تاند- پاکستان وايي، سر له نن /دوشنبې/ څخه خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر پیلېږي.

پاکستان تېر کال په لکونو افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل خو وروسته یې څو ځلې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو موده د روان ۲۰۱۷ تر پایه وغځوله.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یوه ویندوی د پاکستان راډیو ته وویل چې تېر کال د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه ۳ لکه ۸۰ زره راجستر شوي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شول.

ویل کېږي چې همدومره نور ناراجستر شوي کډوال بېرته افغانستان ته راغلي دي.

پاکستان غواړي چې سږ دوبی شاوخوا ۷ لکه افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.

پېښور ښار ته نژدې په څمکنیو کې د بېرته ستنېدونکو افغانانو لپاره یو مرکز پرانیستل شوی څو خپل نومونه د ستنېدو لپاره ولیکي.

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري یا یو این ایچ سي ار هر ستنېدونکي افغان کډوال ته ۴۰۰ امریکايي ډالر او یوه اندازه خوراکي او نور ضروري شیان ورکوي.

د چارو ډېری کتونکي وايي، کافي ده چې په پنجاب کې یوه بله چاودنه وشي او بیا پاکستان د افغان کډوالو ځورول پیل کړي، نو پکار ده چې افغانان له فرصته په استفادې هم له ملګروملتو مالي مرسته ترلاسه کړي او هم د پاکستاني پولیسو له لوري تر تحقیر او سپکاوي مخکې ژر تر ژره خپل هیواد ته ستانه شي.

One thought on “له پاکستانه خپل هیواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر له ننه پیلېږي”

ځواب ورکول sayed.rahman.ziarmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *