مونا نصير

ليکواله: مونا نصير

زموږ د سياسي مشرانو په خبرو کې استعماري ټکي نغښتي دي او غواړي چې په فاټا کې بدلون رانشي بلکې چې پر کوم حال ده هم هغسې پاته شي.

دا چې د لسيزو تر انتظار وروسته د پاکستان د باسواده او ښاري سيمو وګړيو پام بلاخره د فاټا خراب وضعيت ته واوښت نو پوښتنه دا ده چې چرته زموږ سياسي مشران خو غواړي نه چې دغه

سيمه له سياسي ، معاشي او ټولنيزه پلوه له نورو سيمو ګوښه او پاتې و ساتل شي؟

د وسله والو طالبانو او پوځي عملياتو له وجې د قبايلي سيمو له وړاندې خراب وضعيت لا نور هم ناوړی شوی دی.

دلته کرهڼه ، ځنګلونه ، د اوبو زېرمې او نور وسايل وران ويجاړ شوي دي.

د قبايلي سيمو په سلو کې دوه ديرش ښوونځي تباه شوي دي چې پکې د پوځ د روانو عملياتو هم يو څه لاس شته.

طالبانو ښوونځي په بمونو الوځولي دارنګه روغتيايي څانګه ضعيفه شوې ده.

دا وخت د فاټا د اوه میليونه خلکو لپاره يوازې ۴۱ روغتونونه فعال دي.

اوس د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف په سپارښتنه جوړې شوې پنځه کسيزې کميټۍ د فاټا له خلکو سره تر لېدنو وروسته د اصلاحاتو يا سم سمکي يو راپور جوړ کړی دی او د بحث لپاره يې پارليمان ته وړاندې کړی دی.

خو د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي د بحث پر مهال په قبايلي سيمو کې د ايف سي ار قانون چې انګريزانو د خپل استعماري واک ساتلو لپاره پر خلکو تپلی و د بدلون مخالفت کړی دی.

کله چې په پارليمان کې ناست دغه سياستوالان چې مقصد يې هم قانون جوړول دی، د هغه قانون چې انګريزانو په ۱۹۰۱ ميلادي کال کې پر خلکو تپلی و، کې د بدلون مخالفت کوي نو دا په بله مانا سياسي ابن الوقتي او دوه مخه چلند دی.

او په عين حال کې هم دغه پښتانه سياسي مشران پخپله د پاکستان له منظم او سم قانونه خوندونه اخلي او تر لاندې يې ژوندکوي.

زه چې د قبايلي سيمې د يوې پښتنې په توګه ګورم چې دغه سياسي مشران د پاکستان په ملي ژبه اردو کې د فاټا اصلاحاتو مخالفت کوي نو سمه خفه شم هغه ځکه چې دوی پخپله د پاکستان د ۱۹۷۳ م کال تر اساسي قانون لاندې ژوند کوي او پر موږ د تپل شوي د انګريز د تور قانون پلوي کوي.

د پاکستان اساسي قانون دوی ته د اساسي حقونو ضمانت ورکوي لکه اساسي بشري حقونه، شفافه عدالتي کاروايي، مالوماتو ته د لاس رسي حق، خپلواکي، انساني عظمت، د وينا ازادي، د شخصي ژوند د پټ ساتلو حق او دغسې د هېواد د ټولو وګړيو د يو شان قانوني چلند حق .

پخوا به د پاکستان د ښاري سيمو وګړیو قبايلي سيمې د ترهګرۍ د مرکز، د ډرون بريدونو او طالبانو په اړه پېږندلې خو اوس چې هلته د بدلون راوستو يو ښه چانس په لاس راغلی او هم ددې خلکو پام د دې سيمو د اوسېدونکو د انتظامي او حقوقي پر لور اوښتی نو زموږ سياسي مشران په يوه داسې بحث کې ښکيل شوي چې هغه په ۲۰۱۶ م ميلادي کال کې بې مانا دی.

د مولانا فضل الرحمن صاحب ګوند خوش بختانه د پاکستان د ۱۹۵۶م ميلادي کال په اساسي قانون کې د ايف سي ار له قانونه خلاص شو او په نتيجه کې يې وروسته پلار مولانا مفتي محمود د خيبر پښتونخوا اعلی وزير شو.

هم دغسې په ۱۹۷۳ م ميلادي کال په اساسي قانون کې په بلوچستان کې ميشتو پښتنو هم له دې قانونه ځان خلاص کړ خو دا دواړو ګوندونو يې هغه وخت د ختميدو مخالفت ونه کړ بلکې نن په ډېر وياړ سره دا خبره کوي چې دوی د صوبو د حیثيت په ترلاسه کولوکې رول لوبولی دی.

له ما سره پوښتنه داده چې دغه مشران چې د پاکستان تر قانون لاندې د واک خوندونه اخلي خو د فاټا وګړي د دود او کلتور په نامه له عصري او مدني قانون او ژونده لرې ساتي؟

د دواړو ګوندونو مشرانو ويلي چې که فاټا په خيبر پښتونخوا ورګډه کړل شوه نو د دې به خطرناکې نتیجې وي.

دلته زه يوه پوښتنه لرم چې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ خو د پښتنو  يووالي دعوې کوي نو بيا ولې د فاټا په خيبر پښتونخوا کې د شاملېدو مخالفت کوي؟

ايا له خيبر پښتونخوا سره يو ځای کېدل د دوی له هغې تاريخي غوښتنې سره سمون نه خوري چې وايي بايد په پاکستان کې په توکميځ او جغرفيايي اساس ایالتونه جوړ شي؟

دغه مشران دا هم وايي که د فاټا اصلاحاتو راپور پلي کړل شو نو دا به له ځانه سره تباهي راوړي خو زه وايم چې په قبايلي سيمو کې بې له استثماري ميراثه او د پاکستاني رياست د سترا تيژيکو ګټو پرته  نورهيڅ هم روغ رمټ نه دي پاته شوي.

7 thoughts on “له محمود خان اڅکزي او مولانا فضل الرحمن څخه ګيله منه پښتنه”
  1. د مولانه فضل رحمان خبره نه کوم خو د محمود خان اڅکزي خبري پر ریکاډ شتون لري هغه په وار وار د فاټا دپاره د جلا پارلیمان جلا والي غوښتونکی دی. د فاټا کېس د خیبر پښتونخوا سخه ډېر جلا دی. فاټا وس هم رسما د پاکستان برخه نه ده او که چیري فاټا په خیبر پښتونخوا گډه سي نو به هغه رسما د پاکستان ائیني برخه وگڼل سي. تاسي پکار دی د فاټا تاریخ ولولئ ښه به وي. نوازشریف د خیبر پښتونخوا نوم نه منی نو فاټا څنگه په خیبر پښتونخوا په گډهولو کي دومره تازیلمن دی. د هغه لویه وجه هم داغه د چي په ائینده کي د فاټا کېس کمزوری پاته سي. په خیبر پښتونخوا د افغانستان دومره حق نسته لکه پر فاټا باندي.
    او محمود خان هېڅ کله دا خبره نه د کړي چي پر فاټا دي د ایف بي ار قانون وي. بلکې هغه ټول عمر د ایف بي ار د ختمولو خبره کړېده. بله دا لکه څنگه چي مي اول وویل هغه د فاټا دپاره د جالا پارلیمان غوښتونکی دی. د فاټا د جلا پارلیمان باندي پښتانه نه سره تقسیمیږي بلکې د فاټا کېس مظبوطیږي.

    په احترام

  2. ستاسو خپله غصه او ګیله په ځایی
    خو که ګلګت بلدستان یوه صوبه جوړیدی شی نو منځنۍ پختونخوا ولی نشی جوړیدلی، چی نوکریانی، عملی او واکداران مو خپل وی ښه به وی، کنا نو مونږ به بیا هم سوالی لکه د اوس چی یو.
    ستاسو د دی خبری سره قطعي طرفدارا نه یم چی هر سه طالبانو خراب کړی دی. داسومره ګیم چی روان دی او جوړ کړیشوی دی نو دا د فاټا د قبضی د پاره وو او قبضه یی پوره کړه. اوس نه د افغانستان خبری منل شی او نه خپله د فاټا د خلکو سه چی بوټ وایی هغه به کیږی او دا زمونږ د قبایلو سره دویم ځل جبر د برو پښتنو د لاسه وشو چی پخوا یی په ډیورینډ غرق کړو او اوس یی لنګمارته پریخودو. د فاټا تباهي یوازی او یوازی فوج کړیده او نور سوک لکه طالب وغيره دی کی ښکیل کول نادانی ده بلکه لیونتوب دی.
    زه نه پوهیږم چدا خور کوم ځایی اوسیږی چی اوس دی پوهه نده چی دا تیر او روان قتل عام د پښتنو او خاصطور د قبایلو د څه د پاره وو او دی.
    زما خوری اوس خو پدی زمونږ او بلکه د ټولی دنیا ۵ کلن ماشوم هم پوهیږی چی دا ګیم یوه برخه د باقی پښتون قبضه وه او آزاد پښتون یعنی افغانستان پداسی درد اخته کول وو چی خپلی مقبوضه علاقو ته یی فکر نشی او د هغوې غټه ناکامی همدا وه چی د ټول دنیا د موجوديت باوجود یی د هغوي نه فاسده وانخسته او مونږ یی دا ځل مکمل د ځانه یی وشړلو او توروسپو ته یی مخی ته کړو
    لهذا یاخو ټول پښتون میشته يونټ پکاردی او یا زمونږ ځان ته صوبه. دغه شته پختونخوا ته پنجاب سه ورکړی چی او چی فاټا ورسره ګډه شی نو سه به ورکړی، بلکه فاټا به لا په پختونخوا بوج شی او وفاق به یی ځان د شره خلاص کړی. د پختونخوا معاشی او اقتصادی حالت به لار نور بدترین شی.
    اچکزۍ صیب خو معلوم سړی دی تاریخ او قول افعال یی پټ ندی او پری شک کول هم جایز ندی. فضل الرحمن صیب د پیدایش نه تر اوسه ایلا بلا پدی پوهه شوی چی هغه استعمال شو وو او یی توبه کړیده او چی کناهګار توبه کړی نو خداي تعالی یی معاف کوی خو خبره د نیت شرط ده خو بیا هم زه یو انسان یم او چی ترسو یی عملی قدمونه نه وی اوچت کړی او ثابت شوی نوی تر هاغه ماته د منلو ندی. خو په لنډ وخت داسی قدم هم اخستی چی لږ ځایی یی ځان ته رغولی دی

  3. سلامونه،
    په ۱۹۹۲-۳ ۹ کې به چې افغانانو په پیښور یا راولپڼډۍ کې د اټک نوم واخیستهء چې دا خو زمنږ خپله خاوره ده نو یونیم د آی-اِس-آ صوبه سرحدي یا… اجنټ به دستي ورته ویل “پُلِ مټک !!” یعنې چې بیا ېې د طالبانو دور کې آن تر سړکِ-بازارک مخکې لاړل!
    ښاغلی اڅکزی ساب محمود خان دې اول دخپل بلوچستان د خپلواکۍ غمه وخوري او د هغه ۷۰ شهیدو وکیلانو د خون بدله دې له پنجابیانو او بې-شرفانو “ډبل” واخلي؛ او همدا رنګه اسفندیار خان دې لږ ځان وخوځوي او د پیښور او چارسدې ځوانانو زده کړیالیانو اصلي قاتلان(پنجابیان) یا په تش په نامه پوکستیاني تالپان! دې محکمو ته کش کړي ! خو د محکمو وکیلان به له کومه کړي ځکه ټول ېې کویټه کې قتل-عام سوي!!.
    همداسې ېې فاټا درواخلئ، ؛خور! موونا نصیرخان ! د پنجابیانو چینګو خُلو ته مه خوشحالیږه!د پخواني لوی افغانستان خاورې+غرونه او سیندونه تر ډهلي پورې رسیدل، او د ارواښاد باچا خان لمسۍ ېې د محترم نر ایندرا مودهي په مرسته حق خود ارادیت ته رسول غواړي؛ تش په پنجابي باټو او لباسي جینګو داړو مه غولېږئ. له سواته تر وزیرستانه ېې څه لوبې ونه کړې او لا د افغانستان سره د خپل مرور بادار امریکا سره ۳ مخیزه منافقتونه کوي. حاشا ثم حاشا!!.په درناوئ.

  4. مامود خان چيری هم د ايف سي ار وکالت نه دی کړی هغه د فاټا د پاره د فاټا د ولس په خوښه د خپل راتلونکي د ټا کولو حق غواړي دا يو ډير بنيادي جمهوري دريز دی ايا د فاټا ولس به له ځان د پاره داسی تور قانون خوښ کړي؟
    د مونا دريز بيخي ده يو امپراتوريئ په سير دريز دی چه د دی غرض و مرام دا دی چه ګندی ده فاټا د ولس برخه ليک دی هم په هغه ډول وو ټا کل شي څنګ چه د پاکستاني استعماري اسټيبليشمنټ غواړي يعني دا د پښتنو د وطن برخه کومه چه انګريز د هند د تقسيم(ياده دی وي چه انګريز د هند نه د رخصتيدو په وخت د دی منطقی ولس څخه خپلی ټولی شوی لوظنامی ماتی کړی او دا منطقه يي خپلواکه پريخوده نو بيا ايف سی ار په کوم دليل او منطق پاکستان د دی مطقی قانون وو ګرزاوو او يا د کوم پريکړه ليک تر لاندی فاټا د پاکستان برخه شوه؟) نه پس ازاده پريخوده اوس د پاکستان په بله معنا د پنجاب د امپراتورئي برخه وګرځول شي..

  5. رحمن ورور ته ) رحمن تا ګیله کړی چه بره پشتنو یو وار د ډیورند د کرښی په وخت اوبیا دوهم ځلی دا اوس دپنجابی په حواله کړو اوخپل د غلامی ځنځیر زمداری د بر پشتنو زمداری ګڼی یعنی بره پښتانه پړه ګڼی چه تاسی ولی له غلامی نه ني خلاصوی کړی ؟ اشنا د پښتو متل دی چه وای (ماشوم چه نه ژاړی مور پی نه ورکوی ) اوس نو ته راته وایه چه تاکله دغیرت چیغه کړی چه چا نده اوریدلی ایا دا څلویشت کاله چه افغانان په وینو کی لت پت و دا د څه شی جنګ و دا ستا د ورورګلوی څخه د ملا تړ جنګ و مګر تا کی د غیرت هغه جذبه پیدا نشوه اوستا تر شعر اوشاعری مخکی کوم د عملی توری مثال چا ونه لید ازادی په اشعارو نه د سر په قربانی اخیستلی ګیګی چه هغه تاسی کی نه شته ډیر مثالونه شته خو یو دوه زه درته ذکر کول غواړم لمړی د اجمل خټک وینا واوره چه کله د افغانستان د پخوانی حکومت وخت کی د پشتونستان د جشن په موقع په کابل کی کړی هغه په کابل کی هم دا جرعت او زړه اویا پلان نه لرو لو چه دازادی خبره وکړی هغه د خپلو حقونو خبره په پاکستان کی کوی هغه ازادی نه بلکه حق ی غوشت دوهم ځلی چه بیدالله مسعود غوشتل چه پنجاب سره حساب وکړی او اسفندیار ته لیک استوی چه ماته لار راکړه خو اسفندیار اینکار کوی او په ځواب کی ورته وای چه زما په مړی به تیریږی بیا به پنجاب ته ځی نو روره اوس ته وایه چه تاسی دازادی لایق یاستی ؟ تاسی غلامی ته جمهوریت وایاست محمود خان د جمهوریت د ویری غلامی قبوله کړی ایا تاسی د ازادی په معنی پوه یاست سوات جلا ولایت و تاسی ته چا ویلی و چه غلامی ته ور ودانګی ؟او سوات مو په خوشالو ورته حواله کړ ایا تاته د بلور خبره نده یاده چه په جلسو کی وچیغی وهلی چه دفاع پاکستان ناری وهلی چه هلته د سوات پیغلی د پنجاب په سرحد را وګرځول شوی ؟ ایا تانه هیر دی چه شیرپاو د پنجابیانو وزیر داخله و اوچه ریټایرد شو نو د پشتنو مدافع وکیل شو ؟یاره زه په دی نه پوهیژم چه هغه کوم عمل یا ناجایزه عمل دی چه تاسی کی غیرت راولی لکه میړنی بلوڅان ؟ ځکه دبابړی سانحه دکراچی د می سانحه د سوات سانحه د وزیریستان سانحه د کوټی د وکیلانو دا ټولو کی تاسی کی حمت میړانه غیرت پیدا نه شو اوبیا هم دپشتو خبری کوی وروره خفه نه شی تاسی کی زمیر مړ شوی زه خو ستاسی په پخوانی تاریخ هم شکمن شوی یم تاسی څلویشت ملیونه پشتانه یاست او په بره کی پنځلس ملیونه پشتانه خو تاسی اوسی هم خپل کار د بره پشتنو زمواری ګڼی خو بیا به هم دا کار هغو کړی وای خو چه تاسی کی د بلچو په شان همت غیرت میړانه موجود وای خو افسوس چه هغه برخه ستاسی وچه ده په درناوی

  6. د کوزی پښتونخواه د لوستلی او ځوان طبقی لوی فکری مشکل دا دی چه دوی خپل روښانه راتلونکی پدی کی ګوري چه څومره ځان پاکستانۍ کړئ او د پاکستانیت دا پروسه د خپل پښتون هویت د نفي او له منځه وړلو په صورت کی شونی کار وي ، نو په آخر کی دوی عزت مند پآکستانئ هم نشی او پنجابئ ورته په سپکه سترګه ګوري او خپله دروند پښتون هویت هم له لاسه ورکړي ! دوی که لږ هڅه وکړي او خپل تاریخ ولولئ چه د کوزی پښتونخوا د ولس او ځوان قشر ویاړ او عزت د لوی افغانستان سره تړلی او د افغانیت د هسک اوویاړ نه پرته دوی چیری هم عزت مند کیدای نشی .
    نوره پښتونخوا خو هسی هم پنجاب قبضه کړی نو آزاد قبایل خپله خپلواکي ولی پنجاب ته په پلیټ کی ورکول غواړي ؟؟؟؟؟ په لوی لاس ځنځیر غاړه کی اچوئ ؟؟

    که چیری د کشمیر یوه وړه برخه ځان ته پارلمان ، لومړی وزیر او آزاد هویت درلودلای شی نو د ازاد قبایل یا منځنی پښتونخوا ولی نشی کیدلای ؟؟؟ زموږ مونا خوار لکه نورو پښتنو په څیر راتلونکی په پاخه پاکستانیت ( پنجابیت کی لټوي) او دا پروسه نیمګړی او نیمه خوا ده ..د خوشال توره را واخلئ اود فقیر ایپی لاره ونیسئ نو بیا عزت موندلای شئ .
    .په درنښت

  7. ډيره بخښنه
    د مشر محمود خان داسمبلۍ خبري اوريدل پکار دي هغه ټول عمر د ايف سي ار د ختمولو غوښتنه کړي ده او ته پر مشر دا تور لګوي چي دی د ايف سي ارپه حق کيدی دا ډير د پاکستاني ميډيا اپروچ دی چي په يو کالم کي د سړي ټول سياست ور ختم کړی او بې ځايه الزامونه پرې اولګوۍ. خبره د منځنۍ پښتونخوا د ګډولو نه ده خبره د غلامۍ او د آذادۍ ده ځېني خلګ غلامي خوښه وي او ځېني آذادي او فاټا چي برباده سوه نو اوس يې پنجاب ګډول غواړي او معدنيات يې لوټل غواړي.

ځواب ورکول Imran khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *