مولانا فضل الرحمن

تاند- له هند سره د دولتونو او ولسونو په کچه د اړیکو د غوړولو او د لارو د پرانیستلو لپاره د پاکستان د حکومت پر له پسې هڅو یو شمېر ناملتپالو پښتنو ته هم پوښتنې پیدا کړي چې ولې باید له افغانستان سره لارې بندې شي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، چې تل یې د افغانستان په وړاندې د پاکستان د خصمانه پالیسۍ ننګه کړې، پوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت له هند سره د اړیکو د ښه کولو په خاطر لار پرانیستې خو له افغانستان سره د لارې پرانیستلو ته تیار نه دی.

پاکستان په وروستیو کې هڅه پیل کړې چې پر ډیورند کرښه اغزن سیم وغځوي یا دېوال ودروي چې د دې کرښې د دواړو خواوو د اوسېدونکو د تګ راتګ مخه ډب کړي.

مولانا فضل الرحمان د پنجشنبې په ورځ د قبایلو د حقونو په نوم یوې غونډې ته وویل، له افغانستان سره لارې بندې دي او مرکزي حکومت نه غواړي چې له افغانستان سره ترانزیتي او مواصلاتي لارې پرانیستل شي.

فضل الرحمان ومنله چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د پښتنو په خاوره کې د پښتنو وینې بهیول کېږي.

ده د پښتنو روان ناورین ته په اشارې وویل«ایا د قبایلي سیمو او افغانستان عام ولسونه په امن کې د ژوند کولو حق نه لري؟»

د پاکستان صدراعظم عمران خان روانه اوونۍ له هند سره د کرتارپور د پولې د پرانیستنې په مهال وویل، که هند د پاکستان خوا ته د دوستۍ لپاره یو ګام واخلي، پاکستان به دوه ګامه واخلي.

ده همداراز وویل، د پاکستان حکومت، پوځ، سیاسي ګوندونه او پارلمان غواړي چې له هند سره ښې او دوستانه اړیکې ولري.

2 thoughts on “له هند سره دوستي او له افغانستان سره دښمني فضل الرحمان ته پوښتنې پیدا کړې”
  1. وایې ټوله کامه سېل یووړه ، بېړا اوس خبر شو.
    مونږ دا څلوېښت کاله همدا نارې وهو چې پنجاب د پښتنو ، افغانانو او مسلمانانو دښمن دی. تر لسو میلیونو ډېر پښتانه د منافق پنجابي له لاسه تباه شول ، افغانستان په کنډواله بدل شو ، د مسلمانو افغانانو په وینو د پنجاب مځکې خړوبې شوې ، د رښتینو مسلمانانو له جنازو ټول جنتونه ډک شول، خو
    مولانا صیب لاهم زمونږ په ګران وطن کې د آی اس آی په هدایت په افغانستان کې « جهات » روا بولې. اوس هم نا وخته نه ده ، که مولانا توبه وباسي او پنجابیانو ته واقعیتونه بیان کړي ، د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ به وروري او دوستي بیا پیل شي.

ځواب ورکول عبدالکریم رحیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *