محمد شعیب یوسفزی

د شپې ۱۱ بجې وي خو دا چې د اوړي په موسم کې خلک تر ناوخته پورې ویښ وي، زموږ په کور لا خوب غلبه نه وه راوړې. لمونځ مې تقریباً پای ته رسولی و، چې د چاودنې یوه قوي غږ ولړزولم.

دا غږ دومره لوړ او قوي و، چې غوږونه یې را ډپ کړل. له څو ورځو تېرېدو وروسته مې ان لا تر اوسه غوږونه عادي حالت ته نه دي راغلي.

زموږ د کور ښيښې په ځمکه را توی شوې. په ټول کور یو هیبت خپور شو. ځينې ماشومان چې ویده ول، په چغو له خوبه را پاڅېدل.

کورنۍ مو ټوله لا صالون ته را ټوله شوې نه وه، لا هم د کورنۍ ځینې غړي مو په خپلو خونو کې ول، چې د ډزو غږونه پيل شول.

د ډزو غږونو ټوله سیمه په سر اخیستې وه. د مرمیو باران او اور را ښوده چې د ننګرهار په امنیه قوماندانۍ برید شوی دی.

زموږ د کورنۍ لوی او وړوکی د هیبت له لاسه زبون وهلي ول. له هغو کورنیو لا هېڅ خبر نه و، چې امینه قوماندانۍ ته له موږ هم نېږدې ول.

زموږ کور له امنیه قوماندانۍ سره کابو یو کیلو مټر واټن لري. خپل او د خپلې کورنۍ وضعیت ته په کتو سره، نپوهېږم په هغو کورنیو به څه تېر شوي وي، چې له موږ هم د پېښې ځای ته ور نېږدې دي. په داسې حال کې چې ځينې کورنۍ بې سرپرسته دي او یا دا چې د کور مشران یې د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو پسې له کوره مساپر وي.

زموږ د کور ټول ماشومان چې په ژړا را پاڅېدلي ول، داسې هک حیران ول، چې سپڼ یې نه خاته. ټول مو په دهلیز کې را ټول کړي ول او پدې پوه و چې ټول شکر جوړ يو.

پوه شوم چې د کورنۍ غړي مو سخت وېرېدلي، په ځانګړي ډول ماشومان مو.  ذهن مې د هلمند، کندهار، کونړ، کندوز، روزګان، زابل او نورو نا امنه سیمو منډه کړه. چېرته چې تقریباً هره ورځ دغه ډول بریدونه او چاودنې کېږي.

د هغو سیمو د مېندو او ماشومانو مظلومیت، ویره، هیبت او وژنې مې سترګو ته ودرېدې. هغوی شپه ورځ له  دا ډول ویرو او بریدونو سره تېروي. اخ خدایه څومره سخته ده.

ماشومانو ته پر روحیې ورکولو مې پيل وکړ او هر یوه ته بیل بیل وایم چې سبا تاسې ته ایسکریم اخلم، شیریخ ښه دی که ایسکریم، یو هم څه نه وايي. ته وا د چوپتیا مهر یې په خوله لګېدلی.

د شپې تر ناوخته وحشت دوام درلود. هیچا خوب ونه کړ. زموږ د کور د فضا چوپتیا یوازې او یوازې پر امنیې قوماندانۍ او یا د وسله والو خلاف د پولیسو له لوري کېدونکیو ډزو ماتوله.

کله کله به په کې د چورلکو اوازونه هم تر غوږونو شول. له دې ښکارېدل چې وضعیت کړکېچن دی او جګړه ښايي تر ډېره دوام وکړي. ان د سهار تر اتو بجو بریدونه روان ول.

سهار چې کله له خوبه پاڅیدم داسې ګومان مې کاوه، چې ښار به ښه فرصت وي او زده کونکي به ښوونځيو ته هم نه ځي، خو زما ګومان ناسم و.

له کوره چې را ووتلم د شاو خوا ګاونډیانو کورونه مې هم ولیدل چې کړکیو یې وازې خولې نیولې وې او ښیښې يې پر ځمکه را توی شوې وې.

په لاره روان یم خو نظر مې ټول کورونو ته دی، چې انګولا ترې راوتلې. کله چې قومنداني ته ښه ور نږدي شوم شاوخوا هټۍ مې داسې ړنګې ولیدې، چې وايي، د نوح ع سلام توپان پرې تېر شوی وی.

د امنیې قوماندانۍ له څلورو سترو برجونو څخه یو د بېګانۍ جګړې خوراک شوی او لکه د ملي اردو د  هغه ځوان په شان چې خپله هسکه او دنګه ځواني له وطن او خاورې نه د دفاع په لاره کې را نسکوره وي، په بل مخ پروت و.

خو په سېمه کې خلکو په عادي حالت تګ راتګ کاوه. خلکو خپل مورال او روحیه له لاسه نه وه ورکړې. زده کوونکي د پخوا په څېر ډلې ډلې ښوونځيو ته روان ول. په خورا مینه یې د ښوونځيو بکسونه شاته اړولي ول.

هیچا بېګانۍ پېښې ته پام نه کاوه. داسې لکه هغه چې ما خوب لیدلی وي. له سترګو مې اوښکې راغلې. دا را په زړه شوه چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې موږ جګړې له منځه نه وړي، یوازینی لامل یې هم همدا دی. زما ملت او ولس څومره علم پروره او سوله خوښوونکی دی، خو دا چې څوک یې پرېږدي.

دا خپله د دې ښودنه کوي، چې افغانان جګړه نه غواړي او نه جګړه خوښوي، خو هر څه چې کیږي د شیطان صفته انسانانو له لوري پرې تحمیل شوي ده.

افغانان سوله غواړي، خو څوک يې سولې ته نه پریږدي، افغانان تعلیم غواړي، خو څوک یې تعلیم ته نه پریږدي افغانان مینه، محبت او الفت غواړي، خو څوک يې نه پریږي.

په بهرنیو هېوادونو کې معمولي شانته حادثه او یا هم کوم کس ووژل شي وګړي يې د یوې اوونۍ لپاره ښونځيو، پوهنتونونو او دفاترو ته نه ځي. ټول حکومت او ملت ورخطا وي.

مګر دا زما ملت دی، چې د مرګ په خوله کې هم د علم د ترلاسه کولو هڅې کوي. دې ټولو ستونزو او بدبختیو ته یې شا کړې؛ خو د علم او سولې د حاصلولو هڅې کوی.

2 thoughts on “له هیبته ډکه شپه/ محمد شعیب یوسفزی”
  1. ښاغلیه وروره! تاسو خوماشومانوته ډاډ ورکړچه سبا (آیسکریم) درته اخلم، خو زه به څه ورکړم چه مانه لرې لرې الوتئ .خوشته داسې ماشومان چه هیڅوک نه لري اووائې چه!۰
    زه کــمـکئ بــچـــئ دچا یم ؟ شپه او ورځ نن په بیدیا یم
    مــور او پــلار نـه پـیــژنـمه یـاخـو بــوټــونـه پیــــدا یم
    نه مې کـور شته نه مې کلـئ لاهـــــو شوئ په صحرایــم
    کــه په دوبـي کــه په ژمـــي نـــه خـــبـــر زه په هوا یم
    که سرلوڅ اوکه پښې لوڅـې که بـربـنـډ هـم سـر ته پایم
    زه یـم کلـک لـکه یوه تـیــږه یــخ ګـــرمۍ ته بې پروایم
    ددنیا ماشومان چـــــــپــــــس خوري زه پــه پــکــــر دحــــــــلـــــــوایم
    زه یــوې نمــــړۍ ډوډۍ تـه کلــه غــــل کلــه ګــــدا یم
    زه په لــــــــوبــو نه پوهیږم تــل دجـنــــګ سره آشنایم
    توپ اوټانک نه، نه هیریږم یا بـچــــــــئ داژدهــــــایم
    زما رښتنــــي یاران نه شته زه خـرڅ شـــوئ په دنیا یم
    خدایــه تـــــــا راپیښـه کړې چه مـــــــدام زه په ژړا یم
    واړه لاس مې پورتــه کړي ربـــه تــاتـــــه پـه دعــا یم
    ما دخاورې نه اوچـــت کړه کنـي ورک شــومـه فـنـا یم
    له نـظـــرونه یم لویــــــدلئ زه مـاشـــوم دنـن سبــــا یم
    ظلـــــــــم وینــم له هرچانه زه افــغـان نن په غوغا یم
    نــــاره وکړم ته ئې واورې زخـمـي شـــوئ مسیـحا یم
    زه په وینــــــــــو کې لړلئ هـم شــهـیـــد د کـــربـلا یم
    نور تــــــوان را پکې نشته هـیـله مـنـد نـن له سـمـا یم
    زه کمکئ زوی دافغــان یم پـاک الــــلـــه ته په پـنـایم

ځواب ورکول سفیره صفدر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *