ننګرهار پوهنتون

حبیب وقار – په ټليفون يې راته وويل: آزموينه نه رانه اخلي څنګه وکړو؟

ننګرهار پوهنتون کې د شرعياتو پوهنځي شل کسان چې دويم چانس ته پاتې شوي، استادان آزموينه نه ترې اخلي. دوی ته ويل شوي په هغه شرط به آزموينه ترې اخلي چې له ننګرهار پوهنتون نه کابل يا بل خپل ولايت ته تبديلي واخلي. هغه محصل چې خبر يې راکړی په پوهنتون کې يې د ستونزې د لا ډېرېدو له امله نوم نه اخلم. نوموړي وويل، د دې شلو کسانو له ډلې ډېر محصلين د نورو ولايتونو دي. دوی ته همدا نن ويل شوي که پاڼه لاسليک نه کړي چې ننګرهار پوهنتون کې زده کړې نه کوم آزموينه نه ترې اخيستل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده هغه محصلين چې په خپل ولايت کې پوهنتون نه لري آيا په بل ولايت کې د زده کړو حق نه لري؟ کېدای شي رسنۍ د پېښې نور جزيات له پوهنتون څخه واخلي.

13 thoughts on “له ننګرهار پوهنتون نه تبديلي واخلئ”
  1. وقار صيب کله چې پوهېدې موضوع دومره ګونګه ده، بيا به دې ليکنه پرې نه کوله، تا کولاى شول چې هماغه محصل چې تا نوم نه دى خپور کړى د علت په اړه هم پوښتلى واى چې ولې استادان تاسې اړباسي چې له پوهنتونه تبديلي واخلئ، همدا اوس د ننګرهار پوهنتون زرګونه محصلين لري، درس وايي، په ټولګيو کې ځايېږي نه، خو دې شلو محصلينو ته ولې ويل کېږي چې تبديلي وکړئ؟؟؟ حتماً تر شا يې څه خبره شته، چې بايد په دې ليکنه کې ليکل شوي واى، کله چې زه د يوې موضوع په اړه دومره کم معلومات ولرم، ليکنه پرې نه کوم، دا سرليک ډېر تخريبوونکى دى چې ((له ننګرهار پوهنتونه تبديلي واخلئ)) ځکه تر شا يې هېڅ داسې کوم دليل ستاسې په ليکنه کې نه شته، مازې يو محصل درته په ټليفون ويلي دي او دا يو طرفه خبرې دي، هيله ده چې خفه نه شې

  2. زه ما په ان د کوم سیاسی اړخ نه لری فقط یو لامل کیدی شی چی د محصلینو د کم ظرفیتی په خاطر چی پوهنتون قدری وړتیاوو ته خاطر دی او استاد انو یو اځنی هدف محصلینو ته جزا ورکول دی تر څو نور له دی نه عبرت واخلی

  3. وقار صیب …
    زما نوم انعام الله عزیز دی او زه د لوګر ولایت اوسیدونکی یم ، او ایمیل ادرس زه دلته لیکم او که څوک بیا پوښتنه لری نو پدې ایمیل دې راسره اړیکه ونیسی.
    [email protected]
    [email protected]
    په دغه اوسنۍ ستونزه خو خبر نه یم خو کله چې زه په ننګرهار پوهنتون کې وم په سلګونه او سلګونه ځله داسی پیښ شوی دی چې یو محصل ته ویل شوی که دې دا کار داسی ونه کړ نو ناکاموم دې ، زه په ننګرهار پوهنتون کې د حقوقو د پوهنځی محصل وم او اوس فارغ شوی یم ، زه د دغه پوهنتون په ټولو استادانو نیوکه نه کوم خو دا پرته له ویرې وایم چې هلته ځینې استادان د تعصب تر وروستی کچې پورې رسیدلې او تل یې داسی کړنې ترسره کړي چې د استاد له شان سره نه ښایې.
    ځینې استادان په خپلو کې تربګنۍ لری او زور یې له محصلینو څخه باسی ، په حزبونو او ډلو پورې تړلې استادان د نورو ډلو ملاتړې ننګوی او زوروی. که یو استاد یو تن محصل ناکام کړ د بل استاد د هغه پلویان ناکاموی … دا خبری مو ډیرې اوریدلی چې استاد یو محصل ته ویلی وی چې فلانیه اصلاحی شوی امتحان کی به سره ګورو ، حزبی شوی داسی به درسره وکړم افغان ملتی شوی یې او،،،،،،،،،،،،،،،،،،
    زه ځینې مثالونه درته وایم خو په الله سوګند د دې لپاره یې نه وایم چې زه له دغه پوهنتون سره دښمني کوم زما زړه درد کوی چې ولی دا پوهنتون دومره ستونزې لری د پرمختګ په ځای وروسته پاتې کیږی….
    تاسو پوښتلي:
    پوښتنه دا ده هغه محصلين چې په خپل ولايت کې پوهنتون نه لري آيا په بل ولايت کې د زده کړو حق نه لري؟
    لری یې خو ځینې استادان دا حق چیرې منې … په ۱۳۸۹ کال د ننګرهار پوهنتون انجینری پوهنځي ته د یو ولایت څخه ۵۳ تنه د کانکور له لاری بریالی شوي وو خو همدغو یو ډله محصلینو ته استاد په ډک صنف کې ویلې وو چې تاسو به دومره نه پریږدم ځکه یواځی له (……) نه په یو صنف کې دومره کسان بی عدالتی ده … هغه محصلین چې اوس پاتې دی تاسو له هغوی څخه په خپله پوښتنه کولای شی اوس که هغوی کې څوک پاتې وی نو په څلورم ټولګي کی به وی …. یو ځل تر پوهنتون پوری تلل غواړی،
    استادان په ږیره باندې هم خلک ځوروی ورته وایی که ږیره دې نه وه امتحان کې به سره ګورو ،،، او قسم په الله چې ږیرې او نورو هغو ملحوظاتو چې پورته می یاد کړل په امتحان دومره اغیز درلود چې درس نه درلود
    ما لیدلی دی چې یو تن یې محصل یې له شل ځلو هم زیات د دوهم چانس امتحان لپاره راغوښتی خو امتحان یې ترې ندي اخیستي، سره ددې چې د امتحان قانونی وخت به هم وو خو بیا هم له قانون څخه سرغړونه کیده.
    استاد سره بحث کول او له هغوی نه پوښتنه کول د درسی موضوعاتو چیړل د استادانو دښمني په غاړه اخیستل وو هوښیار هغه وو چې ځان به یې چوپ ساته ….
    نور به درته څه څه وایم بس تاند اوسی او که معلومات غواړی بیا ایمیل راته وکړه ….

  4. زه له يوي خوا دننګرهار اسلامي پوهنتون څخه دفارغ التحصل کسانو څخه يم له بلي خوا دمسجد شورا مرستيال وم، دمحصيلينو اکثره جرياناتو خبريدلو په ننګرهار پوهنتون کي دداسي کار هيڅ ګنجايش نسته يواڅي افوهات يي بولم

  5. د ننګرهار پوهنتون له محصلينو ورته ستونزې ماهم په بار بار اورېدلې دي خدای وکړه چې موږ هره افغان خپل ورور وبولو او دې ونه ګورو چې په کومه ژبه ګړيږي او د کوم ځای دی

  6. یاره ډیره ساده خبره دی کړی دی ننګرهاریواځینی پوهنتون دی چی دتعصب له کلیمی پاک د ی خو زه ددی مخالف یم چی نورخلک تعصب کوی ننګرهاریان یی باید وکړی دغه خبره دډیری غصی نه کوم .خوپه هرصورت ننګرهار کی چی دنورو ولایتو کسانوته کوم اولیت ورکول کیږی هغه ددرس نه نیولی تر لیلی پوری چی په لیلیه کی لومړیتوب دنورو ولایتو نو محصلانو ته ورکول کیږی خوزه نه
    پوهیږم چی دی ځوان دغه خبره دکوم سیاسی مفکوری له رویه کړی ده او کوم اړخ لر.داموضوع ښه جدی ونیسی او بیالطف وکړی او دهیواد نوروپوهنتونو ته هم سفروکړی اوبیایی دننګرهارپوهنتون سره پرتله کړی

  7. دا خبره ډیره د حقیقت څخه لیری ده ځکه د پنځوسو کلونو راپیدخوا چه د ننګرهار پوهنتون جوړ شوی داسی پیښه سیڅکله منځته نه ده راغلی او نه به راشی ځکه ننګرهار د ټولو افغانانو ګډ کور وه ، دی او خامخا به وی کیدایشی دغه ورونه په دریم چانس کی هم پاته شوی دوی اوس غواړی چه په څه بهانه ځان د ننګرهار څخه بل چیرته تبدیل کړی ، دا ټول د نا اهله او ایرانی لاس پوڅی وزیر د کانکور نتیجی دی ، که مو په یاد وی چه د هندوستان څخه هم یو شمیر محصلین بیرته هیواد ته راواستول شول ، نو دعا او هم هڅی وکړی تر څو د لوړو زده کړو وزارت ته یو د افغان بچی وګمارلی شی او د پردو ایجنټان تری ورک شی .

  8. محترم وروڼو تر ټولو د مخه سلام!
    زه هم یو د ننګرهار پوهنتون، انجینری پوهنځی د فارغینو له جملی څخه یم، په ریښتیا چه د ننګرهار پوهنتون کی ډیر زیات تعصب او سمت پرستی شته خو بیا ټول خلک داسی نه وو، ډیر ښه استادان هم شته او ورسره یو کمه اندازه ناپوهه خلک. کوم سه چه ما د انجینر پوهنځی کی لیدلی زه به د هغی له جملی څخه یو دوه د مثال په ډول درته ذکر کړم.
    په انجینر پوهنځی کی د سید جلال غوندی یو شخص استاذ په صفت مقرریږی چه هغه انسان عصبی سیستم متوازن کار نه کوی او محصلینو ته کنځلی کوی او علت یی دا دی چه بعضی اشخاص ورسره مرسته کوی ځکه چی د هغوی د ډلی څخه دی.
    د قاری شاکر غوندی یو څوک استاد مقرریږی چه په پوهنتون کی یی مخکی هم دیره ګډوډی جوړه کړی وه او اوس استاد په صفت مقرر شو.
    دا ډول خلک د نورو ولایتو محصلینو سره په دی خاطر تعصب کوی چه ولی دومره لایق دی او ولی اول نمره دی. باید له اول نومرې نه ووغورځول شی. زمونږ په وخت کی یو محصل چه ډیر وخت اول نومره پاتی شوی وو او د انجینری پوهنځی ممتاز محصل وو ، د جرمنی ولایت یو بورس ته معرفی شوی وو، دا قاری شاکر او ورسره یو ډله ملګری ریس د پوهنتون ته ورغلل او ورته یی وویل چی دا محصل د بل ولایت دی او دی په دی بورس باید لاړ نه شی او دا خو ددی ریس د پوهنځی وطندار دی ځکه یی داسی کار کړی دی. او ویل به یی چی دا ریس هم باید لری شی او دا محصل باید په دی بورس لاړ نه شی. خو د پوهنتون ریس دی کور ودان وی چه یو پوه انسان وو او په جواب کی یی بی عزته کړ.
    او داسی یو متعصب انسان اوس استاذ دی.

  9. اختيار صیب سلامونه درته وړاندې کوم، ګله دا کومه د خپګان خبره نه ده چې زه ستا په تبصره خپه شم. که چېرې ته دا خبره له حقيقته لرې بولې نو هيله ده همدا نن يې پوښتنه وکړه، اوس هم ستونزه نه ده اواره شوې، استاد زده کوونکو ته ويلي چې يا د تبديلۍ پاڼه لاسليک کړي چې له دې پوهنتون نه تبديلي اخلي او يا هم له موږ سره په آزموينه کې ناکام دي.
    که چېرې دې په رښتيا هم په داسې مظلومو انسانانو زړه دردېږي، هیله ده پوښتنه يې وکړي او د امکان تر کچې يې ستونزه اواره کړې، سمه ده يو کس يا دوو کسانو به له ښوونکو سره شخړه کړې وي. خو د چو له زوره نه بايد چې لانده هم وسوزو او پاتې شوه زما د قضاوت او کمزورې سرچينې خبره، ما د يوه محصل د زړه درد تر تاسې در ورساوه نور تاسې پوه شه او ستاسې عدالت چې د ظالم ملاتړ کوئ او که د مظلوم، دا ستاسې خپله خوښه ده.
    او اختيار صیب تاسې کولای شئ د انعام الله عزيز صیب تبصره هم ولولئ او که چېرې له سيمه ييز توپير راووزو هيله ده همدا نن د يادو زده کوونکو غم وخورئ، داسې فکر وکړئ چې ستاسې د کورنۍ يو کس له داسې ستونزې سره مخ دی.

  10. زما په فکر دا یو ډیره غلطه خبره ده افغانستان د ټولو افغانانو کور دی په هر ولایت کی هر افغان حق لری چی درس ووایی ژوند وکړی کاروبار یعنی وظیفه وکړی ځمکه واخلی هر قانونی کار وکړی که چیرته یو استاد یو محصیل دی ته مجبور کړی چی خپل ولایت کی درس وویی یا وظیفه وکړی نو بیا خو دا ددی ملک په تجزیه کی عمده رول لوبوی د بعضی خلکو دا نظرونه هم وه چی افغانستان تجزیه کیږی نو که دا خبری داسی روانی نو د هغه خلکو دا خوب به رښتیا شی ځکه زمونږ د پوهنتون محترم استادان ورته د اوسه امده او هرکلی کوی یا نور امرین چی مامورینو ته وویی چی ته په دی ولایت کی وظیفه مه کوه خپل ولایت کی وظیفه واخله دا خو دا ظاهره معنی لری چی مونږ ددی ملک د تجزیه لپاره سیاسی کار کوو خو که چیرته دا محصلین په ریښتیا وی او حقیقت وایی نو استادان باید د وظیفو کوښه شی چی بل څوک بیا دا جرات ونکړی چی بیا کوم افغان ته دا خبره ونکړی او محصلین د حقیقت نه لری وی او په استادانوتور تړی نو بیا باید محصلین جزایی شی او پری نه دی چی اغیار په دی ملک کی لاس وهنه وکړی نو زما ي

  11. گرانو دوستانو هيله ده چي د روغ صحت خاوندان واوسي ورونو اول زه فكر كوم چي دابه هيس حقيقت ونه لري چابه پروپاګن کړی وی . اویابه هم سیاسی اړخ لری داپه دی مانا چی دلته اوس دهیواد دشمنانان غواړی چی هیواد تجزیه کړی او دامسایل روان هم دی . نوپه یو اساس زه دایوسیاسی پیلامه بولم . اوبل که څوک فکرکوی چی دتعصب په بناده خو زه دانه منم ولی . ځکه چی دا سو لسیزی شاګردان دهیواد هری برخی نه دلته زده کړی کوی اوکړی یی ده ولی مخګی داخبری نه وی . بل داچی دهرات له پوهنتون نه دمزارله پوهنتون نه ولی پښتانه دی ته مجبوروی چی لیلیه نه ورکوی بدل اعاشه نه ورکوی نور مشکلات ورته پیداکوی ولی په دی باندی کومی خبری رسنی راپور ورنه کړ . دکندهار اودخوست پوهنتونونه وګوری چی غیرله خپلو ولایتوالو څخه نور استادی ته نه پریږدی چی پوه شی چی نوموړی محصل دبل ولایت دی چی په سومره ښه نومره کی وی یایی له نومری ښکته کوی یا چانس ورکوی اویاهم له بورس نه یی ستنوی او وایی چی باید ددوی ولایتو ال لاړ شی . . البیرونی پوهنتون وګوره دکابل پوهنتونونه وګوری زه داسی وایم چی ترڅو به داجهالت اوتعصب روان وی دالله مخه وکړی داسی کارونو باندی خپل هیواد مه تجزیی ته برابروی اومه هم دتعصب په خاطر هیوادوال له لوړوتعلیماتو مه محروموی . زه به ژوندی مثال ووایم دخوست پوهنتون که څه هم موضوع غټیږی خو بیا هم ……؟ دخوست پوهنتون نه په کال ۱۳۸۶ او په ۱۳۸۷ کی محصلین داقتصاد پوهنځی څخه فارغ شول نو دبورس لپاره یی څو استادان چی په ذکرشو ی کالو نو فارغ شوی وه بورسونه راغلل چی ورته کامیاب داستعداد دایمی خاوندان کامیاب شول له هغوی یی واخیستل او هغه چاته یی دا دماستری بورسونه چی جرمنی کی ول ورکړل شول دالله په نوم قسم کوم چی زه ولاړ وم اویوه عریضه یی لیکله بیا قسم کوم چی دکاغذ یو سرکی کی شروع کړه نو همهغه خط دورغی منڅ ته راوست چی املایی انشایی او خوشنویسی مشکلات یی درلودل ولیژدول شول داڅکه چی د خوست وه او دصبریو دولسوالیو وه . که مونږ داسی خلک ولیږدوو نوهغه به هلته تعلیمات سنګه وکړی په پردی ژبه به سنګه پوه شی او چی راشی شاګردانو ته به سه ور زده کړی . تاسی قضاوت وکړی . بیاهم وایم چی خدای اوقران ته وګوری دادتعصب لکی پریږدی . کار اهل کارته وسپاری . مننه

  12. دووستانو د داسې افواهاتو خپرول که مونږ فکر وکړو سیاسی اړخ لری،، د بله اړخه شته دی په هر پوهنتون کې داسې خبرې شته دی ځکه چې په لاس کې پنځه ګوتي برابری نه وی او د خبریال صیب نه مې ګیله داده چې د ژورنالېزم اصول په پام کې نيولو پرته يې داسې يوه لیکنه خپره کړی، د ننګرهار پوهنتون په افغانستان کې د هغو پوهنتون په سر کې راځې چې د تعصب کليمه په کې تراوسه به د کوم چا په خوله د تعصب لفظ نه وی راغلی..

  13. دوستان زه به درته یو حقیقت ووایم چی په دی موضوع کی هیڅوک ګرم مه ګڼی دا خپله یوتعداد محصلین دی چی په هرموضوع کی به مسوولیته مظاهری کوی زه چی کله هغلته وم داسی هفته به نوه چی دشرعیاتو دپهنڅی محصلینو به مظاهره نکوله څوک به یی صنفونو ته نه پریښودل او په وړو وړو خبرو به یی مظاهری کولی کله به یی دریس دتبدیلی بی دکوم قانع کوونکی دلیل سخه مظاهری کولی کله به ددولت په کارونو نیوکی کولی اومظاهری به یی کولی نو په هغه وخت کی به هم داسی اجباری تبدیلی محصلینو ته ورکول کیدلی اوپه اغلب ګمان سره یوتعداد کسان د بعضی کړیو له خوا هڅول کیدل کنه نو دننګرهار د پوهنتون استادان ټول زړه سوانده او مسلمان کسان دی زه خپله دیو لیری ولایت سخه وم ولی دنور په نسبت ماسره ډیره ښه رویه کیدله.

ځواب ورکول وقار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *