ډاکتر صاحب سبا وون اګر چي د پښتو څخه ډيره ليري خبره ده پوښتنه: د ميرمني مي اولاد پيدا شو طبیعي ده چي هره ميرمن له تولد وروسته د ميا شتني عادت ته ورته مريضي لري چي کمترينه موده يي نامعلومه او زياته موده يي (٤٠) څلويښت ورڅي اټکل شوي ده اوس راڅم اصلي مقصد ته ميرمني (٤٢ ) ورڅي وروسته ځان صفا او غسل يي وکړو ( ٤٣ ) دري څلويښتمه ورڅ نفس راباندي غلبه وکړه او کوروالي مي وکړ خو هغه هم عميق نه بلکه يواځي د يوه انچ قدري د مبهل په خوله کي د يوه شکمن ټوپ وهل وو نور سمدستي مي ذکر دباندي کړ د کور والي دورڅي تر نن پوري يواڅي ( ١٥) ورڅي تيري دي ډير زيات ويريژم هسي نه خداي مکړه چي ميرمني مي حمل اخيستي وي که په دي اړه داسي لاره را وښيي چي ډاکتر ته احتياج نه شم او که حمل هم وي چي هغه هم له مينڅه لاړشي او ددوايي تجارتي نوم او فار موله يي دواړه راته په ګوته کړي…..
ځواب:
له حاملګۍ او لنګون وروسته د مقاربت په هکله ډیر کسان ډیرې پوښتنې لري په تیره بیا دا چې ایا میرمن حامله کیداي شي که نه او له لنګون څه موده وروسته میرمن مقاربت ته چمتو کیداي شي ؟ موږ به په ټول کې په دې اړه خبرې وکړو خداي دې وکړي ددغه ورور ادیښنه هم لیرې شي .
لومړنۍ پوښتنه چې پیدا کیږي دا ده چې له لنګون وروسته کله میړه او میرمن مقاربت کولاي شي ؟
په دې هکله دقیقې نیته نه شو ټاکلی چې کله میرمن مقاربت ته چمتو کیداي شي خو تر هغه چې میرمن خونریزي لري باید مقاربت ترسره نه شي او غوره دا ده چې له لنګون وروسته تر شپږو اونیو پورې مقاربت ونه شي ځکه چې د میرمنو تناسلي برخه شپږ اونۍ وخت غواړي چې عادي حالت ته ستنه شي البته که لنګون په طبیعي توګه ترسره کیږي ښه به دا وي چې مقاربت لږ په ځنډ تر سره شي البته په دې وخت کې ممکنه ده میرمن په تناسلي برخه کې لږ درد احساس کړي چې ددې برخې د وچوالي له امله وي ددې لپاره چې له ښویوونکو جیلونو استفاده وشي .
هغه پوښتنه چې دغه ورور کړې او له ډیرو سره مطرح ده ، هغه دا ده چې له لنګون وروسته که مقاربت وشي ایا د حامله کیدا احتمالا شته ؟
په دې اړه باید ووایم چې هغه میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي د پرو لکټین په نامه دیوه هورمون د افرازیدا له امله په هغو کې هګۍ نه جوړیږي او له دې امله دا احتمال شته چې حامله نه شي دغه هورمون تر شپږو میاشتو پورې موجود وي او ترشپږو میاشتو پورې دا احتمال شته چې میرمن حمل وانه خلي خو په ځینو میندو کې له لنګون یوه میاشت وروسته ممکنه ده میاشتنۍ مریضي پيل شي په دغو میندو کې د حاملګي امکان موجود دی خو له دې سره سره باید میړه او میرمن توجه وکړي چې هر وخت ممکنه ده هګۍ د القاح لپاره موجوده وي باید له همغه پيله د مخنیوي رودې وکاروي له دې خبرې هدف دا دی چې دحمل امکان ډیر کم دی خو بیا هم که هګۍ دالقاح لپاره موجوده وي د حمل امکان شته .
په هغو میندو کې چې ماشو م ته شیدې ورکوي د حمل د مخنیوي لپاره د شیدو محرکې ګولۍ ښه تاثیر لري د لاینسترول په نامه یو هورمون دی چې غوره ده له لنګون وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې مصرف شي خو په دې شرط چې ماشوم دمور له شیدو پرته نور خواړه ونه خوري .
ددې لپاره چې له لنګون وروسته بیا حمل وانه خیستل شي غوره ده له ډاکټر سره مشوره وشي او دمخنیوي یوه غوره وسیله په نظر کې ونیول شي د مثال په توګه په ځینو میرمنو کې چې له شپږمې اونۍ وروسته میکروبي حالت موجود نه وي ممکنه ده iud دستګاه ښه وسیله وي او یا هم ممکنه ده بیلابیلې ګولۍ په نظر کې ونیول شي .
خو ستاسو د پوښتنې په هکله باید ووایم چې که دغسې یو حالت موجود وي چې د بې احتیاطۍ له امله مني په مهبل کې تويې شي یا مو شک پيدا شي که له مقاربت وروسته تر دریو ورځو پورې یو ډول ګولۍ چې (Morning after pill) نومیږي وخوړل شي ممکنه ده د حمل مخه ونیسي دغه ګولۍ یو ډول خاص هورمون لري چې دحاملګۍ ضد تاثیرات لري که له مقاربت وروسته ژر تر ژره دغه ګولۍ وخوړل شي په تیره بیا که څلور ویشت ساعته وروسته وخوړل شي ممکنه ده دحمل مخه ونیسي.
لکه چې وویل شول که مو احساس وکړچې مقاربت شکمن دی او حاملګي رامنځته شوې د امیندوارۍ دمخنیوي یو ډول ترکیبي درمل شته چې له مقاربته وروسته تر دوه اویا ساعتونوپورې که وخوړل شی ممکنه ده له حاملګي مخنیوی وکړي.
دغه راز له امیندوارۍ د مخنیوي ګولۍ چې HD ډوله ېې وي او سپین رنګ لري باید سمدستي وخوړل شي له هغه دولس ساعته وروسته باید دوه نورې ګولۍ هم وخوړل شي که دامیندوارۍ دمخنیوي HDډول ګولۍ درسره نه وې LD ډول ېې هم ګټه لري چې کریمي رنګ لري خو دغه ډول باید څلور دانې وخوړل شي او دولس ساعته وروسته څلور دانې نورېLDډوله ګولۍ باید وخوړل شي دغه روده له مقاربته وروسته دحاملګي مخه نیولی شي خو سل په سلو کې یقیني هم نه ده څومره چې ګولۍ ژر وخوړل شي هومره ېې اغیز زیاتیږي ښايي دکانګو ،اسهال او سرګرځیدا په شان عوارض هم رامنځته کړي .
دهورمونونو مصرف هم که ژر وشي ممکنه ده مرسته وکړي استروجين هورمون په کافي دوز سره له مقاربته سمدستي وروسته نتیجه ورکوي دترسره شویو څیړنو په اساس دDiethyl Stillbesrol= DES په نامه درمل هم ګټه لري او که دپنځو ورځولپاره هره ورځ ۲۵ یا ۵۰ ملي ګرامه واخیستل شي ممکنه ده نتیجه ورکړي اوله مقاربته وروسته دامینداورۍ مخه ونیسي خوپه دې شرط چې له مقاربته لږ ترلږه ۲۴ساعته وروسته استعمال شي د رحم کورتاژ چې سمدستي وشي او تردې وړاندې چې هګۍ ځاي په ځاي شي مرسته کولاي شي له IUD استفاده هم مرسته کولی شي.
البته له لنګون وروسته د مقاربت د پيلیدا لپاره باید خاوند ځینو مسلو ته پام وکړي دمثال په توګه دمقاربت لپاره باید له خپلې میرمنې سره مشوره وکړي اوباید میرمن راضي وي ځکه چې ممکنه ده میرمن له روحي پلوه ژر دغه لومړني مقاربت ته چمتو نه وي له خوا دماشوم له پیدا کیدا وروسته میرمن ډیره سرګردانه او پریشانه وي چې دا طبیعي چاره ده .
ستاسو د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې که په دغو اوبو کې سپرم موجود وي حتي که خوند هم ورسره نه وي نو ممکنه ده حمل رامنځته کړي خو که سپرم موجود نه وي نو حاملګي نه رامنځته کیږي.
خو هغه سپینې اوبه چې کله ناکله له بدنه بهریږي دپروستات اوبه دي او ممکنه ده سپرم پکې موجود نه وي دغه اوبه دسپرم لپاره مساعده زمینه برابروي چې ځان هګۍ ته ورسوي.
یوه یادونه اړینه ده او هغه دا چې ځینې میرمنې له حاملګي وروسته په تیره بیا په لومړیو دریو میاشتو کې له جنسي پلوه بې علاقې کیږي او جنسي ګروهنه ېې کمیږي البته له علمي پلوه دجنسي هورمونونو دزیاتیدا او دغه راز په لګن خاصرې او نورو جنسي غړیو کې د وینې دزیاتیدا له امله ممکنه ده جنسي تمایل او علاقه نوره هم زیاته شي ډیری میرمنې فکر کوي چې له دې ورسته ښايي دیوې میرمني په شان دخپل میړه لپاره په زړه پورې نه وي ددې لپاره چې په میرمنو کې دغه جنسي علاقه بیرته پيدا شي تر هرڅه وړاندې باید میړونه احتیاط وکړي او خپله میرمن په زور جنسي اړیکې ته مجبوره نه کړي ځکه ښايي اپوته نیتجه ترلاسه کړئ بله خبره دا چې که میرمن جنسي تمایل نه لري فزیکي تماس ورسره وساتئ دغه فزیکي تماس مه قطع کوئ کله چې له خپلې میرمنې سره مینه کوئ دهغې هورمونونه ترشح کیږي او ورو ورو ددې سبب کیږي چې هغه بیرته جنسي تمایل پيد ا کړي دحاملګۍ په وخت غوره ده میړه او ښځه دمقاربت په هکله تفاهم ته ورسیږي او داسې یوه لاره غوره کړي چې داوړه لورو ته په زړه پورې وي .
خو کله چې ماشوم پيدا شي دمیړه او خاوند اړیکه هم بدلون مومي او په دې ډول داړیکو یو مثلث جوړیږي چې ماشوم ېې په سر کې وي او مور او پلار ډیر د ماشوم په فکر کې وي دغه حالت پر جنسي اړیکو هم منفی تاثیر اچوي په تیره بیا داچې زموږ کورنۍ هم ګڼي وي او نورې مسلې هم ورسره یوځاي شي او پر جنسي ژوند ناسمې اغیزې کوي په دې موده کې غوره ده میړونه دماشوم په پالنه کې له مور سره مرسته وکړي دا ښایي د ګډ ژوند لپاره اړینه چاره وي ځکه دماشوم پالنه سخته ده او پښتانه هم متل کوي چې د ماشوم لویول د یوه ښار جوړول دی نو که خاوند ورسره مرسته ونه کړي میندې دماشوم له پاللو او دکور له کارونو دومره ستړی کیږي چې جنسي مسلو ته وخت نه شي کولی او حتي فکر پرې نه شي کولاي.
میرمنه باید پوه شي چې خاوند ېې یوازې دجنسي مسلو لپاره نه غواړي بلکه ورسره له زړه مینه لري نو له حاملګي وروسته له مقاربت پرته حتماً باید له خپلې میرمنې سره مینه وکړي یوه بله مسله چې په تیره بیا افغانان ورته ډیره توجه نه کوي هغه دماشومانو له لویدو وروسته دمیړه او میرمنې ترمنځ واټن دی دواړه دکور او دندو او دغه راز دماشومانو په پالنه کې دومره بوخت شي چې له یو بل سره د خبرو ،مینې ،او د احساساتو دتبادلې وخت نه پیدا کوي دغه چاره ددې سبب کیږي چې په لاشعورې توګه ژوند ګډو ډ شي ښایي ډیر ځله علت ته متوجه نه وي خو ژوند به مو تریخ وي.
سلامونه مې اومنی
د معدې جوش ولې وي او علاج یې څه دی ډاکټر سباوون
اسلام علیکم
.ډاکتر صیب الله د همیشه روغ او صحت مند لره
زما یوه پنخه ۵ کلنه لور ده چی د پااکستان د کویتی ښار مختلفو داکتران ته می بوتله خو هر داکتر صیب جلا جلا خبری وکری زینو راته وویل چی دا مرګی مرض دی یو داکتر بیا راته وویل چی دا ددی ماشوم په رحم کی مکروب دی او یو بل بیا راته وویل چی دا نفسیاتی یا روحی تکلیف دی او همدا اوس یو سو ورزی مخکی می یو د ماشومانو داکتر ته بوتله هغه ویل چی دا childhood female masturbation دی دا د دیر دیغت سخه دا انجلی داسی کوی او پدی رقم دا خوند اخلی او خپل ساتیری کوی اوس محترم داتر صیب ستاسو د وتس اپ نمبر هم نشته راسره چی زی ددی ماشومی ویدیو تاسو ته واستوم تر سو یی تشخیص د مریضی وشی ددی مریضی داسی ده لکه زینی وخت کوچنیان چنچی یا سکاریس چی ولری بیا زان داسی موښی نو دا هم عین هغه ړقم زان دیر سره موښی او دا یوه پشه داسی یو قسم کژه کړی او ددی موژلو په وخت کی ددی د فرج سخه یو قسم سپینه ماده راوزی چی داسی لژ سریښناکه ده
کچیری ستاسو یو وتس اپ نمبر راکری زه به یی ویدیو درته واستو محترم داکتر صیب تاسو یی په تسلی وګوری مننه زما د وتس اپ شمیره
۰۳۰۲۳۹۳۸۵۱۱ رحمت الله