محمد عارف رسولي

په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کلمې د نه لیکلو په اړه مې د ځینو خلکو په تیره بیا ځینې ځوانانو ځینو خواشینوونکې تبصرې لکه ولله که دا تذکره واخلم او نور ولوستلې. سړئ ویلئ شی چې د دې خلکو تحلیل کمزورئ، سیاسي پوهه یې کمه او ټولنیزه ارزونه یې ستونزمنه ده، یا کیدئ شي غواړي چې ځان له نورو ښه وطنپرست وښیي او یا هم خدای مکړه په ځینو حالاتو کې د بل چا او یا ځینې غرضي کړیو له خوا هڅول شوي وي.

کله چې د نفوس د ثبت احوال قانون د ولسمشر له خوا توشیح شو او په ډاګه شوه چې په بریښنایي تذکرو کې به د افغان کلمه نه لیکل کیږي روښانه ده چې ډېرئ افغانان ورباندې خواشیني شول. د زیاتو افغانانو خواشیني په دې خبره یوه طبیعی خبره ده چې ولې زموږ په هیواد کې یو شمیر خلک دومره راټیټ شوي دي چې نه پریږدي په ملت کې د یووالي او په خپلو پښو دریدو هیله راپیدا شي، د ملي هویت روحیه غښتلې شي، ملي وحدت تامین شی او پرځای یې د پردو په اشارواو یا د زیاتې ځان غوښتنې، قوم پالنې او سمت پالنې په اساس د هیواد کې د پرمختګ مخه نیسي.

زه دا نه وایم چې په تذکره کې د افغان او مسلمان کلمې نه لیکل نو مهم ندي او یا داچې دوی ولې د دولت امر او قانون نه مني. دخواشینی لوی لامل دا دئ چې له تذکرو سره دا بایکاټ کوونکي لکه ددې ملک ډېرنور خلک اړم دي پخپله ځان ته زیان اړوي. په بیوزلو هیوادونو کې د خلکو همدا حال وي، له بیځایه احساساتو کار اخلي، که له څه شي سره مخالفت کوي په غلطه لاره یې کوي او یوازې ځان خرابوي او ښه فخر هم ورباندې کوی. د تذکرو د نه اخیستلو د شعار پورته کوونکو ته دا نده مالومه چې په غالب یقین سره به دا ستونزه زر حل نشي او که د حل لاره هم وي نو یوې سیي کړنلاې په لرلو او د پوه خلکو، زغم او حوصلې په شتون کې به بیرته دا ملي مسئله په معقوله لاره حل شي. دا بایکاټ کوونکي خلک د تذکرو د تحریم داسې شعار ورکوي چې ته وایي د هیواد د یوه غلیم ملک د سوداګریزو مالونو تحریم کوي ترڅو اقتصادي تاوان ورواړوي. دلته خو دا خلک په خپله ځان تاواني کوي خو دوي نه پوهیږي.

دلته د خواشینۍ بله خبره داده چې زموږ هیواد او خلک یې په څو ډلو ویشل شوي دي چې ځینې په سخته ناروا کې ولاړدي، له هرې دسیسې کار اخلي، بیلوالئ راولي، اوبه خړوي او کبان نیسي، نه غواړي ملت په یوه ټغر راټول شي او ځینې نور بیا د پیل په غوږ کې ویده دي او په خپل خیر او شر نه پوهیږي او اړم دي خپل ځان نور هم دتباهۍ کندې ته ورټیل وهي.

د زیاتو خلکو دا خواشیني به د دولت او ملت ترمنځ شته زیات واټن نور هم زیات کړي او زیات ځوانان به مو د معقولې مبارزې په ځای په غلطو شعارونو بسنه وکړي، ځینې به تذکرې وانخلي، نور به هم ورڅخه منع کړي خو ګټه به یې همغو خلکو ته ورسیږي چې نه غواړي د افغان کلمه په تذکره کې ولیکل شی او زموږ ملي هویت اوملي وحدت خوندي شي. ځکه دهغوي نمایندګان به بیا دولایتي او ملي شورا ډېره برخه خپلوي. خو ضد کوونکي او د تذکرو نه اخیستونکې ډله به بیا ونه توانیږي چې خپله رایه وکاروي او د تیرو کلونو په څیر به دوي هم د خپل ولایت او هم په ملي شورا کې له نماینده لرلو بې برخې وی د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په پروسه کې به ګډون او ورباندې به دخپلې خوښې اغیزه نشي لرلئ. په پایله کیې به هغوي، دوستان یې او کورنۍ یې عقده من، بیوزله، وروسته پاته او نورو ته محتاج ګرځي او په ملي پروسو کې به له ګډون او پرمختګ څخه پاته کیږي.

له بلې خوا به دولت د تذکرو اخیستل اړین وګرځوي او هغه څوک چې تذکره ونلري له ډېرو نورو راتلونکو امتیازونو به بیرخې وي. دا کومه د راکټ ساینس پیچلې مسئله نده، کوم جادوهم ندئ چې دا پورته ضد کوونکي خلک د ورباندې پوه نشي خو داسې مالومیږي چې کله سړئ لاسي ضد کوي او ځان نه پوه کوي، له تاریخ او خپلو تیرو تیروتنو درس نه اخلي او همداسې کمزورئ پاته کیږي. نور د دوي بیوسۍ ته خوشاله وي او په کراره کراره یې له صحنې باسي او ورپورې خاندي. ماته خو زموږ د هیواد حالت همداسې مالومیږي. ځینو خلکو چې د افغان کلمه یې نه غوښته وبه وایي دا زموږ موخه وه او تر لاسه مو کړه که څه هم سیي او اخلاقي دریځ به نلري خو ورنه هیڅ ګیله نلرم. زما ګیله له یو شمیر هغو کسانو څخه ده چې یو څه لیکل او لوستل هم کوي، کیدئ شي پوهنتون یې هم لوستئ وي خوله یوه سره د ځان په تباهۍ پسې یې را اخیستې ده او فخر هم ورباندي کوي. خدای د ورته خیر کړي. په خواشنیۍ سره تاریخ په ډېرو داسې قومونو او ملتونو ګواه دئ وبه ګورو چې ترکومې زموږ خلک له خپله لاسه کړیږي.

ګورو چې دولت هم په دې اړه په دې څو ورځو کې کوم سیي ګام ندئ پورته کړئ او داسې مالومیږي چې دوی یا ددې خبرې په ژورتیا ښه نه پوهیږي او یا ټول په چنو وهلو او خپلو ګټو پاللو کې لګیا دي او ان ځینې چارواکی به دې ته ډېر خوشاله هم وي او د ځان په ګټه به یې بولي. هغوي به په ډېر افتخار ادعا کوي چې د همدې لپاره مو دا خبره راپورته کړه چې یو شمیر نادان او احمق خلک له سیاسي پروسې محروم کړي او دوي به رښتیا وایي او بریالي به وي. دا نو بیا بیله خبره ده چې دا به اخري ارزونه کې د هیواد د ملي ګټو سره سمه خبره نه وي.

له بلې خوا ځینې کړۍ او خلک بیا داسې دي چې نه کوم سیي پلان او برنامه لري، نه د اوږدو شخړو په لاملونو، دهغوي په ناوړه پایلو ځان خبروي، نه د ملت په شته ستونزو، بیوزلۍ، لوږه، شته اختلافاتو او ناخوالو ځان خبروي او د چا خبره په جاله کې ناست دي او ته به وایي چې له بلې دنیا راغلی دي او زموږ د دریو لسیزو شخړې، بیروني لاسوهنې، اوسنئ خوار او ماتیدونکئ حالت یې ندي لیدلي او نه یې ویني. هغوی لګیا دي او ځان ته مدینه فاضله او خیالي دنیا جوړوي او سړئ ښه پوهیږي چې هغوي یوازې ځان غولوي او هیڅ هم نشي کولئ ځکه نه کومې سمې موخې او غوره پروګرام لری، نه د کار سمه تجربه لري او هغوي په ډېره خواشینۍ سره نه پوهیږي چې دوي په ډېرو شیانو نه پوهیږي او په ملک کې د یوه نظام د جوړولو جوګه نه دي. دې ټولو ته په کتو سره ویلئ شو چې له موږ څخه سمه لاره ورکه ده اوخدای د راوښيي.

2 thoughts on “له موږ څخه لار ورکه ده!/ محمد عارف رسولي”
  1. چی 5 ولایاته یی وانخلی بیا دی څوک انتخابات وکی ؟ او بیا دی انتخابات مشروعیت ولری؟؟؟ زه به یی وګورم !!!!!! چی وا یی نخلی ټول حکومت تر سوال لاندی راځی او مشروعیت له لاسه ورکوی. دا حکومت او دولت پر چا وی؟؟؟که سبا څوک ووایی چی د افغانستان نوم دی هزارستان شی نو بیا؟؟؟؟؟ ایا د افغان نه لیکل د اساسی قانون سره په ټکر او تضاد کی ندی ؟؟؟؟؟؟؟ ایا د اجرایوی ریاست د اساسی قانون سره په ټکر او تضاد کی ندی؟؟؟ که همداسی قانون ټول تر پښو لاندی کړو نو د جوړیدا او پیوند امکان یی شته ؟؟؟؟؟؟ ټول هغه هیوادونه چی قانون یی تر پښو لاندی کړی وی ایا اباد شویدی؟؟؟؟؟

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *