغوښتل چې هواري ته یې جدي پام وکړي.

د مراسمو په وروستیو کې فارغو محصلینو ته د لغمان والي او ورسره مشرانو لخوا د فراغت سندونه ورکړل شول د یادونې وړ ده چې لغمان پوهنتون په ۱۳۹۰ لمریز کال کې جوړ شوی چې دا لومړی ځل وو چې ټولنې ته یې د خدمت په موخه محصلین وړاندې کړل.

One thought on “له لغمان پوهنتونه لومړۍ دوره محصلان فارغ شول”
  1. SaLAMooNah,

    De LagHMAN jaan Pohantun d Karhanney ; Adebyato faculties saxa pharegha shawi 113 zwanano wroonnu azizano ta de Zlrrah la kume tebrikaat wrrandy kawim, ALLAH ta`la de wakrry che paxpalo xwashi dando ki Karuna peyda krri aw Laghman jaan aw ttol Hewad ta pa sadaqet, spetsaly zamir aw d zlrrah la koome xidzmatoonah wakrri.

    Hamda ranaga d Pohantun la Re`is, Ustadzano, Waali saib Na`imy aw noro wronnu che pa de muhem ki yi hale-dzale kirry diey laa ziyat baryalitobuna ghwarrim.

    Pa dranisht 1 pakhwney Laghmaney Ddaktter Zlrraver Sapfi Hamidullah

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *