تاند- د فوټبال نړیوال پلاوي، چې د فوټبال قوانین وضع کوي، اجازه ورکړه چې ښځو ته اجازه ورکوي چې له ټیکري سره په مسابقو کې ګډون وکړي.

د فوټبال د نړیوال پلاوي دا پرېکړه نه یوازې مسلمانو ښځو ته یو ښه زېری دی بلکې د سیکانو په شان د ځینو نورو دینونو پیروانو ته هم ښه خبر دی چې غواړي د سپورتي سیالیو په مهال یې سر تړلی وي.

په پرېکړه کې ویل شوي چې باید ټیکری د ټیم له یونیفورم سره ورته والی ولري، راوتلې برخې ونه لري، په خپله لوبغاړي او یا نورو لوبغاړو ته خطرناک نه وي.

تر دې مخکې د دوو کلونو په مخه په سپورتي لوبو کې د نجونو ټیکری وازمویل شو.

یو شمېر اسلامي هیوادونو غوښتنه کړې وه چې د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د دوی د ښځو لوبغاړو د ګډون لپاره دې پر ټیکري بندیز ولګول شي.

له دې سره په یو وخت د کاناډا سیکانو هم ورته غوښتنه کړې وه.

3 thoughts on “له ټیکري سره فوټبال ته اجازه ورکړای شوه”
  1. څه اسلام قانون خو نه دي دا یو حیوانی قانون دی چې انسان یې په خپله خوښه او زوق باندې قوانین وضع کوي موږ الحمدالله مسلمانان یو د اسلا شریعیت قوانیو پیروان یو!!!

  2. محترم میرویس هاشمی صاحب سپورت د صحت لپاره ښه دی او اسلام هرهغه څه چه د صحت لپاره مضر دی منغ کړی لکه شراب ، تنباکو ، نسوار چرس د خوګ غوښه اوهمداشان نور شیان چه د انسان صحت لپاره که نارینه وی او که د ښڅینه مضر دی . پر مسلمانو ښځینوو لازم دی چه اسلامی حجاب ولری نو که داسلامی حجاب په مرعات د صحت دبهبود لپلاره سپورت کوی او په اوسنی زمانه کی دمسلمانانو د نیکنامی سبب ګرځی نو بیا تاسو د کوم شریعت پیروی کوی داچه مسلمانی ښځینه باید دغلامانو په شان په کورنی کی ژوند وکړی لکه څنګه چه د جهالت او مخکی له اسلامه رواج وه. راځه داسی فکر وکړه مونګه او تاسو لمونځ کوو او دلمانځه نه مخکی باید اودس وکړوآیا څه ضرورت دی چه په ورځ کی پنځه ځلی د لمانځنه مخکی باید اودس وکړو . ددی په خاطر چه په ورځ کی پنځه ځله خپل لاسونه ، مخ،خوله او پښی او (…..) پاک کړو که نه ستا اوزما د صحت لپاره مضر تمامیدی شی .په همدی خاطر اسلام زما او ستا صحت عبادت بللی که نه الله ( ج) کردګاردی ستا او زما عبادت ته ضرورت نلری. فکر وکړه ته روژه یی ټوله ورځ هیڅ نه خوری خو کله چه روژه ماتی شی نو بیا هرهغه څه چه ټوله ورځ درنه پاته وه خوری او خیټه دی ډول کرځوی نوبیا د نمازخفتن د لمانځه په خوا کی ببا شل رکعاته تراوی کوی آیا پوهییګی داد اسلام برکت دی په داشل رکعاتو تراوی کی ستا هغه ډوډۍ چه اضافه د خوړلی هضم کییژی داپخپله سپورت دی او ددی نه روښانه ده چه اسلام څه وایی نو که که تاسو اسلام ورځنی وګرځوی د خودخواهی او هر هغه صفاتو نه چه د اسلام نه مخکی رواج وه ځان لری وساتی نو بیا متوجه کیژی چه شریعت څه دی. نوزما ناچیز مشوره داده مخکی لدی چه د شریعت او اسلامی قانون نه خبری وکړی نو په اسلام ځان پوه کړی او یو ځل پدی فکر وکړه ولی هرڅه په انسان فرض واجب مستحب او حرام شوی دی.ن. ل

ځواب ورکول nooryan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *