تاند- وسله والو طالبانو د هر کال په شان سږ کال هم اعلان کړی چې سر له ننه /جمعه/ به پسرلنۍ حملې پیلوي.
طالبانو دا اعلان په داسي حال کې کړی چې دې ډلې له تېرې یوې میاشتې راهیسي حملو ته زور ورکړی او د ملګروملتو په وینا په سلګونو ملکیان یې په تېرو درو میاشتو کې وژلي دي.
ویل کېږي چې طالبانو ته دا کال د دې لپاره هم مهم دی چې په ترڅ کې یې له زیات تشدده کار واخلي چې د ناټو ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ نه کوي. طالبان فکر کوي چې که په دې حالت کې یې سیمې ونه نیولې دا به د دوی لپاره لویه ناکامي وي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې لېږلې، ویلي چې هم به پر بهرنیو او هم افغان هدفونو بریدونه وکړي.
د ناټو پوځیان، چې یو وخت یې په افغانستان کې شمېر نژدې یو نیم لکو ته رسېده، اوس یوازې څه باندې ۱۰ زرو ته رسېږي چې هغه هم جنګي ځواکونه نه دي بلکې یوازې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.
که څه هم افغان امنیتي ځواکونو تېر کال په ډېرو سیمو کې د ناټو له ملاتړه پرته د طالبانو مقابله وکړه خو دا به لومړنی پسرلی وي چې افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالو پوځیانو له ملاتړه پرته له طالبانو سره مخامخېږي.
د سي آی اې د مامور پتریک سکینر په وینا، د ژمي واورې په افغانستان کې د جګړې د تم کېدو موسم دی. خو په پسرلي کې د جګړې فصل پیلېږي.
اکثره طالبان په ژمي پاکستان ته ځي او سړه هوا د پاکستان په نسبتاً معتدله هوا کې له خپلو کورنیو سره تېروي.
ښاغلی سکینر وايي، طالبان اوس، چې هوا په تودېدو ده، خبرو ته لېوالتیا نه لري. دوی غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو قوت وازمويي.
ملګري ملتونه وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې ۶۵۵ ملکیان وژل شوي او ۱۱۵۵ نور ژوبل شوي دي. د مرګ ژوبلو دې لوړ شمېر ته په کتو ګومان کېږي چې سږنی پسرلی او دوبی به د تېرو کلونو په پرتله د لا ډېرو افغانانو سرونه وخوري.
عجیبه خو داده چی رجب میاشت کی خلک جنګ ودروی او خپل عبادت کوی. زه پوه نه یم چی طالب به د اسلام نه سومره خبر وی او کنه. که خبر وی ولی داسی کار کوی چی د جمعی مبارکی ورځی کی اعلان کوی چی دوی به بیا عام افغانان شهیدان کوی. بیا به بی وزلی تورسری تورسی کوی. بیا به ماشومان یتیمان کوی. بیا به کورونو کی ماتم جوړوی. بیا به کابل بانک غندی جهاد کوی. یو طالب دی پاسیږی او په خپل کور کی دی ځانمرګی برید وکړی زه به ورته ووایم چی نر بچی یی. بس دی الله نه ویره وکړی او خلک نور خپل ژوند ته پریږدۍ.
salamonah
Tash pa nami U.N. ka domra wrrandwayinah kawily si, wali yi makhnivy na kawi?
Ma`lomegy che da ttoly lobey d`afghanano( maxsusen Pashtanu) d saronu pre-kawlo loby dy, aw tor-koney penjabyan aw Aaxondan & axwa lasposy be-ghayretan yi hem Ashraf gholavi hem Ghani gholavi!!. ghol-merjanan xo yi xpil goddagyan dy!!!.
De mulk ta yaw driyem inqelaaab zarur brekhy!!!. vesselaaam.