تاج محمد
څېړنو ښوولې چې د ورځې لس دقیقې د خپلې مېرمنې سینو ته کتل د سړیو روغتیا پیاوړې کوي.
دا څېړنه د درملو لپاره د نیو انګلېڼډ ژورنال په نوم یوې وېبپاڼې نشر کړې چې د لیکنې په اخره کې د تړوني په مرسته د لیکنې اصلي بڼه هم کتلی شئ.
د جرمنيانو یو لړ څېړنو ښوولې چې هره ورځ په اوسط ډول د خپلو مېرمنو سینو ته لس دقیقې کتل د سړیو روغتیا ته ګټه رسوي.
د راپورونو په بنست د دې څېړنې په موخه ساینس پوهانو ۵۰۰ تنه ګمارلي وو چې له دې ډلې څخه ۲۵۰ کسانو ته یې ویل شوي وو چې د خپلو مېرمنو او نورو ښځو سینو ته به نه ګوري خو ۲۵۰ نورو کسانو ته ویل شوي وو چې د ښځو سینو ته به هره ورځ خامخا ویني. د دې څېړنې بشپړېدو چارو پنځه کاله وخت ونیوه خو پایلو وښوده چې هغه کسان چې د مېرمنو سینو ته یې کتلي وو روغتیا، په ځانګړي ډول د زړه اړوند ناروغیو کچه او د وینې فشار یې د هغه نورو ۲۵۰ کسانو په نسبت غوره وو چې د مېرمنو سینو ته له کتلو منع شوي وو.
دا څېړنې لیکواله او د پاخه عمر کسانو د ژوند چارو متخصصه ډاکټر کارېن ویدربي وايي چې د خپلو مېرمنو سینو ته کتل د سړیو روغتیا لپاره دومره ګټور دي لکه سخت غذايي رژیم او د سړیو ژوند تر پنځه کلونو پورې اوږدولی شي.
هغې همدارنګه د دې څېړنې په اړه په themedguru.com ویلي وو چې د ورځې یواځې لس دقیقې د خپلې مېرمنې سینو ته کتل د دېرش دقیقې ورزش معادل د سړي روغتیا ته ګټور دی.
د دې څېړنې څېړونکي وايي چې جنسي تحریکېدل د وینې دوران ښه کوي او دا چاره د ټولې روغتیا سالمې ساتلو کې مرسته کوي.
ډاکټر وېدربي دا موضوع داسې روښانوي: ((جنسي خوځښت د زړه د پمپ کولو وړتیا پیاوړې کوي چې دا چاره د وینې جریان ته وده ور کوي. دلته موږ ته د دې څېړنې په اړه هېڅ شک نه دی موجود. زموږ د څېړنو پایلې ښایي چې دا چاره د ورځې لس دقیقې ترسره کول د زړه د ناروغیو او د زړه د حملې ګواښ نږدې تر نیمایي راکموي. موږ باوري یو چې د دې چارې په ترسره کولو سره سړي کولی شي چې خپل ژوند له څلورو تر پنځو کلونو ډېر کړي.))
د همدې له امله د څېړنې لیکوال سړیو ته وړاندیز کوي چې کم تر کمه دې په څلرویشتو ساعتونو کې لس دقیقې د خپلو مېرمنو سینو ته وویني. دوی همدارنګه وړاندیز کوي چې له څلوېښت کلنۍ نه د ډېر عمر لرونکي کسان باید د دې چارې په موخه د چاغ وجود لرونکې مېرمنې ولري.
د اصلي لیکنې متن د لاندې تړوني په مرسته موندلی شئ.
؟ برعکس یعني د ښځو په اړه هم څیړنه سته