تاند- د ساوپاولو د هوايي ډګر د ګمرک مامورینو یو ټن (زرکیلو) وېښتان، چې له هنده راوړل شوي ول، ونیول.

د هوايي ډګر چارواکي وايي، دا وېښتان، چې ارزښت یې څلور لکه امریکايي ډالر اټکل شوی، وروسته له دې کشف او ضبط شول چې ګمرکي مامورینو په کاغذي کارتنونو کې وموندل.

ساوپاولو د برازیل تر ټولو لوی ښار دی.

د ساوپاولو هوايي ډګر چارواکي وايي چې وېښتان د دې لپاره نیول شوي چې له روغتیايي نظره پاک او ډاډه نه دي.

د ګمرک د مامورینو په وینا د وېښتو واریدونکي ویلي و چې د بار ارزښت یې پنځلس زره ډالره دی خو د پلټڼې په ترڅ کې ثابته شوه چې د انسانانو د دغو وېښتو ارزښت څلور لکه ډالره کېږي.

همداراز په تحقیقاتو کې څرګنده شوه چې د انسان د وېښتانو ترڅنګ پلاستیکي وېښتان هم په کارتنونو کې پټ شوي ول.

One thought on “له هند څخه برازیل ته د یو ټن وېښتو قاچاق”
  1. بله دا که دبرازیل پولیس خبر شی دغه تجار په یو بل غټ جرم کی هم راځی، هغه داچه هره ورځ په لس هاوو ښځی په هند کی دنامعلومه کسانو په ذریعه په چل نیول کیږی، اوبیا تری دسر ویښته په زور سره خره ول کیږی، شاید په دغه ویښتو کی هم دزورخریله ښځو ویښته موجود وی

ځواب ورکول عبداله کابلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *